2017 اپریل

Urban climate – ښاري اقلیم

د ښاري سیمو اقلیم له هغو سیمو سره چې لږ ابادي لري خپلمنځ کې توپیر لري او توپیر یې په هوا کې د تودوخې توپیر، په هوا کې د لوندوالي توپیر، د بادونو په سرعت او جهت یا لوري کې توپیر او د ورښت په کچه کې توپیر ده. د اقلیم د بدلون لامل په… read more »

Snow and ice climate – د واورې او یخ اقلیم

د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د اقلیم عمده ډول ده، ځانګړنه یې بې کچې زیات ساړه او کم ورښت ده. دا اقلیم دشمالي قطب لور ته په ۶۵° عرض البلد کې رامنځته کیږي په کومه سیمه کې چې د انترکتیکا او ګرینلنډ یخونه پراته دي او همداسې د شمالي قطب په دایمي یخونو کې… read more »

Volcanic winter – د اور شیندنې ژمی

په سټراټوسفېر کې د اورشیندنې اېرې د سلفر ټوټې خپرېدل او له همدې امله د ځمکې سطحه بې کچې سړېدلو ته وایي – سټراټوسفېر د ځمکې له سطحې ۳۲ مایله یا ۵۰ کیلو متره پورته ا توموسفېر ته وایي.   په فضا کې د سلفر شیندل شوې ټوټې لمریزو وړانګو ته بېرته انعکاس ورکوي او… read more »

Wet equatorial climate – لوند استوایي اقلیم

د کوپېن د اقلیمي ډلبندۍ په ډولونو کې د اقلیم یو عمده ډول ده، ځانګړنه یې لوړه تودوخه ده چې د ۳۰ °C یا ۸۶ °F شاوخوا پورې وي، ورښت پکې خورا زېات (له ۱۵۰ تر ۱۰۰۰ سانتي متره یا له ۵۹ تر ۳۹۴ انچه پورې) وي، اسمان کې د ورېزې زیاته کچه او په… read more »

Winter – ژمی

د کال سوړ فصل ده، د مني او پسرلي تر منځ وي، د انګرېزۍ (winter) کلیمه د جرمنۍ ژبې له یوه ډېر پخواني لفظ څخه اخیستل شوې او مانا یې ‘ د اوبو وخت ‘ ده کوم چې په لوړو او منځنیو عرض البلدونو کې د واورې او باران ورښت ته رجوع کوي. په شمالي… read more »

Frank Hall Knowlton – فرنک هال نالټن

د سپټمبر په دوېمه نیټه، کال ۱۸۶۰، د متحده ایالاتو په برانډون، وي ټي کې زېږېدلی او د نومبر په ۲۲ نېټه، کال ۱۹۲۶، د متحده ایالاتو په بالسټون، وي اې کې مړ شوی. د متحده ایالتونو د فوسیلي بوټو مطالعه کوونکی (paleobotanist) او د جیولوجیکي شواهدو پر بنسټ د ماقبل تاریخ د اقلیم په… read more »

Humid subtropical climate – د نیمه ګرمو سیمو لوند اقلیم

د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د اقلیم یو ډول ده چېرې چې د کال په اوږدو کې تودوخه لوړه او په ټولو فصلونو کې په برابره توګه ورښت کیږي. دا ډول اقلیم د شمالي نیمې کرې د ۲۰° او ۳۵° د عرض البلدونو تر منځ وي. په دوه فرعي لنډیزونو (Cfa and Cwa) ښودل… read more »

Charles David Keeling – چارلز ډیویډ کیلینګ

د اپرېل په ۲۰ نېټه، کال ۱۹۲۸، سکرانتون، پي اې کې زېږېدلی او د جون په ۲۰ نېټه، کال ۲۰۰۵، همیلټون مونټ کې مړ شوی. دامریکا ساینس پوه وو.چا چې په لمړي ځل داسې شواهد وړاندې کړل چې د موټرو او شرکتونو لخوا تولید شوی کاربن ډایوکسایډ د نړۍ په اقلیم منفي اغیز کوي. په… read more »

جغرافیه او د ګرځندویي مطالعه – Geography and the study of tourism

د کاري رخصتیانو پر وخت چې ډېره کمه موده وي خلک ډېر کوښښ کوي په دې کمه موده کې د خورا زېاتو چارو تر سره کول ممکن کړي. ډېر خلک په دې موده کې تفریحي فعالیت کوي او تفریحي فعالیت لپاره ډېر خلک له کوره لرې ځایونو ته سفر کوي چې دغه سفر د ګرځندویی… read more »

Dog days – د سپي ورځې

په استثنایي توګه ډېر ګرم او لوند موسم کوم چې په جولای، اګسټ او د سپټمبر په پېل کې وي د سپي ورځې وېل کیږي. د سپي ورځې کلیمه پخوانیو یونانیانو، د روم خلکو او مصریانو کاروله. دې خلکو باور لره چې د سیریوس (Sirius) په نامه ستوری یا هم سپی ستوری په دې وخت… read more »

CryoSat – کرایو ساټ

د اروپا د فضایي ادارې سپوږمکۍ ده، د ځمکې په ټیټ مدار کې ده، فضا ته د لېږلو موخه یې په شمالي قطب کې د یخ د پراخوالي او ډبلوالي د کمېدو او زیاتېدو څارنه ده, د اقلیم د بدلون اغیز پر یخ مطالعه کوي له راغونډو شوو مالوماتو د سمندر د سطحې د لوړوالي… read more »

Continentality – د لویو وچو او د سمندرونو د اقلیم د توپیر کچه

د انګرېزۍ (Continentality) کلیمه نورې ډېرې مانا ګانې هم لري خو په اقلیم پېژندنه کې یې مانا د لویو وچو او د سمندرونو د اقلیم د توپیر کچه ده. د ځمکې ګرمېدل یا سړېدل د ځمکې په نري قشر کې تر سره کیږي او د دې قشر ژوروالی د تودوخې ښکته کېدنه ټاکي. کومې خاورې… read more »

Continental subarctic climate – د شمالي قطب د سوېل اقلیم

د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د اقلیم یو عمده ډول ده، د ژمي فصل پکې حاکم ده، ورځې یې روښانه خو ډېرې لنډې او د زیاتو سړو اوږده موده لري، ورښت پکې کم خو ډېر وخت ورښت واوره وي، په هوا کې کم لوندوالی لري. د شمالي نیمې کرې د ۵۰° او۷۰° عرض البلدونو… read more »

Climatology – اقلیم پېژندنه

د فضا د ساینس یوه څانګه ده کومه چې د اقلیمونو مطالعه کوي، د اقلیمي بدلون او اقلیمي توپیرونو لاملونه په ګوته کوي او عملي پایلې یې تشرېح کوي. د اقلیم پېژندنې ټول فضایي بهیرونه د هوا پېژندنې په څېر دي خو د فضا تر څنګ فضا کې د وارېدېدونکو اوږدمهاله او ورو اغیزکوونکو مطالعه… read more »

Climatic map – اقلیمي نقشه

اقلیمي نقشه هغه جدول ته وایي کوم چې د جغرافیایي سیمو میاشتنی او یا کلنی د منځني ارزښت اقلیمي تغیر ښیي لکه ورښت، لوندوالی، تودوخه، د لمر د وړانګو فیصدي، ورېزې، د بادونو سرعت او لوری، پر سیمو د اتوموسفېر فشار.

لمریزې وړانګې او تودوخه – Solar Radiation And Temperature

د هوا د تودوخې سرچینه له لمر څخه د وړانګو جذب ده. دا وړانګې په ډېر څه اغیز کوي چې له دې ډلې سمندر، فضا او ځمکه هم دي او بېرته همدې وړانګو ته د دوي لخوا د شکل تغیر هم ورکول کیږي. په لمریزو وړانګو کې تغیر په اقلیم خپل اغیز لري او په… read more »

Bioclimatology – د ژوندیو په تړاو د اقلیم مطالعه

د اقلیم پېژندنې (climatology) یوه برخه ده چې په اوږدې موده کې په ژوندیو موجوداتو د فزیکي چاپېریال اغیز مطالعه کوي. د دې مسایلو په اړه (هوا، اوبو او ځایونو په اړه) بقراط ( Hippocrates) هم دوه زره کاله وړاندې په رسالو او مقالو کې یادونه کړې خو د (bioclimatology) ساینس یوه نوې رشته ده…. read more »

Autumn – منی

د کال فصل ده، د اوړي او ژمې ترمنځ وي، په دې فصل کې تودوخه په تدریجي توګه کمیږي. په انګلستان کې ورته (Autumn) او په متحده ایالتونو کې ورته (fall) نوم اخلي. په دې موسم کې د ونو پاڼې رژیږي او له همدې امله په متحده ایالتونو کې د (fall) په نامه یادیږي. په… read more »

کلسایټ – Calcite

کلسایټ څه ده ؟ د ډبرې شکل کې منرال ده، کیمیاوي فرمول ېې (CaCO3) ده. په ټوله نړۍ کې بې اندازې پرېمانه په رسوبې ډبرو، مېټامورفیک ډبرو او احتراق کوونکو یا اور لرونکو ډبرو کې پېدا کیږي. د ځینې ځمکپوهانو نظر کې کلسایټ (ubiquitous) هر ځای کې پېدا کېدونکی منرال ده. سپین یا بې رنګه… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons