2018 اپریل

White House press secretary – د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ویاند

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ویاند د متحده ایالتونو لوړپوړی چارواکی ده او د حکومت د اجرایوي څانګې په ارتباطاتو څارنه کوي. په چاپي رسنیو او ټولو انټرنیټي چینلونو کې د جمهور ریس لخوا خبرې کوي. په دې پوسټ کس د جمهور ریس لخوا ګمارل کیږي.   مسولیتونه د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ویاند مختلف مسولیتونه لري…. read more »

William Dowdell Denson – ویلیم ډوډېل ډېنسن

د مې میاشت په ۳۱ نېټه، کال ۱۹۱۳، دامریکا په بېرمېنګم کې زېږېدلی او د ډسمبر په ۱۳ نېټه، کال ۱۹۹۸، د نیویارک په لارېنس کې مړ شوی. د امریکا پوځي افسر او وکیل وو چا چې د امریکا د لوی څارنوال په توګه ۱۷۷ نازي مجرمینو د مرګ پرېکړه کړې او ډېری نور یې… read more »

Witan – ویټن

په انګرېزۍ کې ورته (Witenagemot) نوم هم اخلي. د انګلو سکسون پاچایانو شورا وه کومې چې پاچا ته په هغو مسایلو کې مشوره ورکوله چې پاچا به یې پوښتنه کړې وه او یا به په اړه مشوره غوښتې وه. له ۷ پېړۍ تر ۱۱ پېړۍ پورې په پخواني انګلستان کې فعاله جرګه وه. غړي یې… read more »

Zemsky sobor – زېمسکي سوبر

په ۱۶ او ۱۷ پېړۍ کې د روسانو مشورتي شورا وه. دا شورا تزاري روسانو (tsar)، د قوم سپینګیري مشر (patriarch)، یا د ډوما بواییر جرګې (Boyar Duma) لخوا رابلل کېده. په دې جرګه کې اشراف، د اورتودوکس عیسوۍ ډلې راهبان او د ښارونو سوداګر را غونډېدل. لمړۍ جرګه په کال ۱۵۴۹ کې ایوان ټېرېبل… read more »

Zemstvo – زېمستوو

په امپریالستي روسیه او پخواني اوکراین کې د سیمه ایزو حکومتونو ادارې وې چې په کال ۱۸۶۴ کې یې لمړی قانون پلي شو. په کال ۱۹۱۷ کې د (Bolsheviks) انقلاب څخه وروسته زېمستوو ادارې له منځه ولاړې اوشوروي اتحاد د کار کوونکو په شورا (worker’s council) بدلې کړې. د ولسوالۍ او ولایت په کچه یې… read more »

European Commission – اروپایي کمیسون

لنډیز یې (EC) ده، د اروپایي اتحادې یوه اداره ده. اروپایي کمیسون مقننه فعالیت هم ترسره کوي لکه اروپایي پارلمان ته د نوي قانون وړاندیز، قضایي فعالیت هم کوي لکه د اروپایي ملکونو تر منځ سوداګریزو مسایلو ته قانوني حل لار موندنه.   د اروپاي کمیسون اساسي چارې په لاندې ډول دي: ۱- د اروپایي… read more »

Ella Grasso – اېلا ګراسو

بشپر نوم یې (Ella Rosa Giovanna Oliva Tambussi) ده. د مې په ۱۰ نېټه، کال ۱۹۱۹، د متحده ایالتونو د کوون ایالت په وېنډسرلاکس کې زېږېدلې او د فېبرورۍ په ۵ نېټه، کال ۱۹۸۱، په هارت فورډ کې مړه شوې. لمړۍ ښځه وه چې د ایالتي حکومت ولایت ته په خپل حق کاندید شوه.  … read more »

Abdullah II – دوېم عبدالله

بشپړ نوم یې عبدالله ابن حسین ده. د جنورۍ په ۳۰ نېټه، کال۱۹۶۲، د اردن په عمان کې زېږېدلی. له ۱۹۹۹ کال څخه د اردن پاچا ده. په قوم بني هاشم ده.   عبدالله د حسین پاچا مشر زوی وو تر درې کلنۍ پورې شهزاده وو. کله چې په منځني ختیځ کې نا ارامي پېل… read more »

Abdel Fattah al-Sisi – عبدالفتاح السیسي

د نومبر په ۱۹ نېټه، کال ۱۹۵۴، د مصر په قاهره کې زېږېدلی. د مصر پوځي افسر ده او په ۲۰۱۳ کال کې د مصر عملي رهبر شو. کله چې محمد مرسي واک ته ورسېد خلکو د مرسي خلاف پاڅون وکړ او السیسي جمهور ریس له واکه لرې کړ. لمړی ځل په ۲۰۱۴ کې او… read more »

Aaron Bank – آرون بېنک

د نومبرمیاشت په ۲۳ نېټه، کال ۱۹۰۲، په نیویارک ښار کې زېږېدلی او د اپرېل میاشت په ۱ نېټه، کال ۲۰۰۴، د کلیفورنیا په دانا پواینټ کې مړ شوی. د متحده ایالتونو د پوځ افسروو. د نامتوالي وجه یې، په دوېمه نړیواله جګړه کې، د دښمن د کرښې له شا ګټه پورته کول وو. په… read more »

Aayyār – عیاران

په عربي کې یې جمع عیارون او په فارسي کې عیاران ده. له ۹ تر ۱۲ پېړۍ پورې د عراق او ایران ټول سني او شیعه جنګیالي وو. عیاران ډله د دې لپاره جوړه شوې وه چې د اسلام خپرولو لپاره په اسیا کې جګړه پر مخ وېسي. د دې ډلې تر ټولو دقیق اسناد… read more »

Ḥafiz al-Assad – حافظ الاسد

د اکتوبر په ۶ نېټه، کال ۱۹۳۰، د سوریې په قرداها کې زېږېدلی او د جون په ۱۰ نېټه، کال ۲۰۰۰، په دمشق کې مړ شوی. د ۱۹۷۱–۲۰۰۰ کلونو ترمنځ د سوریې جمهور ریس وو. حافظ الاسد سوریې ته ثبات راوړ او سوریه یې په منځني ختیځ کې یو ځواک کړه.   حافظ الاسد د… read more »

Ministerial responsibility – د وزیرانو مسولیت

د وزیرانو مسولیت په دوه ډوله ده لمړی ډول یې (Ministerial responsibility) ده په دې ډول کې حکومت د پارلمان لخوا ټاکل کیږي، پارلمان کولای شي حکومت له واک څخه ګوښه کړي، پارلمان په غور سره د حکومت د کړنو څارنه کوي، اجرایوي څانګې یې یو ځای واک ته رسیږي او له واکه لرې کیږي… read more »

Anthropology – انتروپولوجي یا انسان پېژندنه

انتروپولوجي د انسان، انساني ټولنې او چلند په تېر وخت او اوسمهال کې مطالعه ده. کلتوري انتروپولوجي او ټولنیزه انتروپولوجي د ټولنو ارزښتونه او نورمونه مطالعه کوي. د ژبپوهنې انتروپولوجي دا مطالعه کوي چې څرنګه ژبه په ټولنیز ژوند اغیز کوي. بیولوجیکي یا فزیکي انتروپولوجي د انسانانو بیولوجیکي وده مطالعه کوي.   لروغونپوهنه چې په… read more »

Psychology – ارواپوهنه

ارواپوهنه د چلند، ذهن، د بې خوده او په خود ذهنونو، د احساس او فکر ساینس ده. ارواپوهنه مختلفې لویې برخې لري کومې چې په ټولیزه توګه د مغز څخه تولیدېدونکې ځانګړتیاوې مطالعه کوي. ارواپوهنه د ټولنیز ساینس په توګه د عمومي اصولو په اړه د څېړنو له لارې یو غړی او د غړو ګروپ… read more »

Geography – جغرافیه

د یوناني ژبې د دوه کلیمو له ترکیب (γεωγραφία geōgraphía) اخیستل شوی نوم دی مانا یې “ځمکه او لیکل” ده. د ځمکې د سطحې، ځانګړنو، اوسېدونکو او پېښو مطالعه ده. د هر څه رانغاړونکې رشته ده کومه چې د ځمکې، د ځمکې د انسانانو او د ځمکې د طبیعي پېچلتیا د مطالعې هڅه کوي. یوازې… read more »

Missouri Plan – د میسوري ایالت د قاضیانو د ټاکنې او ګمارنې طریقه

په انګرېزۍ کې دا پلان د (Missouri Nonpartisan Court Plan, or the merit plan) په نومونو هم یادوي. د قاضیانو د ټاکنې طریقه چې له میسوري ایالت څخه یې په کال ۱۹۴۰ کې سرچینه اخیستې او په تدریجي توګه د متحده ایالتونو نورو قضایي حوزو هم دا طریقه پلي کړه. دې ته ورته طریقه په… read more »

Motion – مقننه جرګې یا کمېټې ته رسمي وړاندیز

د پارلمان د نظم په قوانینو کې یوه کړنلاره ده د کومې له لارې چې وړاندیزونه د غور کولو لپاره مشورتي شوراګانو ته وړاندې کیږي. په بله مانا موشن یو وړاندیز ده چې د بحث یا پرېکړې لپاره ولسي جرګې ته وړاندیز کیږي. یو موشن یو رسمي وړاندیز ده چې مقننه شورا ته د شورا… read more »

Edith Nourse Rogers – ایډیت نورس روجرس

د مارچ په ۱۹ نېټه، کال ۱۸۸۱، د متحده ایالتونو د مېن ایالت په ساکو سیمه کې زېږېدلې او د سپټمبر په ۱۰ نېټه، کال ۱۹۶۰، په بوسټون کې مړه شوې. د امریکا دولتي چاوراکې وه، د اوږد وخت لپاره په کانګرېس کې د ماساچوسېټس ایالت استازې وه، له سرتېرو سره د چارو له امله… read more »

Ecclesiastical court – کلیسایي محکمه

مذهبي محکمه د مذهبي چارواکو لخو ا چمتو کیږي تر څو په یوه مسله د مذهبي علماو ترمنځ یا عامي کسانو ترمنځ بحث وشي. په عصري وخت کې دا ډول محکمې د مسلمانانو (شریعت)، یهودانو (bet din) او عیسویانو مذهبي ډلې جوړوي. تر پخوا یې فعالیت ډېر محدود شوی خو پخوا وخت کې یې د… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons