2016 دسمبر

کاسیو پیا – Cassiopea

د سمندري ناوې نسل ده. دغه نسل د رایزوسټومي ډله جوړوي. د کلاس نوم ېې اېس سیفوزوا او د فیلوم (پلرونو) نوم ېې سینیداریا ده. د ګرمو سیمو په اوبو کې ژوند کوي. د دې نسل حیوانات تر ۴ انچه پورې اوږده پیدا کیږي. مسطح بدن لري، د خولې یوې بلې خوا ته ېې مسطح… read more »

سینیداریان – Cnidarian

بل نوم ېې کیسه لرونکی بدن یا کوی لینټرېټ ده. د فیلوم سینيداریا (کولینټېراټا) غړي دي. تقریبا ۹۰۰۰ ډولونه لري. ډېر ېې په سمندر کې ژوند کوي. په سینیداریان کې د اوبو مار، مرجان، سمندري ناوې چې یو ډول ماهیان دي، د پرتګال د جګړې سړیان، سمندري انېمون، د سمندر قلم، د سمندر وایپ او… read more »

Arachnid – اراکنید – غڼې ډوله

د کلاس نوم ېې اراکنیدا (class Arachnida) ده. په اراکنید کې غڼې (spider)، لړمان (scorpions) او اوږد پښی پلار (daddy longlegs) شامل دي. په فرعي ګروپ کې ېې چې د اکاري په نامه یادیږي شني او کټمل شامل دي.   بدن او د بدن ضمیمې د اراکنید د بدن کچه له ۰.۰۸ ملي متره کټمل… read more »

ازابایجان – Azerbaijan

دازابایجان جموریت  د شمال لور ته ېې روسیه، په جنوب کې له ایران سره پوله لري، د شرق لور ته ېې د کسپین سمندر او په غرب کې ارمنستان محدود کړی. په شمال غرب کې د جورجیا سره پوله لري. د مرکز نوم ېې باکو یا باکي ده. د باکو بندرګا د کسپین سمندر تر… read more »

ارمنستان – Armenia

د قفقاز په جنوب کې موقیعت لري، شمال غربي اسیا په اخر کې پروت ده، د شرق او شمال لور ته ېې جورجیا او ازربایجان او د جنوب شرق او غرب لور ته ېې ایران او ترکیه پراته دي. د مرکز نوم ېې ایروان ده. عصري ارمنستان د پخواني ارمنستان یوه وړه برخه ده. دنړۍ… read more »

Himalayan Cat – د هيماليا پیشوګانې

په انګرېزۍ کې ورته (colourpoint, or colorpoint cat) نومونه هم اخلي. د کورنیو پیشوګانو نسل (breed of domestic cat) ده. وېښته یې د پارس پیشو (persian cat) او رنګ یې سیامېز د تایلنډ پیشو (Siamese) ته ورته ده. لنډې پښې لري، بدن یې ځواکمن دروند جوړښت لري، سر یې ګرد خو پراخ شوی وي، شنې… read more »

Domestic Shorthair Cat – کورنۍ د لنډو وېښتو پیشوګانې

د بریتانیا د لنډو وېښتو پیشو (British Shorthair) نوم هم ورته اخلي. د کورنیو پیشوګانو نسل ده او ډېر وخت دا نوم هغو پیشوګانو ته رجوع کوي چې په ښارونو کې وحشي ژوند لري په انګرېزۍ کې د ښارونو وحشي پیشوګانو ته (alley cat) نوم اخلي. دا پیشوګانې ګرد سرونه، د پښو ځواکمن هډوکي، ګردې… read more »

Longhair or Persian Cat – پارس پیشوګانې

درې نومونه لري پخوا د انګورا او پارس پیشو (Persian, or Angora) په نامه یادېده خو اوسمهال یې دواړه نومونه د اوږدو وېښتو پیشو (Longhair) په نامه بدل شوي مګر په متحده ایالتونو کې تر اوسه د پارس پیشو (Persian cat) په نامه پېژندل کیږي. لنډې پښې لري، سر یې ګرد خو پراخ شوی ده،… read more »

Maine Coon Cat – مېن کوون پیشوګانې

په شمالي امریکا کې پیدا کیږي خو اصلي ځای یې نده څرګند چې د کوم ځای نسل ده. په لمړي ځل باندې بوسټون کې په کال ۱۸۷۸ کې وښودل شوې. مېنس پیشوګانې غټ عضلاتي بدن، درانده هډوکي لري، هوښیارې او مهربانه دي، موږک نیولو کې ښه وړتیا لري، له ماشومانو او سپیانو سره ښه چلند… read more »

Manx Cat – بې لکۍ پیشوګانې

د بې لکۍ کورنیو پیشوګانو نسل ده، اصلي ځای یې نده مالوم خو ډېر خلک ګمان کوي چې نسل یې د مېن ټاپو (Isle of Man) ده. په خپل چلند کې مهربانه، وفاداره او زړه ورې دي. ګرد سر لري، غټ او لوړ ځواکمن بدن لري، غټ غوږونه لري. منکس پیشو ممکن له لکۍ سره… read more »

Rex Cat – رېکس پیشوګانې

د ګورتوتي وېښتو د کورنیو پیشوګانو نسل (domestic cat) ده. بدن یې ګڼ وېښته لري، بهرنۍ یا دوېمه د وېښتو طبقه نلري مګر په پښو او سر باندې یې د وېښتو څپې ډېرې ژورې دي. د سترګو جوړښت یې د بادام شکل ته ورته ده، وریځې او برېتونه یې هم ګورګوتي دي, اوږده لوړ غوږونه… read more »

Russian Blue Cat – نیله روسۍ پیشوګانې

د کورنیو پیشوګانو نسل (breed of domestic cat) ده. بدن یې د بخمل په څېر نرم وېښته لري. چلند یې ډېر مهربانه او ارام ده. د بدن رنګ یې نیله خړ وي، ګردې شنې سترګې، اوږدې نرۍ پښې لري او بدن یې له نریو هډوکو جوړ شوی. غټ غوږونه، اوږده لکۍ لري.

Scottish fold cat – سکاټلنډۍ د تاو شوو غوږونو پیشو

د کورنیو پیشوګانو نسل (Breed of domestic cat) ده. غوږونه یې مخکې لور ته تاو شوي وي، بدن یې یا اوږده وېښته لري او یا ممکن لنډ وېښته ولري، مختلف رنګونه لري او د غوږونو تاوېدل یې یو جنتیکي تغیر ( genetic mutation) ده کوم چې په پخوانیو پیشوګانو کې نشته. چلند یې مهربانه او… read more »

Siamese Cat – سیامېز

د لنډو وېښتو نامتو د کورنیو پیشوګانو نسل ده. اصلي ځای یې تایلنډ ده او سیامېز نوم یې له سیام څخه اخیستل شوی او سیام تر ۱۹۳۹ پورې د تایلنډ رسمي نوم وو. سیامېز پیشو ډنګر اوږد بدن (lithe long body) لري، ډنګرې پښې, اوږده لکۍ، اوږد شوی مخ او شنې سترګې لري. له سیام… read more »

Sphynx cat – سفینکس پیشو

د بې وېښتو پیشوګانو کورنۍ نسل ده. په دوه ډوله جنیتیکي تغیرونو (mutations) کې پیدا کیږي. په کال ۱۹۷۵ کې د جېز اېبل (Jezabelle) په نامه پیشو یوه بې وېښتو ښځه پیشو وزېږوله. وروسته د تورنتو په ښار کې دوه بې وېښتو ښځې پیشوګانې او یو بې وېښتو نر منګو په سرک کې وموندل شول… read more »

Tabby Cat – برګې پیشوګانې

د برګو پیشوګانو کورنی او وحشي نسل ده. د پیشوګانو تر ټولو عام رنګ ده. په پخواني مصر کې هم خلکو کورنۍ کړې وې. کره او دوه رګه نسلونو لري.

Turkish Angora Cat – ترکۍ انګورا پیشوګانې

د اوږدو وېښتو د کورنیو پیشوګانو نسل ده. ګمان کیږي چې د دې پیشو نسل د تاتارا له هغې پیشو پیدا شوی کومه چې ترکې ته کډواله شوې وه. په ترکیه کې دې پیشو ته د ملي خزانې نظر کیږي. اوږد بدن، نري هډوکي، اوږده ورېښمین وېښته لري. تر ټولو زېات نامتو رنګ یې سپین… read more »

Turkish Van Cat – ترکۍ وان پیشوګانې

د نیمه اوږدو وېښتو پیشوګانو کورنۍ نسل ده. د بدن له رنګ څخه یې نسل پېژندل کیږي. د بدن رنګ یې سپین خو په سر او لکۍ باندې د بل رنګ نښان یا خاپونه لري. وان نوم په اسیا کې ځینې نورو پیشوګانو ته هم کاریږي. اروپا ته یې نسل د صلیب جګړه مارو صلیبیانو… read more »

Calico Cat – څو رنګه پیشوګانې

په شمالي امریکا کې هغو پیشوګانو ته وایي چې بدن یې نامنظمې کرښې یا نښانونه (blotch) یا ګرد خالونه (spot) لري، د بدن اصلي رنګ یې ډېر وخت تور، سپین یا سور وي. دکالیکوټ پیشوګانو ډېر بچیان ښځې وي او نران ډېر کم زېږوي.

Burmese – د برما پیشوګانې

د کورنیو پشوګانو نسل (breed of domestic cat) ده. او ممکن اصلي ځای یې اسیا وي. بدن یې ځواکمن جوړښت، ګرد واړه سرونه، غټې ګردې سترګې لري، دسترګو رنګ ېې زېړ وي. واړه بچیان یې په ملا، لکۍ، غوږونو کې د شودو چاکلېټ ته ورته رنګ لري خو چې کله بشپړ وده وکړي دا رنګ… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons