2018 اکتوبر

Insect – حشره

د کلاس نومونه یې انسکټا او هیګزاپوډا (class Insecta or Hexapoda) دي، د تر ټولو غټ فایلم ارتروپوډا (phylum Arthropoda) غړي دي. حشرې په برخو وېشل شوی بدن لري، پښې مفصلونه لري، بدن یې بهرنی اسکلیټ لري کوم ته چې عامه انګرېزي کې (external skeleton) نوم اخلي خو د زولوجي نوم یې (exoskeleton) ده. له… read more »

Natural gas – طبیعي ګاز

بې رنګه په لوړه کچه د اور اخیستونکې وړ هایدرو کاربن ګاز ده په اساسي توګه میتان (methane) او ایتان (ethane) پکې شامل وي. د پیټرولیم یو ډول ګڼل کیږي کوم چې له خامو تیلو سره ګډ پیدا کیږي. طبیعي ګاز امکان لري چې د فشار له امله د خامو تیلو په ذخیره کې له… read more »

Western Africa – لوېدیځه افریقا

د لویې وچې افریقا لوېدېځه سیمه ده کومه کې چې بنین، بورکینا فاسو، کامېرون، کابو وېرد، چاډ، کوت ده اېوار، استوایي ګینیا، ګامبیا، غانا، ګینیا، ګینیا بیسو، لایبیریا، مالي، سیرا لیون او ټوګو هېوادونه موقیعت لري. ډېر خلک یې د وېسټ افریقا (West Africa) په نوم هم یادوي خو خپل منځ کې یې توپیر وېسټرن… read more »

Kerosene – د خاورو تېل

په انګرېزۍ کې (kerosine) هم لیکل کیږي او د (paraffin or paraffin oil) په نومونو هم پېژندل کیږي. د اور اخیستنې وړ هایدروکاربن مایع ده او په اساسي توګه د تېلو په توګه کاریږي. زېړ یا بې رنګه رنګ لري او بد بوی کوي. له خامو تیلو ترلاسه کیږي او په کورونو کې په څراغونو،… read more »

د خامو تیلو د تولید نوملړ

asphalt قیر bitumen طبیعي قیر crude oil خام تیل and natural gas طبیعي ګاز   تیل butane بیوټېن مایع شوی ګاز diesel fuel ډیزل fuel oil سونګ تیل gasoline پټرول kerosene د خاورو تیل liquefied natural gas مایع شوی طبیعي ګاز liquefied petroleum gas د خامو تیلو مایع شوی ګاز propane پروپېن مایع شوی ګاز… read more »

Gasoline – پټرول

په انګرېزۍ کې (gasolene) هم لیکل کیږي او د (gas or petrol) په نومونه هم یادیږي. امریکایان ورته ګاسولین او انګرېزان ورته پټرول وایي. د الوتونکو توکو مخلوط د اور اخیستو وړ هایدروکاربن مایع ده. له خامو تیلو تر لاسه کیږي د تیلو په توګه د سوزېدو لپاره او یا د ماشین په داخل کې… read more »

Fuel oil – د سونګ تیل

په انګرېزۍ کې ورته (furnace oil) نوم هم اخلي. د خامو تیلو له تقطیر څخه پاتې شوني دي. په ماشین یا پاورپلنټ کې په اساسي توګه په (steam boilers) کې، په کیشتیو او صنعتي کارخانو کې کاریږي. کوم چې سوداګریز دي د خامو تیلو له نورو تیلو سره یو ځای کیږي تر څو ټینګ شي… read more »

Diesel fuel – ډیزل

په انګرېزۍ کې ورته (diesel oil) نوم هم اخلي. داحتراق وړ مایع ده کومه چې په ډیزل انجن کې کاریږي. د خامو تیلو د تصفیې پر وخت هغه تیل یا تقریبي جلا کېدنه ده کومه چې له پټرولو یا ګاسولین څخه کمه الوتونکې وي. په ډیزل ماشینونو کې لکه د پټرولو د ماشین په څېر… read more »

Crude oil – خام تیل

نفتي مایع ده کومه چې د ځمکې په قشر کې د ډبرو د جوړښت په ژورو برخو کې جمع شوې وي او په کیمیاوي تولیداتو کې د کارونې لپاره یا هم د تیلو په توګه د سوځولو لپاره راوېستل کیږي. خام تیل د الوتونکو مایعاتو د هایدروکاربونونو مخلوط وي (یو ترکیب ده د کوم چې… read more »

Carlos Andrés Pérez

بشپړ نوم یې (Carlos Andrés Pérez Rodríguez) ده. د ۱۹۲۲ کال، د اکتوبر په ۲۷ نېټه، په وېنزوېلا کې زېږېدلی او د ۲۰۱۰ کال، د ډسمبر په ۲۵ نېټه، د متحده ایالتونو په میامي، فلورېډا کې مړ شوی. له ۱۹۷۴ تر ۱۹۷۹ او همداسې له ۱۹۸۹ تر ۱۹۹۳ پورې د وېنزوېلا ریس جمهور وو.  … read more »

BHP Billiton

نړیواله د طبیعي سرچینو کمپنۍ ده او په ۲۰۰۱ کال کې د (BHP Ltd) او (Billiton PLC) له یوځای کېدو جوړه شوې. د نړۍ په لویو شرکتونو کې یو ده. د وسپنې، فولادو، مسو، المومینیم، سپینو زرو، تیلو او ګازو په تولید کار کوي. له دې پرته په ټرانسپورټ او انجنیري هم پانګونه کوي. مرکزي… read more »

Amerada Hess Corporation

د امریکا ازاد نړیوال شرکت ده کوم چې د طبیعي ګاز او خامو نفتو کشف، ټرانسپورټ، تولید، مارکیټینګ کوي او نفتي مواد پلوري. مرکزي دفترونه یې په نیویارک کې دي. هیس کمپنۍ په ۱۹۲۰ کال کې جوړه شوې او لمړی نوم یې امېرادا کارپورېشن وو خو ۱۹۴۱ کال کې یې نوم امېرادا پېټرولیم کارپورېشن ته… read more »

Pangolin – پنګولین مېږی خور

د مېږي خورو ۸ ډولونه دي، په فولیډوټا ډله (order Pholidota) کې ډلبندي شوي، پنګولین نوم یې د مالیزیاي ژبې لفظ ده او مانا یې تاوېدل دي دا ژوي هم لکه د مار په څېر خپل ځان حلقې ته ورته شکل کې تاووي او دا چاره هغه وخت کوي چې خطر احساس کړي یا هم… read more »

Echidna – اغزن مېږی خور

د کورنۍ نوم یې (family Tachyglossidae) ده، څلور ډولونه لري، د استرالیا، تاسمانیا او نیو ګینې تی لرونکي، هګۍ اچونکي ژوي دي. بدن یې اغزن ده، اوږده مښوکه لري، وړې ګردې سترګې لري، واړه غوږونه، وړه خوله او د مښوکې پای کې د پوزې دوه واړه سوریان لري. د شپې او ورځې دواړو لخوا فعال… read more »

Monotreme – هګۍ اچونکي تی لرونکي

د ډلې نوم یې مونوټرېماټا (order Monotremata) ده، د تی لرونکو ټول هغه ډولونه دي چې هګۍ کوي. په دې ډله کې دوه ژواکي (platypus) شامل دي کوم چې د (family Ornithorhynchidae) کورنۍ غړي دي، په وچه کې ژوند کوونکي (echidnas) شامل دي د (family Tachyglossidae) کورنۍ غړي دي. په استرالیا، د استرالیا په ټاپوګانو،… read more »

Egg – هګۍ

هګۍ په بیولوجي کې ښځینه جنسي حجره (sex cell) یا ګامېټ (gamete) ده، په بوټپوهنه کې هګۍ ته ځینې وخت مکرو ګامېټ (macrogamete) نوم اخلي، په زولوجي کې د هګۍ لپاره لاتیني نوم (ovum) دی او یاد ټول نومونه هګۍ کې یوې حجرې ته کاریږي خو هګۍ نوم یې همدې حجرې ته، د حجرې مختلفو… read more »

Tongue – ژبه

ژبه په ډېرو تی لرونکو کې د مختلف ډوله عضلاتي خوځښت وړتیا لري، د خولې په سطحې کې موقیعت لري. په ځینو ژو لکه چونګښه کې د اوږدېدو وړتیا لري او حشرې پرې نیسي. د ډېرو خزندګانو ژبه په اساسي توګه یو حسي غړی ده خو ځینې نور ژوي لکه پیشو خپله ژبه د ګمنځ… read more »

Society – ټولنه

ټولنه له افرادو جوړ شوي ګروپ ته وایي کوم چې په دوامداره توګه خپلمنځ کې ټولنیز تعامل یا فعل او انفعال کوي، خپله کې ګډه جغرافیه لري او ګډ ټولنیز نظریات لري، د ټولنې ځانګړنه د مختلفو کلتورونو لرونکو افرادو تر منځ ټولنیزې اړیکې لرل دي او یوه ټولنه د دې ډول اړیکو پاېله ده…. read more »

Saliva – لاړې

ټینګه، بې رنګه د ښیښې رنګ ته ورته مایع ده کومه چې په باثباته توګه د انسان او د ټولو نورو شمزي لرونکو ژو په خوله کې موجوده وي. لاړو کې اوبه، مخاط یا بلغم، پروتین، معدني مالګه او املېز انزایم (amylase) شامل وي. لاړې چې کله خوله کې دوران ترسره کړي باکتریاي حجرې، د… read more »

Nerve – عصاب

په اناتومي کې تار ته ورته ځلېدونکي د فایبرونو غنچه یابنډل ده, پوښ یا شیت پوښلي وي کوم چې د عصابو سیستم د بدن له نورو برخو سره نښلوي. عصاب یا عصابو مرکزي میکانیزم لور ته سګنال انتقال کوي او یا د عصابو له مرکزي میکانیزم څخه سګنال انتقال کوي. په انسان کې د سر… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons