2018 اګست

AEG J.I

جرمنې د دوه وزرو (biplane) برید کوونکې الوتکه وه، د ۱۹۱۷– ۱۹۱۸ کلونو ترمنځ تولید شوې وې. د ( AEG C.IV) کشف الوتکو پر مخ تللی ډول وو. د ماشین او پیلوټ برخه یې زرې وه، دوه اېل اېم جي ماشیندارې پکې نصب وې، اسلحه یې داسې نصب کړې وه چې پیلوټ له خپل کابین… read more »

2 total views, no views today

AEG DJ.I

له بادونو او باران سره د کم مقاومت دوه وزره لرونکې د لمړۍ نړیوالې جګړې الوتکه وه د جګړې د موقتي سولې (Armistice) پر وخت د ارزونې لاندې وه. د یوې چوکې لرونکې، دوه وزره لرونکې الوتکه (biplane) وه، په کال ۱۹۱۸ دسپټمبر په میاشت کې یې ارزونه پېل شوه، لمړۍ الوتنه یې هم په… read more »

6 total views, no views today

Airborne early warning and control – د چټکې خبرتیا او کنټرول الوتکې

په حقیقت کې یو سیستم ده یا هم په الوتکه کې ځای پر ځای شوی د رادار سټیشن ده. دا سیستم د الوتکو، د پوځي قطار د ټانکونو او موټرو او د بېړیو د پیدا کولو لپاره کاریږي. له دې پرته په دې الوتکو څارنه او د دښمن د پوځي قطعو موقیعت او په نښه… read more »

6 total views, 2 views today

Reconnaissance aircraft – د کشف الوتکه

نظامي الوتکه وي کومه چې له فضا د کشف لپاره یا ډیزاین شوې وي او یا بله الوتکه کې وړتیا اضافه شوې وي. دنده یې د انځور اخیستنه وي، په سګنال کې مداخله کوي تر څو د دوه کسانو ترمنځ خبرې اترې واوري, د دښمن د پیدا کولو لپاره کاریږي. په عصري د کشف الوتکو… read more »

No views yet

Surveillance aircraft – د څارنې الوتکه

هغه الوتکې دي چې د څارنې لپاره کاریږي او د وخت په اوږدو کې مالومات راغونډوي. د څارنې الوتکې پوځ او ځینې نورې دولتي ادارې د استخاراتي موخې، د جنګي ډګر د څارنې، د فضا د څارنې او د سرحدي ګزمې لپاره کاروي. د څارنې په الوتکو کې اسلحه نشته وي او یا هم محدوده… read more »

2 total views, no views today

Clumber spaniel – کلمبر سپانیل

د سپورتي سپیانو نسل ده، د سپانیل په کورنۍ کې تر ټولو درانده سپیان ګڼل کیږي. وېل کیږي چې اصلي ځای یې فرانسه ده او په لمړي ځل د فرانسې له انقلاب څخه مخکې په فرانسه کې راڅرګند شوي. نوم یې د انګلستان په نوتینګهم کې د پارک له نوم څخه اخیستل شوی. یو وخت… read more »

2 total views, no views today

Cocker spaniel – کوکر سپانیل

د سپورتي سپیانو د نسل دوه ډولونه دي او ښکار کوونکي یې د مرغانو د ښکار لپاره کاروي. کوکر سپانیل سپیان واړه ښکاري سپیان دي. قد یې له ۳۶ تر ۳۸ سانتي متره (له ۱۴ تر ۱۵ انچه) پورې لوړیږي او وزن یې له ۱۰ تر ۱۳ کیلو ګرامه پورې رسیږي. ګرد سرونه، لاندې زوړند… read more »

2 total views, no views today

د (Angiosperms) او (Gymnosperms) بوټو تر منځ توپیر څه ده ؟

دواړه د رګ لرونکو بوټو (vascular seed plants) لوی ګروپونه دي، د رګونو د نسجونو سیستم یې دوه برخې لري یوه برخه د (xylem) په نامه ده کومه چې ریښو ته د داخل شوو اوبو تر ټولو پاڼو پورې انتقال کوي او بله برخه یې (phloem) ده کوم چې له لمړۍ برخې سره په موازي… read more »

4 total views, 2 views today

Military transport aircraft – د ټرانسپورټ نظامي الوتکې

په انګرېزۍ کې ورته (military cargo aircraft) نوم هم اخلي. د ټرانسپورت لپاره د څرخي وزرو او ثابتو وزرو الوتکې دي کومې چې له هوا څخه د پراشوټ په ذریعه پوځ ځمکې ته غورزوي، ځمکني پوځ ته له هوا خواړه, تجهیزات او اسلحه غورزوي او د یادو چارو لپاره مختلفې طریقې یا میتودونه کاروي. الوتنې… read more »

No views yet

Non-combat aircraft – غېرې جنګي نظامي الوتکې

هغه نظامي غېرې جنګي الوتکې دي چې پوځ یې د څېړنو، لټون، ژغورنې، کتنې او څارنې، ټرانسپورټ، روزنې، په هوا کې بلې الوتکې ته د تېل ورکونې او هوایي رادار په توګه کاروي. ډېرې ملکي الوتکې چې د څرخ لرونکي وزر (rotary wing) او د ثابتو وزرو الوتکې (fixed wing) دي د پورته یادې شوې… read more »

2 total views, 2 views today

Multirole combat aircraft – د څو موخو لپاره جنګي الوتکې

جنګي الوتکې دي او په جګړه کې د مختلفو موخو لپاره کار ترې اخیستل کیږي. یوازې د ثابتو وزرو الوتکې د څو موخو لپاره کارېدلای شي. په هوا کې بله الوتکه ویشتلای شي، له هوا ځمکه کې پوستې او سمندر کې بېړۍ وېجاړولای شي. دنده یې ترې د غوښتل شوي ماموریت سره تړاو لري. په… read more »

2 total views, no views today

Maritime patrol aircraft – د سمندري ګزمې الوتکه

په انګرېزۍ کې ورته (patrol aircraft, maritime reconnaissance aircraft) نومونه هم اخلي او پخوا ورته امریکایانو د (patrol bomber) نوم اخیسته. د ثابتو وزرو الوتکې (fixed-wing aircraft) دي دنده یې د څوساعتو لپاره په سمندري اوبو کې ګزمه کول، د خلکو لټون او ژغورنه، په بېړیو او اوبتلونو بمونه غورزول دي.   14 total views, no… read more »

14 total views, no views today

Military aircraft – نظامي الوتکه

هره د ثابت یا بې خوځښتو وزرو الوتکه (fixed-wing) او یا هم هر د څرخي وزرو الوتکه (rotary-wing aircraft) کومه چې د پاڅون کوونکي یا قانوني پوځ لخوا د هر ډول عملیاتو او یا خدماتو لپاره کاریږي. پوځي الوتکو کې جنګي او غېرې جنګي الوتکې شاملې وي. کومې الوتکې چې چې د جګړې لپاره نه… read more »

2 total views, no views today

Experimental aircraft – تجربوي الوتکه

تجربوي الوتکه هغې الوتکې ته وېل کیږي چې تر اوسه یې الوتنه په بشپړ ډول ثابته شوې یا ازموېل شوې نه وي. دا نوم ډېر وخت هغې نوې هوایي ټکنالوجۍ ته کاریږي چې په الوتکه کې د ازموینې یا تجربې لپاره اضافه شوې وي. تجربوي الوتکه اصطلاح هغې الوتکې ته کاریږي چې د الوتنې تجربوي… read more »

2 total views, no views today

Electronic warfare aircraft – الیکترونیکي جنګي الوتکه

یوه نظامي الوتکه وي، د الیکترونیکي جګړې لپاره تجهیز شوې وي، د چل کارونې او د رادار د جام کوونې د طریقو له لارې د دښمن د رادار او مخابراتي سیستم د اغیزمنتوب له منځه وړلو لپاره کاریږي. په داخل کې جام کوونکی سیستم لري. دا الوتکې جوړې شوې الوتکې نه وي بلکې په نورو… read more »

No views yet

Fighter-bomber – جنګ کوونکې – بم غورزونکې

یوه جنګ کوونکې الوتکه وي په کومه کې چې د بم غورزونې وړتیا اضافه شوې وي. په بنسټیزه توګه د سپکې بم غورزونکې او یا برید کوونکې الوتکې په توګه کاریږي. په طبیعت کې له بم غورزونکې او برید کوونکې سره توپیر لري. په الوتکو کې اوسمهال د راکټونو او د هدایت وړ میزایلونو او… read more »

No views yet

Attack aircraft – برید کوونکې الوتکه

په انګرېزۍ کې ورته (strike aircraft, or attack bomber) نومونه هم اخلي. یوه تکتیکي نظامي الوتکه وي اساسي دنده یې بم غورزونه ده خو د بم غورزونکې الوتکې (bomber aircraft) سره یې بنسټیز توپیر داده چې هدف دقیق وېشتلای شي، دوېم توپیر یې داده چې د ټیټې کچې له هوایي دفاعي سیستم سره د بم… read more »

4 total views, no views today

Bomber – بم غورزونکې الوتکه

بم غورزونکې الوتکه یوه جنګي الوتکه وي او دنده یې له هوا ځمکه وېشتل، له هوا سمندري بېړۍ وېجاړول وي.   ستراتیجیکه بم غورزونکې الوتکه په اساسي توګه هغه الوتکې چې ډېرې غټې وي ستراتیجیکه بم غورزونه ترسره کوي او هدف یې هم په ځمکه یا سمندر کې ستراتیجیک هدف وي. د خپل هدف لپاره… read more »

No views yet

Fighter aircraft – جنګ کوونکې الوتکه

جنګي الوتکه یوه نظامي الوتکه وي او په بنسټیزه توګه په هوا کې جګړه کوي په دې مانا چې یوه الوتکه بله الوتکه په هوا کې ولي. جنګ کوونکې الوتکه بم اچونکې (bombers)، او برید کوونکې (attack aircraft) الوتکه نه وي. یادې دوه ډوله له هوا څخه لاندې پر ځمکه برید کوي. د جنګ کوونکې… read more »

No views yet

Superior orbital fissure – پورته په مدار کې چاود

د سر په کوپړۍ کې یو سوری ده. له کوم څخه چې لاندې یاد شوي جوړښتونه تېریږي. superior and inferior divisions of oculomotor nerve (III) trochlear nerve (IV) lacrimal, frontal and nasociliary branches of ophthalmic (V1). abducens nerve (VI) superior and inferior divisions of ophthalmic vein. Inferior division also passes through the inferior orbital fissure…. read more »

No views yet

Lateral sulcus – د څنګ چاود

په انګرېزۍ کې ورته (Sylvian fissure or lateral fissure) نومونه هم اخلي. دا چاود پورته د (frontal lobe) او (parietal lobe) برخه لاندې له (temporal lobe) څخه جلا کوي. د مغز په دواړو نیمه کروي شکلونو کې موجود ده. د مغز په چپه نیمه خوا کې د څنګ چاود د ښي خوا په پرتله زیات… read more »

No views yet

Longitudinal fissure – په مغز کې اوږد غزېدلی چاود

په انګریزۍ کې ورته (cerebral fissure, medial longitudinal fissure, or interhemispheric fissure) نومونه هم اخلي. د شمزي لرونکو په مغز کې ژوره برخه ده کوم چې مغز په دوه نیمو کرو وېشي. د مغز په دواړو خواو کې د تاو شوو برخو بهرنۍ سطحې ته د (gyri) او (sulci) نومونه اخلي یا هم په بله… read more »

No views yet

Fissure – چاود

په اناتومۍ کې (Fissure) لفظ له لاتینۍ (fissura) کلیمې اخیستل شوې، په لاتینۍ ژبه کې یې جمع (fissurae) ده. مانا یې درز، چاود، طبیعي وېش، ژوره کنده، اوږد شوی خط ته ورته مات ځای ده. یا د بدن په مختلفو برخو کې پرې شوی ځای ده کوم ته چې (sulcus) نوم هم اخلي. 2 total views,… read more »

2 total views, no views today

Tooth decay – دغاښ خرابېدل

په طبي ژبه کې ورته (Fissure) هم وايي. په انګرېزۍ کې ورته (dental caries or cavities) نومونه هم اخلي. د غاښ ماتېدنه یا له کاره لوېدنه ده، د ماتېدو لامل یې د باکتریا لخوا تولید شوي اسید دي. مات شوی ځای له تور تر زېړه پورې مختلف رنګونه لري. نښې یا علایم یې درد وي… read more »

No views yet

Fissured tongue – چاودې شوې ژبه

په انګرېزۍ کې ورته (scrotal tongue, lingua plicata, Plicated tongue, furrowed tongue) نومونه هم اخلي. په ژبه کې د اوږمهال لپاره بې زیانه حالت ده. ځانګړنه یې په ژبه کې درزونه یا چادونه پیدا کېدل دي، په ژبه کې د درد پېدا کېدو لامل نه ګرځي خو ځینې خلک ممکن په ژبه کې د سوزي… read more »

2 total views, no views today

Cracked nipple – چاودې شوي د تیانو سرونه

په انګرېز کې ورته (nipple trauma) هم وایي. د تیانو چاودې کېدل په هغو ښځو کې پیدا کیږي چې خپل ماشوم په شېدو تغذیه کوي. د شیدو ورکولو په موده کې د دواړو یا یوه تي په سر کې د درد، وینې جریان، وچوالي او نا ارامۍ لامل ګرځي. کله چې ماشوم له هغې مور… read more »

No views yet

Fissure of the nipple – د تي په سر کې چاود

د تي په سر کې چاود یو حالت ده کوم چې دتیانو په دواړو یا یوه سر کې د نا ارامۍ لامل ګرځي. د پیدا کېدو لامل یې له جامو سره د تیانو د سرونو حساسیت ده، کله چې سپورت کوو او یا هم دروند فزیکي خوځښت کوو د تیانو له سرونو سره د جامو… read more »

2 total views, no views today

Anal fissure – په مقعد کې درز یا چاود

په انګرېزۍ کې ورته (fissure in Ano or rectal fissure) نومونه هم اخلي، د مقعد د کانال په پوستکي کې چاود یا پرې کېدنه ده، کوم خلک چې د مقعد د کانال په پوستکي کې درز یا چاود پیدا کړي ممکن لاندې اغوستې جامې یې د مقعد په روښانه سور رنګ لرونکې وینه رنګ شي،… read more »

6 total views, no views today

Skin fissure – د پوستکي چاود یا درز

د پوستکي یو ځانګړی حالت یا ناروغي (cutaneous condition) ده په کوم کې چې خط ته ورته اوږد درز په پوستکي کې پیدا کیږي او ځینې وخت د پوستکي په منځنۍ طبقه کې پراخیږي. په کوم پوستکي کې چې ډېر درزونه یا چادونه موجود وي چاودې شوی پوستکی (cracked skin) ورته وېل کیږي او د… read more »

4 total views, no views today

Paleoclimatology – په تېر جیولوجیکي وخت کې د اقلیم مطالعه

په انګرېزۍ کې (Paleoclimatology) هم لیکل کیږي. د تېرو جیولوجیکي دورو د اقلیم ساینسي مطالعه ده. د دې رشتې ساینسپوهان د ځمکې د جوړېدو له پېل څخه په ځانګړو جیولوجیکي مودو کې د ځمکې د ټولو برخو اقلیمي مطالعه کوي. ډېرې نورې څانګې کومې چې د همدې رشتې برخه ده له جیولوجي او فوسیلي بوټپوهنې… read more »

No views yet

Radiative forcing – له وړانګو ترلاسه شوې او فضا ته منعکسې شوې انرژۍ ترمنځ توپیر

د ځمکې لخوا له لمریزو وړانګو د ترلاسه کېدونکې او بېرته فضا منعکسه کېدونکې انرژۍ ترمنځ توپیر ده. هغه اغیزونه کوم چې د ځمکې په اقلیم کې بدلون رامنځته کوي، د وړانګو تعادل ته تغیر ورکوي، تودوخه کموي یا زیاتوي د (Radiative forcing or climate forcing) په نومونو یادیږي. د (Positive radiative forcing) مانا داده… read more »

No views yet

Rudolf Oskar Robert Williams Geiger – روډولف اوسکار ویلیمز ګایګر

د اګسټ په ۲۴ نېټه، کال ۱۸۹۴، د جرمني په اېرلانګېن کې زېږېدلی او په کال ۱۹۸۱، کې مړ شوی. ګایګر د جرمني هوا پېژندوکی او اقلیم پېژندونکی وو پلار یې ویلهلم ګایګر (Wilhelm Geiger) د ایندیانو یا هندیان د فلسفې، تاریخ او ادبیاتو متخصص یا هند پېژندونکی، ورور یې هنس ګایګر (Hans Geiger) فزیک… read more »

4 total views, no views today

Season – فصل

د هوا د با ثباته بدلېدو له مخې کال د مودو په برخو وېشل، هرې مودې ته فصل وېل کیږي. په یو کال کې څلور فصله: ژمی، پسرلی، اوړی منی وي.   په شمالي نیمه کره کې ژمی د کال تر ټولو لنډو ورځو یا د ژمي له سولیټایس (winter solstice) کوم چې د ډسمبر… read more »

2 total views, no views today

Snowball Earth hypothesis – د واورې غونډاری د ځمکې فرضیه

په ځمکپوهنه (geology) او اقلیم پېژندنه (climatology) کې یوه تشریح ده, په لومړي ځل د امریکایي ځمکپوه جې اېل کېرشوېنک (American geobiologist J.L. Kirschvink) لخوا وړاندیز شوې. هغه وړاندیز کړی چې د ځمکې سمندر او سطحه دواړه ، په ډېرو سړو موسمونو کې له قطب څخه تر د استوا خط پورې واورې او یخونو پوښلي… read more »

No views yet

Spring – پسرلی

د ژمي او اوړي تر منځ د کال فصل ده، تودوخه پکې په تدریجي توګه لوړیږي، په شمالي نیمه کره کې د پسرلي له ایکنوکس یا هم کله چې د شپو او ورځو اوږدوالی سره برابر وي (vernal equinox) د مارچ په ۲۰ یا ۲۱ نېټه پېل کیږي او د اوړي تر سولیسټایس یا هم… read more »

No views yet

Stephen Henry Schneider – سټیفن هنري شنایډر

د فېبرورۍ میاشتې په ۱۱ نېټه، کال ۱۹۴۵، د متحده ایالتونو په نیویارک کې زېږېدلی او د جولای په ۱۹ نېټه، کال ۲۰۱۰، د انګلستان په لندن ښار کې مړ شوی. د امریکا اقلیم پېژندونکی وو چا چې د انساني فعالیت له امله د خپرو شوو ګازونو په اړه د نړۍ پر اقلیم د اغیز… read more »

2 total views, no views today

Summer – اوړی

د پسرلي او مني تر منځ د کال تر تولو ګرم فصل ده. په شمالي نیمه کره کې د اوړي له سولیسټایس یا هم د کال تر ټولو اوږدې ورځې (summer solstice) چې د جون ۲۱ یا ۲۲ ده پېل کیږي او د مني ایکنیوکس یا د کال هغه موده چې د ورځو او شپو… read more »

4 total views, 2 views today

Sverre Petterssen – سوېر پېټرسن

د فېبرورۍ په ۱۹ نېټه، کال ۱۸۹۸، د ناروې هاډسېل کې زېږېدلی او د ډسمبر په ۳۱ نېټه، کال ۱۹۷۴، د انګلستان په لندن ښار کې مړ شوی. پېټرسن د هوا پېژندنې په ډاینامیکي څانګه کې کومه چې د اتوموسفېر له خوځښت او له هغه ځواکونو سره چې دا خوځښت رامنځته کوي تړاو لري او… read more »

No views yet

Tropical and subtropical desert climate – د ګرمو او نیمه ګرمو سیمو د صحراګانو اقلیم

د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د اقلیم یو عمده ډول ده، د فضا د نیمه ګرمو سیمو انټي سایکلون په دې اقلیم حاکم ده، بادونه له پورته ښکته کیږي، اسمان ډېر وخت شین وي. د ځمکې د صحراګانو ریښتینی اقلیم د کوم لنډیز چې (BW) ده د ۱۵° او ۳۰° عرض البلدونو ترمنځ رامنځته… read more »

No views yet

Tropical and subtropical steppe climate – د ګرمو او نیمه ګرمو د بې ونو وښیزو سیمو اقلیم

په انګرېزۍ کې ورته (Semi-arid climate) نوم هم اخلي. د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د اقلیم یو عمده ډول ده، د ټیټو هوارو ځمکو په ریښتینو صحرا ګانو کې رامنځته کیږي. دا سیمې نیمه وچې دي. د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د (BSh and BSk) په لنډیز ښودل شوي.   2 total views, no… read more »

2 total views, no views today

Tropical monsoon climate – د ګرمو سیمو مون سون اقلیم

په انګرېزۍ کې د (tropical wet climate or a tropical monsoon and trade-wind littoral climate) نومونه هم ورته اخلي. د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د اقلیم یو عمده ډول ده، ځانګړنه یې کلنۍ لوړه د تودوخې کچه او زیات ورښت ده. په ژمي کې زیات لوندوالی لري، د اسیا په سوېل او د سوېل… read more »

No views yet

Indian summer – هندی اوړی

د متحده ایالتونو په ختیځه او مرکزي سیمه کې، د اکتوبر او نومبر په پای کې هوا چې کله توده او وچه شي د هوا همدې پېښې ته د هندي اوړي نوم اخلي. د نوم ریښې په امریکا کې له نیو انګلنډ سیمې سرچینه اخیستې او ممکن په دې وخت کې د امریکايي هندیانو د… read more »

No views yet

Ice age – د یخچالونو دوره

یوه جیولوجیکي اوږدمهاله دوره وه په کومه کې چې د ځمکې د سطحې او اتوموسفېر تودوخه کمه شوې وه او په شمالي قطب، د شمالي قطب په سوېل او په الپ غرونو کې د یخچالونو یا د یخونو د لویو ټوټو د پراخېدو لامل شوې وه یا هم په ساده توګه د جیولوجي ټولې هغه… read more »

2 total views, no views today

Nuclear winter – اټومي ژمی

د اټومي چاودنې وړانګې، تودوخه او د الیکټرو میګنېټیک په توګه د انرژي د څپو خپرېدا په غېرې مستقیمه توګه او مستقیمه توګه په چاپېریال اغیز لري. په ۱۹۷۰ لسیزه کې مختلفو مطالعو او څېړنو فرض کړې وه چې په سټراټوسفیر کې د اوزون طبقه کومه چې ځمکه له ماورای بنفش وړانګو پوښلې ممکن ډېره… read more »

No views yet

Humid continental climate – د لویو وچو لوند اقلیم

د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د اقلیم عمده ډول ده، په دې سیمو کې ژمی سوړ او اوړی تود وي، د شمالي نیمې کرې د ۳۰° او ۶۰° عرض البلدونو ترمنځ سیمه ده. د (Köppen-Geiger-Pohl system) په اقلیمي سیستم کې په (Dfa, Dfb, Dwa, and Dwb) فرعي ډولونو وېشل شوی. په (Df) برخه کې… read more »

2 total views, no views today

Highland climate – غرنی اقلیم

د اقلیم عمده ډول ده کوم چې نورو خلکو د کوپېن د اقلیم په ډلبندۍ کې اضافه کړی او خپله د کوپېن د اقلیمي ډلبندۍ برخه نده. په دې ډول کې د نړۍ ټولې غرنۍ سیمې شاملې دي. د (Köppen-Geiger-Pohl system) په اقلیمي سیستم کې د (H) په لنډیز ښودل شوی.   د نړۍ عمده… read more »

No views yet

Heat wave – د ګرمۍ څپه

دغېرې عادي ګرمۍ اوږدې شوې مودې ته وایي. په انګرېزۍ کې (heatwave) هم لیکل کیږي. د ګرمۍ څپه ممکن له څو ورځو تر څو اوونیو دوام وکړي. په انساني فعالیت باندې په دواړو د پرمختګ په حال کې او پر مختللو هېوادونو کې یو ډول اغیز کوي. د ګرمۍ څپې له ۱۹۵۰ لسېزې را په… read more »

No views yet

Harvest – د لو وخت

په انګرېزۍ کې (Harvest) د فصل حاصل، د حاصل د لاسته راوړنې بهیر ته هم وایي خو په اقلیم پېژندنه کې یې مانا د حاصل لاسته راوړنې موده ده. ګمان کیږي چې د انګلو سکسون له (haerfest) کلیمې د کومې چې مانا منی ده او یا له زړې (herbist) څخه اخیستل شوې کلیمه وي. په… read more »

No views yet

Greenhouse gas – د شنو خونو ګاز

ټول هغه ګازونه چې د انفرارېډ وړانګو (د تودوخې د خالصې انرژۍ) د جذب وړتیا لري، هغه وړانګې جذب کوي چې له ځمکې بېرته فضا ته منعکسې شوې وي او له جذب وروسته یې بېرته د ځمکې لور ته منعکسې کوي او د شنو خونو په اغیز کې مرسته کوي. تر ټولو زیات اغیز کوونکي… read more »

No views yet

Greenhouse effect – د شنو خونو اغیز

د ځمکې د سطحې او د ځمکې د ټروپوسفېر (troposphere) ګرموالی کوم چې د تبخیر شوو اوبو، کاربن ډایوکسایډ، میتان او ځینې نورو ګازونو په فضا کې د شتون له امله رامنځته کیږي – ټروپوسفېر د ځمکې د اتوموسفېر تر ټولو لاندینۍ طبقه ده کومه چې فضا کې ۶ کیلو متره پورته پېل او پای… read more »

No views yet

Global warming – نړیواله تودوخه

نړیواله تودوخه له تېرې یوې یا دوه پېړیو را په دیخوا د ځمکې سطحې ته نږدې په منځنۍ کچه د هوا ګرمومېدو ته وایي. داقلیم ساینس پوهانو د ۲۰ پېړۍ له نیمایي را په دیخوا د باران، تودوخې، بادونو او له دې پرته په اقلیم باندې منفي اغیز کوونکو په اړه لکه د سمندر جریانونه… read more »

No views yet

Glacial stage – د یخچالونو بهیر

په جیولوجي کې، د یخچالونو په دوره او موده دواړو کې یو سوړ ټوک ته وایي. د یخچالونو دوره یا عصر د جیولوجیکي وخت یوه برخه ده په کوم چې د ځمکې لویه سطحه یخونو پوښلې وه. د پلایسټوسین وخت (Pleistocene Epoch) ته (د ۲.۶ میلیونه کاله او ۱۱۷۰۰ کاله وړاندې ترمنځ وخت) ته د… read more »

No views yet

Ellsworth Huntington – اېلس ورت هنټېنګټون

د سپټمبر په ۱۶ نېټه، کال ۱۸۷۶، د متحده ایالتونو په ګېلزبرګ کې زېږېدلی او د اکتوبر په ۱۷ نېټه، کال ۱۹۴۷، د کوون ایالت په نیو هاون کې مړ شوی. د متحده ایالتونو جغرافیه پوه وو چا چې پر تمدن د اقلیم اغیز کشف کړ.   هنټېنګټون د ۱۸۹۷–۱۹۰۱ کلونو ترمنځ د ترکې په… read more »

4 total views, 2 views today

Climate change – د اقلیم بدلون

په ځانګړو مودو کې د ځمکې د اقلیم بدلون ده، د اقلیم بدلون په اتوموسفېر کې د بدلون له امله رامنځته کیږي. د اقلیم د بدلون بل لامل د ځمکې په سیستم کې د اتوموسفېر له جیولوجیکي، کیمیاوي، بیولوجیکي او جغرافیایي فکتورونه سره فعل او انفعال ده. اتوموسفېر په دوامداره توګه خوځنده یا متحرک ده…. read more »

No views yet

Climate classification – د اقلیم ډلبندي

د سیستمونو په داسې طریقه فارمول کول کوم چې د جغرافیایي سیمو اقلیمونه مطالعه کوي، ساده کوي، روښانه کوي تر څو د سیمو د اقلیمونو ورته والی او توپیرونه وښي او د اقلیم په اړه ساینسي پوهې کې مرسته وکړي. دا ډول طرحه په هغو هڅو تکیه کوي کوم چې د چاپېریال په اړه خورا… read more »

4 total views, no views today

Climate – اقلیم

اقلیم په یوه ځانګړې سیمه کې د اتوموسفېر اوږدمهاله حالت ده؛ د اتوموسفېر د عناصرو اوږدمهاله ټولګه او په دې عناصرو کې تغیر ده. هوا (weather) او اقلیم (climate) خپلمنځ کې توپیر لري پورته ټول یاد شوي که لنډ مهاله وي هوا ورته وېل کیږي. د فضا عناصر لمریزې وړانګې، تودوخه، لوندوالی، ورښت، د ورښت… read more »

No views yet

Tropical wet-dry climate – د ګرمو سیمو لوند وچ اقلیم

د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د اقلیم عمده ډول ده، ځانګړنه یې وچ او لوند اقلیم ده، ډېر ورښت پکې په اوړي کې کیږي، وچ موسم یې د مون سون ګرمو سیمو په پرتله اوږد ده. د (Köppen-Geiger-Pohl system) په سیستم کې د (Aw) په لنډیز ښودل شوی. د کال په اوږدو کې یې… read more »

No views yet

Tundra climate – تنډرا اقلیم

د کوپېن د اقلیم په ډلبندۍ کې د اقلیم یو عمده ډول ده، په دې سیمه کې یوه میاشت د منځنۍ کچې تودوخه لري کومه چې واوره ویلې کولای شي په دې مانا چې تودوخه صفر °C وي خو هېڅ داسې میاشت نشته چې تودوخه پکې تر ۱۰ °C زیاته شي.د ورښت کچه منځنۍ وي…. read more »

No views yet

Wladimir Köppen – ولادي میر کوپېن

د سټمبر په ۲۵ نېټه، کال ۱۸۴۶، د روسې د امپراتورۍ په سنټ پېټرز برګ کې زېږېدلی او د جون په ۲۲ نېټه، کال ۱۹۴۰، د اتریش په ګراز کې مړ شوی. د جرمني هوا پېژندونکی (meteorologist) او اقلیم پېژندوکی (climatologist) وو چا چې د نړۍ اقلیمي سیمې تشرېح او نقشه کړي. تر ۷۰ کالو… read more »

4 total views, no views today

Charles Greeley Abbot – چارلز ګريلي آبټ

د مې په ۳۱ نېټه، کال ۱۸۷۲، د متحده ایالاتو په وېلټن کې زېږېدلی او د ډسمبر په ۱۷ نېټه، کال ۱۹۷۳، په رېور ډېل کې مړد شوی. د امریکا ستور پوه فزیک پوه (astrophysicist) وو چا چې په (Smithsonian Astrophysical Observatory) اداره کې، په واشنګټن ډي سي ښار کې د ریس په توګه څلوېښت… read more »

2 total views, no views today

Sidebar



Share
Hide Buttons