2017 مې

وچ کالي – Drought

په انګریزي (drouth) هم لیکل کیږي. د اوږدې مودې لپاره د باران نشتوالی یا کموالی چې په هایډرولوجیک (hydrologic) یا اوبو کې د توازن نشتوالی او د اوبو د کمښت لامل ګرځي. له دې پرته کرنې ته زېان اړوي، د اوبو بهېدونکو لښتيو کې د اوبو کچه کمیږي او همداسې د ځمکې لاندې اوبه کمیږي… read more »

میده میده باران – Drizzle

ډېر واړه کم د اوبو څاڅکي چې د بادونو د جریان لخوا راوړل کیږي. د میده میده باران د اوبو د څاڅکو قطر تقریبا له ۰.۲ تر ۰.۵ ملي متره پورې وي. که تر دې واړه شي نو د پرخې د څاڅکو په نامه یادیږي؛ که له دې غټ شي د باران د څاڅکو په… read more »

جورج ډولونډ – George Dollond

د جنوري په ۲۵ نېټه، کال ۱۷۷۴، د انګلستان په لندن ښار کې زېږېدلی او د مې په ۱۳ نېټه، کال ۱۸۵۲، د انګلستان په لندن ښار کې مړ شوی. د انګلستان د عینکو جوړونکی وو چا چې یو داسې اله اختراع کړه کومه چې په ستور پوهنه، سمندري بېړیو او د ځمکې د ارزونې… read more »

ډولډرومز – Doldrums

د (equatorial calms)په نامه هم پېژندل کیږي. هغه استوایي سیمې دي چې نرم باد او د سمندر د اوبو خوځښت یا څپې پکې ورو دي. دغه سیمه په (intertropical convergence zone ITCZ)کې موقیعت لري. یوه داسې سیمه ده په کومه کې چې بادونه سره یو ځای کیږي او له دې سیمې پورته کیدونکي د استوا… read more »

ویلیم هینري ډاینس – William Henry Dines

د اګسټ په ۶ نېټه، کال ۱۸۵۵، د انګلستان په لندن ښار کې زېږېدلی او د اګسټ په ۲۴ نېټه، کال ۱۹۲۷، د انګلستان د اکسفورډ شایر په بېنسون کې مړ شوی. د انګلستان هوا پېژندونکی وو چا چې داسې اله اختراع کړه د کومې په ذریعه چې د هوا ځانګړنې یا خواص کچه کیدای… read more »

د پرخې ټکی – Dew point

د تودوخې هغه درجه ده په کومه کې چې فضا د اوبو د بخار جذب کولای شي او یا د اوبو بخار پکې خپرېدلای شي (که تودوخه کمه وي د یخ په کرسټال یا ورېځ بدلیږي). که په کم حجم کې د اوبو دبخار غلظت زېات وي نو د اوبو د بخار د پرخې ټکی… read more »

پرخه – Dew

د اوبو د څاڅکو ناسته یا رسوب ده چې په هوا کې د اوبو د بخار له غلظت یا یو ځای کېدو څخه رامنځته کیږي او د شپې لخوا په هغه شیانو پریوځي کوم چې ښکاره اسمان ته اېښودل شوي وي. پرخه په شنه اسمان کې هغه وخت پرېوځي چې کم باد وي او یا… read more »

د ځمکې طوپان یا جکړ – Derecho

دې طوپان ته (land hurricane, windstorm) نومونه هم اخلي. په یو مستقیم خط کې سفر کوي. ځانګړتیا ېې لنډ مهاله سخت باد ده او په یو ساعت کې ېې سرعت تقریبا ۹۳ کیلو متره ده. په کوم لور چې حرکت کوي د مخې خوا ېې زېان اړولی شي. په دې طوپان باندې نوم د لوا… read more »

جان ډالټون – John Dalton

د سپټمبر په ۵ یا ۶ نېټه، کال ۱۷۶۶، د انګلستان د کمبرلینډ په ایګل فیلډ کې زېږېدلی او د جولای په ۲۷ نېټه، کال ۱۸۴۴، د انګلستان په مانچسټر کې مړ شوی. د انګلستان کیمیا پوه او هوا پېژندونکی وو او د عصري اټومي تیوري یا نظرېې په پراخونه کې مخکښ ګڼل کیږي. په… read more »

جان فرېډ رېک ډانیال – John Frederic Daniell

د مارچ په ۱۲ نېټه، کال ۱۷۹۰، د انګلستان په لندن ښار کې زېږېدلی او د مارچ په ۱۳ نېټه، کال ۱۸۴۵، د انګلستان په لندن ښار کې مړ شوی. د انګلستان کیمیا پوه او هوا پېژندونکی وو چا چې د ډانیال حجره کشف کړه کومه چې په ولټائیک حجره کې د پام وړ د… read more »

ویلیم موریس ډېوېس – William Morris Davis

د فیبروري په ۱۲ نېټه، کال ۱۸۵۰، په فیلادېلفیا کې زېږېدلی او د فیبروري په ۵ نېټه، کال ۱۹۳۴، د متحده ایالتونو د کلیفورنیا په پسادېنا کې مړشوی. د متحده ایالتونو جغرافیه پوه، ځمکپوه او هوا پېژندونکی وو چا چې د جیو مورفولوجي ساینس رشته کشف او تاسیس کړې کومه رشته چې د ځمکې شکلونه… read more »

جان اندرې دولوک – Jean André Deluc

د فیروري په ۱۸ نېټه، کال۱۷۲۷، د سویزرلنډ په جنیوا کې زېږېدلی او نومبر په ۷ نېټه، کال ۱۸۱۷، د انګلستان د بېرک شایر په وینډسور کې مړ شوی. په سویزلنډ کې پیدا شوی د انګلستان ځمکپوه او هوا پېژندونکی وو چې د هوا پېژندنې په اړه ېې نظریاتي یا تیوریکي لیکنو په ۱۹ پېړۍ… read more »

د بادونو دوران – Cyclostrophic wind

د بادونو هغه دوران چې د سیمه ایز فضا یي فشار جذب (atmospheric pressure gradient) او مرکز ته ماېل یا نږدې ځواک (centripetal force) په منځکې له توازن څخه پیدا کیږي. په وړه کچه د کم فشار سیستم لکه بړبوکۍ (tornado) ته وایي او په دې وړو سیستمونو کې د دې بادونو لږېدل دواړه ډوله… read more »

Cyclone – ګرد باد

ګرد باد د بادونو هر هغه لوی سیستم چې د کم فضاي فشار لاندې دوراني خوځښت یا حرکت کوي په شمالي نیمه کره کې د ساعت د ستنې په څېر خو د ستنې د حرکت د لوري برعکس لور ته تاویږي او په جنوبي نیمه کره کې د ساعت د ستنې د حرکت د لوري… read more »

سایکلو لېسېز – Cyclolysis

په هوا پېژندنه کې هغه پروسه ده په کوم کې چې یو ګرد باد (cyclone) کمزوری کیږي او له منځه ځي. د استوا څخه بهر د ګرد باد (extratropical cyclone) له منځه تلل هغه وخت کیږي کله چې سوړ باد په غرب کې د شمال لخوا په شمالي نیمه کره کې او د جنوب لخوا… read more »

سایکلو جېنېسیز – Cyclogenesis

په هوا پېژندنه کې د استوا څخه بهر د ګرد باد (extratropical cyclone) پروسه یا بهیر د دې باد پرمختګ او ځواکمن کېدلو ته وایي. دا پروسه د سړو او یخو بادونو د منځ له ټکي له اختلال یا کم مزاحمت څخه پېل کیږي او د دې بادونو مخې ته د څپې شکل ورکوي. کله… read more »

کولډ فرنټ – Cold front

یخه سړه هوا ده. د دواړو نیمو کرو په منځنیو او لوړو عرض البلدونو کې لږیږي. د لږېدو جهت ېې شرق او د استوا د خط لور ته ده. د دې باد د لږېدو پر وخت دروند باران، تالنده او برېښنا کیږي. په یو ساعت کې ېې سرعت ۵۰ تر ۶۵ کیلو متره پورې ده. لاندې… read more »

ناڅاپه دروند باران – Cloudburst

 ناڅاپه دروند باران چې لنډ وخت دوام کوي، ډېر وخت تالنده او برېښنا هم ورسره مل وي؛ کله چې بادونه پورته خوا ته حرکت وکړي نو د اوبو د څاڅکو د غورزېدو مخه نیسي او کله چې د دې بادونو له لاندې خوا فشار کم شي ټول څاڅکي په یوځل وریږي. ناڅاپه باران ډېر وخت… read more »

ورېځ شیندونکې بېړۍ – Cloud whitening

د جغرافې د انجنیري نا ازموېل شوی داسې تخنیک ده چې د یوې بېړۍ په ذریعه د سمندر اوبه هوا ته شیندي او تبخیر کوي. نور نومونه ېې (cloud brightening or marine cloud brightening) دي. دا تخنیک تراوسه پورې نده کارېدلی خو ساینس پوهانو تشریح کړی چې د یوې بېړۍ له پاسه به شیندونکې منارې… read more »

ورېځ کې شیندنه – Cloud seeding

په ورېځ کې د مختلفو توکو شیندنه چې د اوبو د څاڅکو هسته (condensation nuclei) او یا د یخ کرسټال جوړوي اود ورېدنې لامل ګرځي. په ورېځ کې شیندنه په لومړي ځل په کال ۱۹۴۶ کې د امریکا هوا پېژندونکي (Vincent J. Schaefer) ترسره کړه. اوسمهال په ورېځ کې د شیندنې لپاره الوتکې راکټ او… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons