2017 جولای

السټونایټ – Alstonite

بل نوم ېې بروملایټ (Bromlite) ده. د باریم (barium) او کلسیم کاربونېټ (calcium carbonate) منرال (CaBa(CO3)2) ده; کمه اندازه سټرونټیم (strontium) ېې هم په ترکیب کې شامل وي. رنګ ېې بې رنګه، روښانه خړ او یا ګلابي وي. روڼ یا نیمه روڼ وي. د کرسټال سیستم ېې اورتورومبیک (orthorhombic) ده کوم چې د اراګونایټ (aragonite)… read more »

المانډین – Almandine

د نیمه قیمتي ډبرو یا کاڼو دوه ډوله دي. یو ېې د روبي سپينل (ruby spinel) یو بانجاني رنګه ډول ده او د وسپینې الو مینیوم ګارنټ (iron aluminum garnet) هم ورته وېل کیږي. د ګارنټ ډول ېې ۲۵% ګروسولار (grossular) یا انډرا ډایټ (andradite) لري او معمولا نصواري رنګه سور رنګ لري. کوم ډول… read more »

آلېمونټایټ – Allemontite

ارزېنیک انټیمونایډ (arsenic antimonide) منرال (AsSb) ده. د آلیمونټ (Allemont) په توګه د ایټالیا په والټېلینا (Valtellina, Italy) او د نوېدا په کم سټاک لوډ (Comstock Lode, Nevada) کې په رګونو کې پیدا کیږي؛ د سوېدن په واروتراسک (Varuträsk, Swed)کې د لیتیم په پېګمنټایټ (lithium pegmatite)کې هم موندل کیږي. الې مونټایټ (allemontite) د سټېبارسن (Stibarsen)… read more »

د الکلي فیلډ سپر – Alkali feldspar

ټول هغه عام سیلیکاټ منرالونه چې مختلف رنګونه لري، د ښیښه اي کرسټال شکل لري. د ښیښې جوړونې او له خټو جوړو لوښو په صنعت کې کاریږي. کوم چې روڼتیا لرونکي دي، روښانه ځلېدونکي رنګونه لري ځنې د ګاڼې جوړونې د صنعت لخوا د قیمتي کاڼو په توګه کاریږي. د ډبرو جوړونکي یا تشکیلونکي ګڼل… read more »

البایټ – Albite

عام فیلډ سپر منرال، یو سودیم الومینوسیلیکاټ (sodium aluminosilicate) ده. چې په پیګماټایټ (pegmatites) او فلزیک (felsic) د اورشیندنې ډبرو (igneous rocks) کې پیدا کیږي لکه د ګرانیټ (granites) ډبرو کې. له دې پرته ممکن د اوتي جېنیک البایټ (authigenic albite) په توګه په ځینې رسوبي ډولونو کې هم وموندل کیږي. البایټ معمولا د ماتېدونکي… read more »

سپین مرمر – Alabaster

د کچ یو شکل ده چې له پیړیو ېې خلک د انځورګرۍ لپاره کاروي. نیمه روڼ ده او د واورې په څېر سپین رنګ لري خو په مصنوعي توګه بل رنګ هم ورکول کیږي. د تودوخې په ذریعه د مرمر شکل ته ورته شکل ته هم بدلېدای شي. د سپین مرمر په نړۍ کې تر… read more »

اکېرمنایټ – Åkermanite

د سورو سیلیکاټ (sorosilicate) ګروپ میلیلایټ (melilite) منرال ده. کلسیم، مګنیزیم، سیلیکون او اکسیجن پکې شامل دي. د سیلیسیوس لایم سټون (siliceous limestones)، ډول سټون (dolostones) او د سانیدینیت فاسیز ډبرو (rocks of sanidinite facies) د اړیکې میټامورفېزم (contact metamorphism) تولید ده. سانیدینیت فاسیز د میټامورفېزم اړیکې د تودوخې تر ټولو د لوړ وضعېت ښودنه… read more »

توماس جولین ارنس – Thomas Julian Ahrens

د اپرېل په ۲۵ نېټه، کال ۱۹۳۶، د جرمني په فرانکفورټ کې زېږېدلی او د نومبر په ۲۴ نېټه، کال ۲۰۱۰ دکلیفورنیا په پاسادېنا کې مړ شوی. د امریکا ځمکپوه وو چا چې په لمړي ځل د شاک څپې (shock waves) د ډبرو او منرالونو د چلند د مطالعه کولو لپاره وکارولې تر څو د… read more »

جورجیوس آگریکولا – Georgius Agricola

په لاتیني ژبه ېې نوم (Georgius Agricola) او په جرمني ژبه ګیورګ باور (Georg Bauer) لیکل کیږي. د مارچ په ۲۴ نېټه، کال ۱۴۹۴، د جرمني د ګلاو خاو په سکسوني کې زېږېدلی او د نومبر په ۲۱، کال ۱۵۵۵، په کمنیتز کې مړ شوی. د جرمني محقق او ساینس پوه وو چې د منرالوژۍ… read more »

عقیق – Agate

عقیق نیمه قیمتي سیلیکا منرال (silica mineral) ده، د کلسېدوني (chalcedony) یو ډول ده چې د مختلفو رنګونو او روڼتیا په ډلو کې پیدا کیږي. عقیق اساسا یو کوارټز (quartz) ده . په ټوله نړۍ کې پیدا کیږي. د امریکا په غربي ایالتونو کې خورا زېات تولیدیږي؛ واشنګټن، ایداهو، اورېګان او مونتانا ایالتونه د قیمتي… read more »

اجیرین – Aegirine

یو پروکسین منرال (pyroxene mineral)، سودیم او د وسپنې سیلیکاټ ده چې د اورشیندنې په الکلین ډبرو (alkaline igneous rocks) کې پیدا کیږي په ځانګړې توګه په ساینایټ (syenites) او ساینایټ پېګماټایټ (syenite pegmatites) ډبرو کې. همداسې په کرسټالین شیستونو (crystalline schists) کې هم پیدا کیږي. په دوامداره توګه د اجیرین اوجیت (aegirine-augite) سره کیمیاوي… read more »

ادولاریا – Adularia

یو فلډ سپر منرال (feldspar mineral) او پوتاشیم آلومینوسیلیکاټ (potassium aluminosilicate) ده. معمولا په بې رنګه، ښیښه اي، منشوري، دوه ګونی منرال وي او د فلزیکي پلوټونیک ډبرو (felsic plutonic rocks) په رګونو کې چې کمه تودوخه لري په کرسټیالین شیستونو (crystalline schists) پیدا کیږي. ځینې ادولاریا شیدو ته ورته یا اپالسیستون (opalescent) رنګ ښي… read more »

اکتینولایټ – Actinolite

اکټینولایټ او ټریمولایټ دواړه سره ډېر ورته منرالونه دي چې له یو بل سره یوه لړۍ جوړوي او اساسا یو کیمیاوي فورمول سره شریکوي. د اکټینولایټ په کیمیاوي جوړښت کې شین رنګ وسپنه تولیدوي. په هر ډول کې ېې د وسپنې کچه توپیر لري او په همدې وجه ېې شین رنګ کې هم توپیر وي…. read more »

اکانتایټ – Acanthite

د سپینو زرو سلفایډ یا د سلور سلفایډ یو منرال (silver sulfide mineral Ag2S) ده. د سپینو زرو له نورو منرالونو سره د سلفایډ په (Kongsberg, Nor.; Kremnica, Slovakia; Zacatecas, Mex.; and the Comstock Lode, Nev., U.S) زېرمرمو کې ښه پرېمانه ده. ارجنټایټ (Argentite) د اکانټایټ (acanthite) د لوړې تودوخې لرونکی شکل ده. د نورو… read more »

منګوسټین – Mangosteen

د کورنۍ نوم ېې کلوزیا سیای (Clusiaceae)، د ډول نوم ېې (Garcinia mangostana) او اصلي ځای ېې جنوب شرقي اسیا ده. په میانمر (برما) کې د دې ونې له میوې یو ډول خواړه پخیږي. د ونې لوړوالی ېې تر ۹.۵ متره پورې رسیږي خو ډېره ورو وده کوي. یوازې یوه ونه ېې په یو فصل… read more »

ام – Mango

علمي نوم ېې (Mangifera indica) ده. د کاشیو (cashew) غړی ده او د کورنۍ نوم ېې اناکاردیا سیای (Anacardiaceae) ده. د استوایي سیمې تر ټولو زېاته کرل شوې میوه ګڼل کیږي. د ام اصلي ځای په شرقي اسیا کې میانمر (برما) او د هند اسم ایالت ( Assam state of India) ګڼل کیږي. ام د… read more »

ممي مڼه – Mamey apple

علمي نوم ېې (Mammea americana) ده. په انګریزۍ کې ورته (mammee apple or Santo Domingo apricot) نومونه هم اخلي. د امریکا د هندیانو د غرب په سیمه کې د لمړۍ ونې میوه ده؛ د ګارسینیا (garcinia) ونې دي او د کورنۍ نوم ېې کلوزیا سیای (Clusiaceae) ده. ونه ېې سپین بوي لرونکي یو ګل او… read more »

لیچي – Lychee

علمي نوم ېې (Litchi chinensis) ده او په انګریزۍ کې (litchi or lichi) هم لیکل کیږي. د سوپ بیري (soapberry) ونې دي چې کال ۱۲ میاشتې شنې وي. د کورنۍ نوم ېې ساپیندا سیای (Sapindaceae) ده. اصلي ځای ېې جنوب شرقي اسیا ده او له قدیم څخه د کانتونیانو (Cantonese) خوښه میوه ده. دا میوه… read more »

لوکاټ – Loquat

علمي نوم ېې (Eriobotrya japonica) ده او په انګریزۍ کې ورته (Japanese medlar) نوم هم اخلي. د کورنۍ نوم ېې روتا سیاسی (Rosaceae) ده. ونه ېې کال ۱۲ میاشتې شنه وي. اصلي ځای ېې دمرکزي چین غربي سیمه ده او ۱۰۰۰ کاله وړاندې جاپان ته انتقال شوي او له جاپان څخه اروپا اود مدیترانې ملکونو… read more »

شین تروش لیمو – Lime

  د رو (rue) ټولې هغه ونې او بوټي چې دو رګه شوي او د روتا سیای (Rutaceae) کورنۍ سره تړاو لري. په استوایي او نیمه استوایي سیمو کې زېات کرل کیږي. د فارس شین تروش لیمو (Persian lime) تر ټولو عام د سوداګرۍ ډول ده. په اقتصادي توګه د مکسیکو شین تروش لیمو (Mexican… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons