2019 فبروري

Squirrel – نولی یا ډانګلکی

نولیان د سکیوریډای کورنۍ (family Sciuridae) غړي دي. د نولي په کورنۍ کې د ونې نولیان ، ځمکني نولیان، برګ یا کوچني ځمکني نولیان، غټ ځمکني نولیان، الوت کوونکي نولیان او دښتي سپیان شامل دي. د نولي اصلي ځای امریکا، اوراسیا او افریقا ده خو انسانانو یې نسل استرالیا ته هم انتقال کړی. تر ټولو… read more »

Mountain beaver – غرنی د اوبو کوچنډی

په اپلودونتي ایدای کورنۍ (family Aplodontiidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په اپلودونسیا نسل (genus Aplodontia) کې یوازینی ډول دی. په شمالي امریکا کې پیدا کیږي او د شمالي امریکا او اوراسیا له ریښتینو د اوبو کوچنډیانو سره کوم نږدې تړاو نلري. خړ یا نسواري رنګ کې وي او یاد رنګونه یې سوروالی… read more »

Aplodontiidae – اپلودونتي ایدای کورنۍ

په دې کورنۍ کې یوازینی په اوسمهال کې ژوندی غړی غرنی د اوبو کوچنډی ده. په اسیا کې یې فوسیلي ډولونه له اولیګوسین تر میوسین پورې پیدا شوي. د اولیګوسین دورې فوسیل یې په اروپا کې او له اولیګوسین دورې تر اوسه پورې شمالي امریکا کې موجود دي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس… read more »

Sciuromorpha – سکیورومورفا فرعي ډله

د سکیورومورفا مانا ” نولي ته ورته ” ده. د شخوند وهونکو یو کلېډ ده او د شخوند وهونکو مختلفې کورنۍ پکې شاملې دي. د نولیانو د سکیوریدای کورنۍ ټول غړي او د غرني د اوبو د کوچنډي ټول ډولونه پکې شامل دي. په ۲۰۰۵ کې (Carleton and Musser) دواړو د شخوند وهونکو د ډلې… read more »

South African springhare – د سوېلې افریقا کنګارو سوی

د ډول علمي نوم یې (Pedetes capensis) ده. له سوی سره کوم نږدې تړاو نلري خو تنه یې کانګرو ته او سر یې سوی ته ورته والی لري. په پېدې تیدای کورنۍ (family Pedetidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. په سوېلې افریقا کې پیدا کیږي. د تېښتې پر وخت تر دوه متره پورې… read more »

East African springhare – د ختیځې افریقا کانګارو سوی

د ډول علمي نوم یې (Pedetes surdaster) ده. له سوی سره کوم نږدې تړاو نلري. په پېدې تیدای کورنۍ (family Pedetidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. په ۱۹۹۷ کې ماتي او روبینسن د سوېلې افریقا له کنګرو څخه د مورفولوجیکي، جنتیک او ایتولوجیکي مالوماتو پر بنسټ جلا ډول وګڼه. په ۲۰۰۵ کې (Dieterlen)… read more »

Pedetes – پېدېتس

په پېدې تیدای کورنۍ (family Pedetidae) کې د شخوند وهونکو نسل ده. درې ډولونه لري خو یوازې دوه ډولونه یې په اوسمهال کې ژوندي غړي لري. یو ډول یې په ختیځه افریقا کې او بل ډول یې د افریقا په سوېل کې پیدا کیږي. دواړه ډولونه د شپې لخوا فعالیت کوونکي دي او د ورځې… read more »

Pedetidae – پېدې تیدای کورنۍ

د شخوند وهونکو په ډله کې د تی لرونکو کورنۍ ده. د (springhares) دوه په اوس مهال کې ژوندي ډولونه او ډېر فوسیلي ډولونه چې اوسمهال کې ژوندي غړي نلري پکې شامل دي. دوه په اوسمهال کې ژوندي ډولونه یې په کینیا، تانزانیا، یوګاندا او سوېلې افریقا کې پیدا کیږي. فوسیلي ډولونه یې په ترکیه… read more »

Anomaluromorpha – انومالیورومورفا

انومالیورومورفا یوه کلېډ ته ورکړل شوی نوم ده کوم چې (anomalures) له (springhares) سره یوځای کوي. په وروستیو کې (Carleton & Musser 2005) له پنځو فرعي ډلو څخه یوه ګڼلې. خو ځینو په دې وړاندیز نورې څېړنې پیل کړي. په دې فرعي ډله کې ۹ چې په ۴ نسلونو کې ځای شوي او د دوه… read more »

Chalchalero viscacha rat

د نوم املا یې (Chalchalero vizcacha rat) هم لیکل کیږي. د ډول علمي نوم یې (Tympanoctomys loschalchalerosorum) دی. په اوکتودونتیدای کورنۍ (family Octodontidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. د ارجنټینا په شمال لوېدیځ کې پیدا کیږي. د شپې لخوا فعالیت کوونکی دی. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند… read more »

Kirchner’s viscacha rat

د ډول علمي نوم یې (Tympanoctomys kirchnerorum) دی. په اوکتودونتیدای کورنۍ (family Octodontidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. د نوم املا یې (Kirchner’s vizcacha rat) هم لیکل کیږي. په ۲۰۱۴ کال کې تشرېح شوی. د ارجنټینا د لویدیځ په مرکزي سیمه کې پیدا کیږي. د شپې لخوا ژوند کوونکی، واښه خوړونکی دی. ساینسي… read more »

Plains viscacha rat – د لوړو هوارو ویسکاچا موږک

نور نومونه یې (plains vizcacha rat, red viscacha rat, or red vizcacha rat ) دي. د ډول علمي نوم یې (Tympanoctomys barrerae) دی. په اوکتودونتیدای کورنۍ (family Octodontidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په ارجنټینا کې پیدا کیږي. د سر او تنې اوږدوالی یې تر ۱۳ سانتي متره وي، لکۍ یې له تنې… read more »

Tympanoctomys – تیمپانوکتومیس

په اوکتودونتیدای کورنۍ (family Octodontidae) کې د شخوند وهونکو نسل دی. څلور ډولونه پکې شامل دي درې ډولونه یې په اوسمهال کې ژوندي غړي لري او د یوه ډول نسل یې له منځه تللی. ټول ډولونه یې د ارجنټینا د لویدیځ په مرکزي سیمه کې پیدا کیږي. یوازې ژوند کوونکي او د شپې لخوا فعالیت… read more »

Golden viscacha rat – سرو زرو ته ورته زېړ ویسکاچا

د نوم املا ېی (golden vizcacha rat) هم لیکل کیږي. د ډول علمي نوم یې (Pipanacoctomys aureus) دی. په پیپاناکوکتومیس نسل (genus Pipanacoctomys) کې یوازینی ډول دی. په اوکتودونتیدای کورنۍ (family Octodontidae) کې شخوند وهونکی ژوی دی. د ارجنټینا په شمال لویدیځ کې پیدا کیږي. د سر او تنې اوږدوالی یې تر ۷ انچه او… read more »

Mountain viscacha rat – غرنی ویسکاچا موږک

د نوم املا یې (mountain vizcacha rat) هم لیکل کیږي. د ډول علمي نوم یې (Octomys mimax) دی. په اوکتودونتیدای کورنۍ (family Octodontidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په اوکتومیس نسل (genus Octomys) کې یوازینی ډول دی. په ارجنټینا کې پیدا کیږي. موږک ته ورته ژوي دي، د سر او تنې اوږدوالی یې… read more »

Mountain degu – غرنی ډیګو

د ډول علمي نوم یې (Octodontomys gliroides) دی. په اوکتودونتیدای کورنۍ (family Octodontidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په اوکتودونتومیس نسل (genus Octodontomys) کې یوازینی ډول دی. د ارجنټینا، بولیویا او چیل د اند غرونو په لمنو کې پیدا کیږي. د سر او تنې اوږدوالی یې تر ۸ انچه او د لکۍ اوږدوالی… read more »

Pacific degu

د ډول علمي نوم یې (Octodon pacificus) دی. په اوکتودونتیدای کورنۍ (family Octodontidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. بل نوم یې (Mocha Island degu) دی. په چیل کې پیدا کیږي. د ټیټو ځمکو په لندو ځنګلونو کې ژوند کوي. د ورځې لخو فعالیت کوونکی یا ژوند کوونکی ده. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم… read more »

Moon-toothed degu

د ډول علمي نوم یې (Octodon lunatus) دی. په اوکتودونتیدای کورنۍ (family Octodontidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په چیل کې پیدا کیږي. د ارام سمندر په اوږدو کې په غرنیو سیمو کې ژوند کوي. د شپې لخوا فعال یا ژوند کوونکی دی. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله… read more »

Common degu – عام ډیګو

د ډول علمي نوم یې (Octodon degus) دی. په اوکتودونتیدای کورنۍ (family Octodontidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په مرکزي چیل کې پیدا کیږي. یوازې ډیګو نوم د ټول اوکتودون غړو ته هم کاریږي خو عام ډیګو هم په همدې نوم یادیږي. ډیګو نوم یې د چیل د سیمه ایزې ژبې کلیمه ده… read more »

Bridges’s degu

د ډول علمي نوم یې (Octodon bridgesi) دی. په اوکتودونتیدای کورنۍ (family Octodontidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. په ارجنټینا او چیل کې پیدا کیږي. نوم یې د (Thomas Bridges) له نوم څخه اخیستل شوی. د شپې لخوا ژوند کوونکی د ډیګو ډول دی. په ډبریزو ځنګلونو او د مالدارۍ په خلاصو ځمکو… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons