2016 اگست

Cattle – غوییز

علمي نوم یې بوس توروس (Bos taurus) دی. په دوه ګوتو وېشل شوي بوټ لرونکي، کورني شوي، واښه خوړونکي ژوي دي. د بووینای فرعي کورنۍ غړي دي، په نړۍ کې تر ټولو زیات خپاره شوي د بوس نسل غړي ګڼل کیږي. ښځې ته یې غوا او نر ته یې غویی نوم اخلي، نر بچي ته… read more »

American Brahman – د امریکا براهمن غوییز

د امریکا د زېبوین تورین غوییزو دوه رګه د غوښې لپاره اخیستل شوی نسل دی. نسل یې په متحده ایالتونو کې له ۱۸۸۵ را په دېخوا د هندوستان، انګلستان او برازیل له واردو شوو غوییزو اخیستل شوی. په نسل اخیستنه کې یې ګیر، ګوزېرا، نیلور، اېندو برازیل، کرېشنا ویلي او اونګول غوییز کارېدلي. د لمر… read more »

Juan Belmonte – خون بېل مونتې – جون بېل مونټ

بشپړ نوم یې (Juan Belmonte y García) ده، د اپرېل په ۱۴ نېټه، کال ۱۸۹۲ کې، د هسپانیا د سویلا په تریانا سیمه کې زېږېدلی او د اپرېل په ۸ نېټه، کال ۱۹۶۲ کې، د اوترېرا په سیمه کې مړ شوی. د هسپانیا له غوییزو سره جګړه کوونکی (bullfighter) وو. په ۱۹۱۴ کې یې له… read more »

Robert Bakewell – رابرټ بېکوېل

په کال ۱۷۲۵ کې، د انګلستان په لیسټر شېر کې زېږېدلی او د اکتوبر میاشت په ۱ نېټه، کال ۱۷۹۵ کې مړ شوی. د انګلستان زراعت پوه وو چا چې په انګلستان کې د مېږو او غوییزو نسل اخیستنه کې یو بنسټیز بدلون رامنځته کړ. خپل فارم یې د ساینسي مدیریت په نامه خلکو ته… read more »

Ayrshire cattle – اېرشېر غوییز

د شیدو لپاره د سکاټلند نسل دی. نسل یې د سکاټلنډ په اېرشېر کې اخیستل شوی. سور او سپین رنګ کې وي، سوروالی یې له روښانه نارنجي تر تېز نسواري رنګ پورې امکان لري. د منځنۍ کچې غوییز دي. وزن یې تر ۵۴۰ کیلوګرامه پورې رسیږي. له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې تر ۹۱۰۰… read more »

Aberdeen Angus – ابېرډین انګس غوییز

ځینې خلک ورته یوازې انګس نوم اخلي. د غوښې لپاره د سکاټلنډ د غوییزو نسل دی. په شمال لویدیځ سکاټلنډ کې د ابیرډین، بانف، کېن کارډېن او انګس سیمو له غوییزو نسل اخیستل شوی. په ۲۰۱۸ کال کې د انګلستان د غوښې د مارکیټ ۱۷% غوښه چمتو کوونکی نسل ګڼل شوی. په طبیعي توګه بې… read more »

Poultry – کورني الوتونکي

په مالداري کې هغه الوتونکي چې د غوښې، هګیو او بڼکو لپاره ساتل کیږي لکه چرګان، هیلۍ، فیلمرغ او قازې. ساتنه یې یا سوداګریزه وي او یا هم په کورونو کې د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره وي. خو کیکر بیا یوازې په سیمه ایزه توګه ارزښت لري او سوداګریز ارزښت یې کم ده.

قازه – Goose

هر توپیر لرونکی ډول چې دروند قوي بدن لري، د اوبو مارغان دي. متوسطه بدن لري د بدن وزن اوکچه ېې د سوان نه وړوکی او له غټو مرغاویو غټ ده. یو نسل ېې د انسېر په نامه یادیږي چې ډېر خلک ورته خړې قازې وایي. بل نسل ېې برانتا په نامه ده او خلک… read more »

Leghorn – لېګ هورن

د چرګانو نسل ده، اصلي ځای یې ایټالیا ده، دولس ډولونه لري، تر ټولو زیات نامتو یې سپین لېګ هورن دي. د نړۍ تر ټولو زیات د هګۍ تولیدونکي دي، د هګۍ رنګ یې سپین وي. په نړۍ کې تر ټولو زیات په انګلستان، کاناډا، استرالیا او متحده ایالتونو کې ساتل کیږي.  

کیکر – Guineafowl

د کورنۍ نوم ېې نومیدي دای ده. د ډلې نوم ېې کالیفورمز ده د دې مرغه مورنۍ ځا د افریقا ګینیا ده. او په وروستیو کې ځنې ادارو د دښتي چرګانو په ډله کې زېات کړی. ۱۰ ډولونه لري. د دې یو ډول ېې خلک د فارمونو د ستاتنې لپاره کاروي او ډېر خلک ېې… read more »

فیلمرغ – Turkey bird

دوه ډولونه لري، د کورنۍ نوم ېې فازیانیدای یا میلای ګریدي دای او د ډلې نوم ېې ګالي فورمز ده. تر ټولو زېات پېژندل شوي معمولي فیلمرغان (میلای ګریس ګالو پاوو) دي چې په شمالي امریکا کې ژوند کوي خو د نړۍ په نورو برخو کې هم اهلي شوي دي.  بل ډول ېې د اګریو… read more »

هیلۍ – Duck

هر توپیرلرونکی ډول چې لنډه غاړه لري، پلنه ډبله مښوکه لري، د اوبو مارغه وي هیلۍ ګڼل کیږي. دا مارغان بیا په فرعي کورنۍ وېشل شوي چې په اناتینای کورنۍ کې ېې د اوبو مارغان له اناتیدای کورنۍ دي. پښې ېې د بدن په وروسته برخه کې موقیعت لري چې ځنې وخت خلک د هیلۍ… read more »

Markhor – مارخور

علمي نوم یې کاپرا فالکونېري (Capra falconeri) ده، غټه وحشي وزه ده، د بوویدای کورنۍ (family Bovidae) غړې او ارتیو دکتیلا ډله (order Artiodactyla) کې شامله ده. پخوا د کشمیر او ترکستان له غرونو تر افغانستان پورې پیدا کېده خو اوس یې د پیدا کېدو سیمه محدوده او شمېر ډېر کم شوی. د (Capra falconeri… read more »

Oberhasli – اوبېر هاسلي وزه

د شیدو لپاره د سوېزرلنډ د وزو نسل ده، په سویس کې یې خلک د (Oberhasli-Brienzer) په نامه پېژني. پېژندنه یې له رنګ څخه کیږي، په ملا، لکۍ، پښو، خېټه، غاړ او مخ کې تور رنګ لري او نور بدن یې سور رنګ لري. بدن یې منځنۍ کچه لري، واړه نېغ ولاړ غوږونه لري، غټې… read more »

LaMancha – لامانچا وزه

د امریکا د شیدو لپاره د وزو نسل ده، بې غوږو وزه ده، د نسل د پلرونو په اړه یې مالومات نشته، لامانچا په هسپانیا کې یوه سیمه ده او نوم یې له همدې سیمې اخیستل شوی ډېر خلک ګمان کوي چې د هسپانیا د لامانچا وزو نسل ده خو دا خبره تر اوسه په… read more »

Toggenburg – ټاګنبرګ وزه

د شیدو لپاره د سویزرلنډ د وزو نسل ده، اصلي ځای یې د سویس ټاګنبرګ دره ده، په متحده ایالتونو کې د شیدو د وزو تر ټولو زوړ نسل ګڼل کیږي، د نړۍ په ډېرو سیمو کې له چاپېریال سره په اسانۍ بلدیږي. شیدې یې د غوا د شیدو په پرتله په اسانۍ هاضمه کیږي.

Saanen – سانین وزه

د شیدو لپاره د سویس د وزو نسل ده، اصلي ځای یې په سویس کې د سانین دره ده. بدن یې روښانه رنګ لري خو ډېر خلک یې سپین رنګ خوښوي. د بدن جوړښت یې (Toggenburg) وزو ته ورته ده، نېغ ولاړ غوږونه لري، د نر وزن یې تقریبا تر ۶۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي…. read more »

Nubian – نوبین وزه

ګمان کیږي چې اصلي ځای یې افریقا ده خو په هند او منځني ختیځ کې له ډېر پخوا پرېمانه شته وې. په ۱۹ پېړۍ کې یې نسل انګلستان ته هم انتقال شوی او د انګلستان له وزو سره ترې نسل اخیستل شوی کوم ته چې انګلو نوبین (Anglo-Nubian) نوم اخلي. اوږده زوړند غوږونه لري، او… read more »

Angora goat – انګورا وزې

د وزو کورنۍ شوی نسل ده، اصلي ځای یې د پخوانۍ کوچنۍ اسیا انګورا ولسوالۍ ده. ورېښمینه اوږده وړۍ یې سوداګریز ارزښت لري، وړۍ ته یې انګرېزۍ کې ځانګړی نوم (mohair) اخیستل کیږي. په ۱۸ پېړۍ کې اروپا ته صادرې شوې. وروسته افریقا او امریکا ته هم انتقال شوې.   انګورا بدن کې له نورو… read more »

Boer – بویر وزه

د سوېلې افریقا د وزو کورنی شوی نسل ده، په ټوله نړۍ کې زیاته د غوښې تولیدونکې وزه ګڼل کیږي. په سوېلې افریقا، نیوزلنډ، استرالیا، متحده ایالتونو، کاناډا، انګلستان او د نړۍ نورو سیمو کې میلیونونه وزې شته دي. ډېر خلک یې د دې لپاره خوښوي چې ژر یې وزن زیاتیږي، د بدن کچه یې… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons