2018 جنوري

Mortgage – ګرو

اوږدمهاله پور ده چې د یو ملکیت بدل کې ورکول کیږي. په ډېرو کمپنیو کې ماشینونه هم ګرو کیږي. له نورو پورنو سره یې توپیر: د پورونو ډېر ډولونه د دې لپاره بل ته ورکول کیږي چې پېژندل شوې نامتو څېره او یا د اعتبار وړ کس وي او بدل کې یې کوم ملکیت په… read more »

Market – مارکیټ، بازار یا پلورځای

که د اسم په توګه وکاریږي د پېرودونکو هغه ډله په کومو چې تاسې توکي پلوری یا خدمات پلوری که فعل وي د پېرودونکو اړتیا او غوښتنې په ګوته کول دي، او بیا توکي تولیدول دي تر څو دغه غوښتنې او اړتیاوې پوره کړي، په پېرودونکو یې وپلوري. مارکیټینک یو ټولټال فعالیت ده په کوم… read more »

Loss – تاوان، زیان

د ګټې برعکس ته وایي. له عوایدو څخه د لګښت زېاتوالي ته وایي. د محاسبې په موده کې اړینه نده چې د نغدو کمېدو ته تاوان ووېل شي. خو ممکن تاوان د پیسو په کمي کې انعکاس شي.

liability – پور

هغه مقدار ده چې یو شرکت یې باید ادا کړي. کرېنټ لیابیلیټي یا فعلي پور باید تر یو کال یا له یو کال مخکې ادا کړل شي په کوم چې د ورکړې وړ حسابونه، اکرول لکه معاشونه، مالیات او داسې نور شامل دي. اوږدمهاله پور کې بانډ، ګرو شوی ځای او اوږمهاله پورونه شامل دي…. read more »

Ledger – جنرل لیجر

په جنرل جورنال کې مو ولیدل چې هره سوداګریزه معامله له یوې لنډې تشریح سره ثبت شوې ده. برعکس جنرل لیجر د هر حساب لپاره یوه جلا پاڼه لري. له جورنال پاڼې جنرل لیجر ته هره سوداګریزه معامله په لاندې ډول مربوطه حساب ته کاپي کوو. او چې کله له جورنال پاڼې یوه سوداګریزه معامله… read more »

Leasehold improvement – د استوګنځای یا کار ځای د اجارې د اسانتیا لپاره ښه کول

هغه مقدار چې د ښه کېدو لپار کاریږي تر څو کرایه کولو یا اجاره کولو کې اسانیتا رامنځته کړي. لکه نوی دیوالونه، ګروپونه او داسې نور. ثابته شتمنۍ ګڼل کیږي او د اجارې د مودې په اوږدو کې یې ارزښت کموالی پیدا کوي.

inventory turnover – د موجوده انبار دوران یا د پلور او کارېدنې د دورو شمېر

یونسبت ده کوم چې د یوې کمپنۍ د پلور لپاره د تولید کچه ښي.   inventory turnover = cost of sales ÷ average inventory   پرچون سوداګرۍ کې دا دوران لوړ وي او په یو کال کې تر له پنځه تر لسو دورو پورې لرلای شي. د کمو پیسو په پانګه باندې دوی کولای شي… read more »

Inventory obsolescence – له پلوره غورزېدلی انبار

د اوسمهال شته انبار هغه برخه ده چې نور د پلورلو وړ نه وي. هغه وخت کې داسې کیږي چې تر پلور څخه تولید شوي توکي زېات لاسته راشي او یا هم تولید شوي توکي زاړه او نور یې پلور موډ نه وي، ممکن د مارکیټ سیالۍ یې پلور وژلی وي. د کمپنۍ ارزښت ډېر… read more »

Inventory – د موجوده انبار لست

د هغو موجوده انبارونو لست ده چې شرکت یې د پلور لپاره لري. معمولا یو شرکت د موجوده انبارونو درې ډوله لستونه لري. خام مواد کوم چې تولید کېدو منتظر وي، د کاري پروسې لاندې انبار او تولید شوي توکي. د انبارونو لست فعلي یا جاري شتمنۍ ده.

Interest – سود یا ګټه

هغه ګټه ده چې د پیسو د کارولو په بدل کې ورکول کیږي. نرخ د فیصدي له مخې ټاکل کیږي. که چېرې یو شرکت په سود پیسې واخلي په دې مقدار راتلونکی سود غېرې عملیاتي یا بې فعالیته لګښت او که چېرې پیسې په سود ورکړي غېرې عملیاتي یا بې فعالیته ګټه ګڼل کیږي.  

Inflation – انفلاسیون

د توکو په قیمت کې لوړوالی او یا د پیسو ارزښت کې کمی راتلل کوم چې په شرکت او د شرکت په مالي بیانیه عمده اغیز لري. ځکه چې شتمنۍ په اصلي قیمت ښودل کیږي او د انفلاسیون ارزښت نه انعکاس کوي چې قیمت یې بدل کړای شي.    

Income tax – د ګټې مالیات

د فدرالی، ایالتي او یا هم سیمه ایز حکومت لخوا د شرکت په ګټې تحمیل شوي مالیات. ډېر وخت له مالیاتو ورکولو مخکې د ګټې فیصدي وي. کله چې له دې ګټې د ګټې فیصدي مالیات او مالیات ورکړل شي نو خالصه ګټه پاتې کیږي.

Income – ګټه

کله چې له عوایدو څخه لګښتونه منفي شي پاتې شوی مقدار ګټه ګڼل کیږي.

Sidebar



Share
Hide Buttons