2016 مارچ

د افغانستان د کانالونو سیستم

د افغانستان د کانالونو سیستم تقریبا په داخل کې بند دې، صرف په شرق کې سیند چې ۳۲۰۰۰۰ میل مربع ۸۳۰۰۰۰ کیلو متر مربع سفر وروسته سمندر ته غورځیږي. د کابل سیند چې د شرق په لور بهیږي د پاکستان له هندوس سیند سره یوځای کیږي اود عربو سمندر د هند په اقیانوس کې خالي… read more »

Francisco Pizarro – Spanish explorer — فرانسیسکو پیزارو

فرانسیسکوپه کال ۱۴۷۵ د هسپانیا په کاستیل کې پېدا شوی او د جون په ۲۶ نېټه کال ۱۵۴۱ په لیما چې اوس په پېرو کې ده مړ شوی. فرانسیسکو د انکا امپراطوري فاتح او د لیما ښار موسس ګڼل کیږی.  فرانسیسکو د ګونزالو پیزارو حرامي یا غېر مشروع زوی وو. مور ېې یوه ځوانه انجلی… read more »

Physiocrat — Economics — فیزیوکرات- اقتصاد

فیزیوکرات په فرانسه کې د۱۸ پېړی تاسیس شوي اقتصادي متکبونه وو. د دې مکتب مشخصات یوه ځانګړې عقیده وه او هغه دا چې حکومت باید د اقتصادي چارو دطبعي قانون په عملکرد کې لاسوهنه ونکړي او ځمکه د ټولو شتمنیو سر چینه ده. معمولا دا مکتب په نړی کې داقتصاد اولنی ساینسي مکتب ګڼل کېږي. … read more »

Grigory Aleksandrovich Potemkin — Russian statesman — ګریګوري الېکسندرویچ پوتېم کین — د روسې سیاست پوه

د سپتمبر په ۱۳ نېټه کال ۱۷۳۹د روسې په شی زو وو کې پېدا شوی او د اکتوبر په ۵ نېټه کال ۱۷۹۱د رومانیا په لاسي کې مړ شوی.  روسی پوځي افسر، سیاستمدار اواو د ۱۷ کالو لپاره د ملکې (دوېمې کترین) عاشق، او په دې امپراطوري کې ستر قدرت لرونکی، یو با اهله مدیر،… read more »

Guillaume-Thomas Raynal -French author– ګایوم توماس رینل

ګایوم توماس د اپرېل په ۱۲ نېټه کال ۱۷۱۳د فرانسې په سنت جونیېې کې زېږېدلی او د مارچ په ۶ نېټه ۱۷۹۶ د فرانسې په شایوت کې مړ شوی.  د فرانسې لیکوال او سیاسي تبلیغ کونکی چې د انقلاب لپاره ېې ذهني موسم برابر کړ. رېنال خپلې زدکړې د عیسویانو په مکتب کې کړي. کله چې پاریس… read more »

Whig Party — Historical American political party — ویګ د امریکا سیاسي او تاریخي ګوند

د ۱۸۳۴-۵۴ کلونو تر منځ د امریکا په متحده ایالاتو کې تر ټولو لوی فعال سیاسي ګوند وچې د ملي پرمختیا ملاتړ ېې کاوه. کله چې په امریکا کې ډلې ټپلې او د دوي تر منځ اختلافات زیات شول په دې وخت کې د ویګ ګوند داسې یوه اتحادیه جوړه کړه چې کوم منظم سیاسي… read more »

Anne-Robert-Jacques Turgot — French economist- ان رابرټ جک تورګو

د مې مېاشت په ۱۰ نېټه کال ۱۷۲۷ په پاریس کې زېږېدلی او د مارچ په ۱۸ نېټه کال ۱۷۸۱ په پاریس کې مړشوی.  د فرانسې اقتصاد پوه چې د ۱۵ پادشاه لويي په اداره کې مدېر وو او د مالي چارو عمومي دنده ېې پر مخ بیوله له مدیریت تر وزارت پورې ېې کار… read more »

Christophe Plantin – کریسټوف پلانټېن

په نیدر لندي کې یې نوم (Christoffel Plantijn) لیکل کیږي. په ۱۵۲۰ کې، د فرانسې په پاچایي کې زېږېدلی او د ۱۵۸۹ کال د جولای په ۱ نېټه د بلجیم په انتوارپین ښار کې مړ شوی. د اوسني بلجیم په انتوارپین کې د کتاب چاپ کونکی او خپرونکی وو د (Plantin Press) له امله پېژندل… read more »

Jean-Baptiste Donatien de Vimeur, comte de Rochambeau – د وېمور جان باپتیست

مارشال جاب باپتیست د ۱۷۲۵ کال، د جولای په ۱ نېټه، د فرانسې د اورلیانیس په ویندوم سیمه کې زېږېدلی او د ۱۸۰۷ کال، د مې په ۱۰ نېټه، په ۸۱ کلنۍ کې، د فرانسې په تورې لوار کې مړ شوی. د فرانسې اشراف او د پوځ جنرال وو. په ۱۷۸۱ کال کې، د امریکايي… read more »

The Plain – لا پلېن

په فرانسوي کې ( La Plaine) لیکل کیږي، په انګرېزۍ کې یې بل نوم (The Marsh) دی او په فرانسوۍ کې (Le Marais) لیکل کیږي. د فرانسې د انقلاب په دور کې په ملي کنوانسیون کې سیاسي ډله وه، غړو ته یې (Maraisards) نوم کارېده. د (Girondist) ښي اړخو او د (Montagnards) کیڼ اړخو ترمنځ… read more »

Taille – تای

د فرانسې په پخواني رژیم کې له بزګرو څخه په مستقیمه توګه اخیستل کېدونکې مالیه وه. مالیه یې د کور په سر او ځمکې ته په کتو ترې اخیستل کېده. په پیل کې تای اضافي مالیه وه او کله به چې سلطنتي بودیجه کې کمی راغی نو د پاچایي پر مخ وړلو لپاره به اضافي… read more »

Alessandro Volta – الېسندرو ولتا

د ۱۷۴۵ کال، د فیبرورۍ په ۱۸ نېټه، د میلان په ډچي کې زېږېدلی او د ۸۲ کلنۍ په عمر د ۱۸۲۷ کال، د مارچ میاشتې په ۵ نېټه، د اتریش دامپراتورۍ د لومبارډي وېنېسیا په کومو کې مړ شوی. د ایټالیا فزیک پوه، کیمیا پوه او د ځواک او برېښنا مخکښ وو. د برېښنایي… read more »

Zollverein – د جرمني ګمرکي اتحادیه

په انګرېزۍ کې یې مانا (German Customs Union) ده او په پښتو کې یې مانا د جرمني ګمرکي اتحادیه ده. د جرمني د ایالتونو ترمنځ په صادراتو او وارداتو باندې د مالیې لپاره ائتلاف او موخه یې په خپلو ایالتونو کې د اقتصادي پالیسي کنټرول وو. په ۱۸۳۳ کال کې د (Zollverein) په نامه تړون… read more »

David Livingstone – ډیویډ لیوینګسټون

د ۱۸۱۳ کال، د مارچ په ۱۳ نېټه، د سکاټلنډ په لانارک شېر کې زېږېدلی او په ۶۰ کلنۍ کې د ۱۸۷۳ کال د مې میاشت په ۱ نېټه، د کاظمبه پاچایي په یوه کلي کې مړ شوی. د سکاټلنډ ډاکټر، د پروتستانو عیسویانو په ډله کې د (Congregationalist) مقام لرونکی، د عیسویت د تبلیغ… read more »

Lettre de cachet – د پاچا مهر لرونکی خط

په فرانسوۍ ژبه کې یې تلفظ ” لېتخ دو کاشې ” دی او مانا یې د لاسلیک یا مهر لرونکی خط ده. لېتخ دو کاشې خطونه وو کوم چې د فرانسې پاچا امضا یا مهر کول او یو وزیر به یې د تصدیق لپاره لاسلیک پرې کوه او پاکټ به یې په سلطنتي مهر ټاپه… read more »

Albert Schweitzer – البرټ شوایتزر

د جنوري مېاشت په ۱۴ نېټه کال ۱۸۷۵ کېسرس برګ چې پخوا جرمني خو اوسمهال د فرانسې برخه ده زېږېدلی او د د سپتمبر په ۴ نېټه کال ۱۹۶۵د جرمنی په السېس کې مړ شوی. د عیسویت عالم، فیلسوف، ارګانیست (organist) یا د ارګان غږونکی (پیانو ته ورته د موسیقي اله ده)، او د استوایي… read more »

Leopold II – دوېم لیوپولډ

په فرانسوۍ ژبه یې بشپړ نوم (Léopold-Louis-Philippe-Marie-Victor) لیکل کیږي او په الماني ژبه یې بشپړ نوم (Leopold Lodewijk Filips Maria Victor) لیکل کیږي. د ۱۸۳۵ کال، د اپرېل په ۹ نېټه، د بلجیم په بروکسل کې زېږېدلی او د ۱۹۰۹ کال، د ډسمبر په ۱۷ نېټه، د بلجیم په لایکېن کې مړ شوی. له ۱۸۶۵… read more »

Marie-Joseph-Paul – ماري جوزېف پال

بشپړ نوم یې (Marie-Joseph Paul Yves Roch Gilbert du Motier, Marquis de Lafayette) دی، په نوم کې یې د (Lafayette) املا (La fayette) هم لیکل کیږي. د فرانسې اریستوکرات یا اشراف او د فرانسې د پوځ افسر وو چا چې د امریکا په انقلابي جګړه (American Revolutionary War) کې برخه اخیستې او په مختلفو جګړو… read more »

Horatio Herbert Kitchener – هورېشیو هربرټ کېچنر

بشپړ نوم یې (Horatio Herbert Kitchener, 1st Earl Kitchener) دی. د جون په ۲۴ نېټه، کال ۱۸۵۰ کې زېږېدلی او د جون میاشتې په ۵ نېټه، کال ۱۹۱۶ کې مړ شوی. د انګلستان د پوځ افسر، فیلډ مارشال او د مستعمرې سرپرست وو چا چې د امپراتورۍ لپاره د کمپاین له امله بد نوم ګټلی…. read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons