2018 مې

Abstract – لنډیز

که چېرې د لنډیز مانا ولري نو د ساینسي لیکنو، څېړنو هغه لنډ لنډیز ته وېل کیږي چې تر ۲۵۰ تورو پورې وي. نورې ماناګانې یې د لیکنې لاندې وګورئ.   څېړنیز لنډیز، د دوکتورا د رسالې لنډیز، د بیا کتنې لنډیز، د اکادمیکو کنفرانسونو د بهیر لنډیز او یا هم د هر بل ځانګړي… read more »

Abortion – د اولاد لرې کول – د جنین سقط

مترادفې کلیمې یې (Induced miscarriage, termination of pregnancy) دي. په هغه موده کې د اولاد لرې کولو ته وایي چې جنین له زېلانځ څخه بهر ژوند نشي کولای. که چېرې دا چاره پرته له ډاکټر یا درملو څخه په خپل سر ترسره شي د (miscarriage) نوم ورته اخیستل کیږي او که چېرې د ډاکټر په… read more »

Abreaction – د احساساتو بهر تویول

د ارواه پوهنې د څېړنو د نظریاتو په ټولګه کې (psychoanalytical) یوه کلیمه ده. کله چې تېر وخت کې انسان ترخې تجربې لري او په اوس وخت کې یې احساساتي کوي د همدې احساساتو پاکولو ته وایي.د ترخو تجربو په اړه د خبرو له لارې یا وریادولو له لارې د ناوړه احساساتو پاکولو ته وایي…. read more »

Abrasion – ګرول شوی، ګرېدلی، شړېدلی

په طب کې (Abrasion) هغه ټپ ته وایي چې پوستکي ته له کم زېان اوښتو رامنځته شوی وي په عامه پښتو کې ګرېدلی او یا شوګارې شوی ګڼل کیږي. پوستکی له درې طبقو جوړ شوی چې بهرنۍ طبقه (epidermis)، منځنۍ طبقه (dermis) او داخلي طبقه یا لاندینۍ طبقه (hypodermis) ده. ګرول شوی یا شوګارې شوی… read more »

Abnormality – بې نظمي، غېرې عادیتوب

بې نظمي، غېرې عادیتوب، غېرې عادي وضعیت، غېرې طبيعي خاصیت ته وایي. نورې ماناګانې او تعریفونه یې لاندې وګورئ   په اروا پوهنه کې abnormality چلند ښي او هغه چلند ته وېل کیږي چې نورمال نه وي. Models of abnormality هغه وړاندیز شوې فرضیه یا وړاندیز شوې تشرېح ده چې د اروا پوهنې د غېرې… read more »

Abduction

ساینسي مانا په اناتومۍ کې د منځنۍ کرښې نه برعکس لور ته د بدن غړی خوځونه د یو غړي خوځول چې د بدن د منځنۍ کرښې نه یې برعکس لور ته خوځوي. د بدن منځنۍ کرښه ( body’s midline or mid line of the body) شمزي یا د ملا تیر ده. د بدن د غړي… read more »

Abducent nerve

عصبي رشته ده کومه چې انسان کې (lateral rectus muscle) د سټرګې عضله کنټرول کوي، د بهر لیدو مسولیت په غاړه لري، په انګرېزۍ کې ورته (Abducens nerve) نوم هم اخلي، د سر د کوپړۍ شپږمه عصبي رشته ده او یوه (somatic efferent nerve) ګڼل کیږي.   جوړښت له (brainstem) څخه د (pons and the… read more »

A & E Medicine – Emergency medicine – accident and emergency medicine

طبي تخصص ده کوم چې د وخت له ټاکنې پرته د ناڅاپه راتلونکو کسانو د داسې ټپ یا ناروغیو درملنه کوي چې سملاسي طبي پاملرنې ته اړتیا لري. په خپل رول کې د لومړۍ کرښې چمتو کوونکي دي، مسولیت یې د بې هوښه کس په هوښ کول، د صحي موازنې رامنځته کول، د ناروغۍ په… read more »

Adrenergic drug – ادرېنرجیک درمل

سیمپاتومیمیټیک او ادرېنرجیک امینز درمل (adrenergic amines and sympathomimetic drug) هم ورته وایي. تحریک کوونکی یا هڅونکی ترکیب ده کوم چې د سمپاتیټیک عصبي سیستم (sympathetic nervous system) په اینډو جېنس اګونیسټس (endogenous agonists) باندې اغیز کوي. د سمپاتیټیک عصبي سیستم اساسي اینډو جېنس اګونیسټ catecholamines (i.e., epinephrine [adrenaline], norepinephrine [noradrenaline], and dopamine) دي کوم… read more »

Adobe – د خښتې جوړونې خاوره

اډوب له هسپانوۍ ژبې اخیستل شوی لفظ ده. په انګرېزۍ کې خښتو، خامو خښتو، له خټو جوړ شوي کور او هغې خاورې ته وېل کیږي له کومې چې خښته جوړیږي. اډوب د کور جوړونې توکي دې چې له ځانګړې خاورې سره اورګانیک توکي ګډیږي. په هسپانوۍ کې خامې خښتې ته وایي. له خاورو جوړه اډوب… read more »

Adjuvant – اغیز زیاتونکی عامل

په فارماکولوجي یا درملپوهنه او ایمونولوجي کې یو عامل ته وایي کوم چې د نورو عواملو اغیز کې بدلون راولي. اغیز زیاتونکی عامل په واکسین کې هم کاریږي تر څو په ایمني فعالیت کې بدلون راولي، د انټي باډي لوړه کچه تولید کړي، د اوږدمهال لپاره د بدن ساتنه وکړي، د خارجي تذریق کېدونکو توکو… read more »

Aciclovir – اې سایکلووېر

په انګرېزۍ کې ورته (acycloguanosine and acyclovir) نومونه هم اخلي. د ویروس ضد درمل (antiviral drug) دي. په اساسي توګه د هرپیس سمپلیکس ویروس (herpes simplex virus HSV)، د چیکېن پاکس ویروس (chickenpox)، او شینګلز ویروس (shingles) د درملنې لپاره کاریږي. نورې کارېدنې یې د سایټو میګالو ویروس (cytomegalovirus infections) او اېپسټېن بار ویروس (Epstein-Barr… read more »

Acrylonitrile-butadiene-styrene copolymer – اکریلونیترایل بوتادین سټایرن کوپولیمر

لنډیز یې (ABS) ده، یو سخت له تودوخې سره مقاومت کوونکی د انجنیري پلاستیک ده کوم چې خورا زېات د کورنیو توکو په پوښلو، د سفر بارونو، د پایپونو یا تونلونو په نصبولو او د وړو موټرو په داخلي برخو کې کاریږي. د اې بي اېس د ثبت اختراع په کال ۱۹۴۸ کې وشوه او… read more »

Acrylic – اکریلیک

د ونو ترکیبي کنډ او فایبر ده د کومو سرچینه چې اکریلیک او میتاکریلیک اسید دي. دواړه اکریلیک اسید (CH2=CHCO2H) او میتا اکریلیک اسید (CH2=C[CH3]CO2H) د ۱۹ پېړۍ په منځ کې ترکیب شوي خو له دې ترکیب څخه د لاسته راوړل شوي تولید عملي کارونه په کال ۱۹۰۱ کې د یو جرمني (Otto Röhm) د… read more »

Acriflavine – اکري فلېوین – اکري فلاوین

یو رنګ ده، د سکرو له قیر څخه تر لاسه کیږي. په کال ۱۹۱۲ کې یو جرمني (Paul Ehrlich) د دې مادې دعفوني ضد ځانګړتیا په اړه څېړنه وکړه او د لمړۍ نړیوالې جګړې پر مهال خورا زېات وکارېده تر څو د خوب د مرض (sleeping sickness) پرازیت ووژني. هایډروکلورایډ او خنثی اکري فلېوین دواړه… read more »

Acid dye – د اسیدو رنګ

روښانه رنګ لرونکی مصنوعي عضوي ترکیب ده د کوم چې مالیکول د اتومونو دوه ګروپه لري – یو اسیدي وي لکه کاربوکسیلیک ګروپ (carboxylic group) او بل د رنګ تولیدونکی لکه د ازو یا نایټرو ګروپ (azo or nitro group). اسیدي رنګ د سودیم د مالګې په شکل کې زېات په وړۍ باندې کمه اندازه… read more »

Acetanilide – اسیټینیلایډ

مصنوعي عضوي ترکیب ده، په کال ۱۸۸۶ کې یې کارېدنه په تېراپي کې د تبې کمونکي درملو په توګه پېل شوه او له کارېدو څه موده وروسته یې د درد کمونه هم کشف شوه. کله یې چې د درد ارامونې ځانګړتیا وپېژندل شوه نو د اسپرین بدیل شو او د سر درد، د ښځو د… read more »

Acetaminophen – اسیټامینوفېن

بل نوم یې پراسېټامول (paracetamol) ده او سوداګریز نومونه یې (Tylenol, Tempra, and Panadol) دي، درمل دي کوم چې د نرم درد لپاره کاریږي لکه د سر درد، دعضلاتو درد، په مفصلونو کې درد همداسې د تبې د کمولو لپاره هم استعمالیږي. اسیټامينوفېن د اسیټینیلایډ (acetanilide) او فیناسيټن (phenacetin) لوی (عمده) مټابولايټ (metabolite) ده. دواړه… read more »

Accelerator – ربړ ګرمونکي کیمیاوي توکي

په انګرېزۍ کې (Accelerator) چټکونکي ته وایي چې په چاره یا بهیر کې چټکتیا یا سرعت رامنځته کوي خو د ربړ په صنعت کې هر هغو کیمیاوي توکو ته وېل کیږي چې د ربړ ګرمېدل په کمه تودوخه کې ممکن کوي او یا د ژر ګرمېدو لامل ګرځي. د مرکباتو زېات کلاسونه د ربړ ګرمونکو… read more »

Abortifacient – د جنین د سقط درمل – د اولاد لرې کېدو لامل کېدونکي درمل یا توکي

هر هغه درمل یا توکي چې د اولاد د لرې کېدو لامل ګرځي. د څو پېړیو لپاره د اولاد د لرې کولو درمل د بوټو له پاڼو جوړېده، له پاڼو څخه تېل وېستل کېدل او یا خیشتېدلې او بیا د درملو په توګه کارېدلې لکه بیلنی (pennyroyal) چې د ډول علمي نوم یې (Mentha pulegium)… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons