ټولې لیکنې

Betizu – بېتیزو غوییز

په باسک او فرانسه کې د نیمه وحشي وړو غوییزو نسل دی. نسل یې اوسمهال ډېر کم پاتې دی. غویی یې له ۴۰۰ تر ۵۰۰ کیلو ګرامه پورې او غوا یې له ۳۰۰ تر ۳۵۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد له ۱۲۰ تر ۱۳۰ سانتي متره پورې… read more »

Bestuzhev cattle – بېستوژف غوییز

په روسۍ ژبه یې نوم (Бестужевска) لیکل کیږي او تلفظ یې بېستوژفسکایا دی. د دوه موخو لپاره اخیستل شوی د ازبکستان نسل دی. نسل یې د شوروي اتحاد په وخت کې د سویس له خړو غوا ګانو او له سیمنټال غویانو دوه رګه شوی. د بوین لوکوسېس په نوم وېروس سره مقاومت لرونکي غوییز دي.

Belted Galloway – کمربند لرونکي ګالووې غوییز

د سکاټلند د غوییزو نسل دی. نسل یې د سکاټلنډ د سوېل لوېدیځې ګالوې سیمې له ګالوې غوییزو اخیستل شوی. په ۱۹۲۱ کې جلا نسل وګڼل شو. د لوړو سیمو په څر ځایونو کې له ژوند سره بلدتیا لري. له تور ګالوې سره یې توپیر په ملا کې کمربند ته ورته سپین رنګ دی. نسل… read more »

Belmont Red – بېلمونټ سره غوییز

په ۱۹۵۴ کې د استرالیا (Commonwealth Scientific and Industrial Research Organisation CSIRO) ادارې د یادو غوییزو نسل اخیستی. په نسل اخیستنه کې یې افریکنر، هېرفورډ او لنډ ښکري غوییز کارولي. په ۱۹۶۹ کال کې یادې ادارې دا غوییز نسل اخیستونکو فارمونو ته وسپارل. ښه وده کوونکي، له کټملو سره مقاومت کوونکي، د ډېر ژر خپه… read more »

Belgian Red cattle – د بلجیم سره غوییز

په نیدرلندي کې ورته (Rood West-Vlaams) نوم اخلي، په فرانسوي کې یې په ( Rouge de Flandre occidentale) نوم یادوي، د ختیځې فلاندر سیمې غوییز دي. د فرانسې په شمال کې یې هم نسل زیات وو. اوسمهال یې نسل ډېر کم پاتې دی او د ورکېدو له خطر سره مخ دی. ځانګړنې سور رنګ کې… read more »

Belgian Blue – د بلجیم سپین نیله غوییز

بې کچې زیات عضلاتي غوییز دي. د دې وړتیا لري چې خپل خواړه په عضلو او وزن اخیستو بدل کړي. په پیل کې یې رنګ نیله خړ وو خو اوسمهال له سپین تر تور پورې هر رنګ کې شته دي. د غویي وزن یې تر ۱۲۰۰ کیلو ګرامه او د غوا وزن یې تر ۷۰۰… read more »

Belarus Red – د بیلا روس سره غوییز

په بیلاروس ژبه کې یې نوم (Беларуская чырвоная) لیکل کیږي، په روسۍ ژبه کې یې نوم (Белорусская красная) لیکل کیږي. په بیلو روسي سرو غوییزو او کراس نایا بېلو روسکایا نومونو هم یادیږي. ځینې خلک ورته کراس نوبلو روسکایا نوم هم اخلي. نسل کې یې د سرو انجلن غوییزو، د جرمني سرو غوییزو، د پولنډ… read more »

Beefmaster – بیف ماسټر غوییز

په ۱۹۳۰ لسیزه کې یې نسل له هېر فورډ او لنډ ښکرو غواګانو او براهمن سخندر دوه رګه شوی. د یادو غوییزو جنتیک کې ۵۰% براهمن، ۲۵ % د شیدو لنډ ښکري غوییز او ۲۵ % هېرفورډ غوییز شامل دي. په لمړي ځل د نسل په توګه په ۱۹۵۴ کې پېژندل شوي. د نسل اخیستنې… read more »

Beef cattle – د غوښې لپاره غوییز

د غوښې لپاره غوییز د غوییزو ځانګړي نسلونه دي او یوازې د غوښې د تولید لپاره ساتل کیږي. د غوښې لپاره غوییز له هغو غوییزو سره توپیر لري کوم چې د شیدو لپاره اخیستل شوي نسلونه دي. ځینې خلک پادې ساتي او له پادو ترلاسه شوي خسکي پلوري، خو ځینې یې بیا په ځانګړو خوړو… read more »

Béarnaise cattle – بې ارنېز غوییز

د فرانسې د کورنیو غوییزو نسل دی. نسل یې د فرانسې د سوېل لویدیځې سیمې په (Béarn) ولایت کې اخیستل شوی. په ۱۹۲۰ کې یې نسل له نورو غوییزو سره دوه رګه شو او پایله کې یې بلاند دو پېرینې نسل رامنځته شو. وروسته بلاند دو پېرینې له بلاند دو کیورسي او ګارونېز غوییزو سره… read more »

Bazadaise – بزادېز غوییز

د بزا خړ (Grise de Bazas) په نوم هم پېژندل کیږي. د سوېل لویدیځې فرانسې د نووېل اکیتېن د جېروند له بزا سیمې یې نوم اخیستل شوی. په یاده سیمه کې هر کال د څوربې تنې غوییز هم نندارې ته وړاندې کیږي. مخینه د جیروند او پیرینې سیمې د کاري غوییزو نسل دی. د نسل… read more »

Barzona – بارزونا غوییز

د متحده ایالتونو د غوییزو نسل دی. په ۱۹۴۰ لسیزه کې یې نسل د ارېزونا د غرنیو سیمو په لوړه سارا کې اخیستل شوی. په نسل اخیستنه کې یې انګس، افرینکنر، هېرفورډ او د غوښې لنډ ښکري غوییز کارېدلي. د نسل اخیستنې پروګرام کې یې له حشرو او ناروغیو سره مقاومت پام کې نیول شوی… read more »

Barrosã – باروسا

دپرتګال د غوییزو نسل دی. د اروپایي کمیسون له لوري یې د نسل نوم او سیمه د قانون له مخې محفوظ شوي.

Bargur Cattle – بارګور غوییز

په تمیل ژبه کې یې نوم (பர்கூர்) لیکل کیږي، کناډا ژبه کې یې نوم (ಬರಗೂರು) لیکل کیږي او په مالایالم ژبه کې یې نوم (ബർഗൂർ പശു) لیکل کیږي. نسل یې د هند په تمیل نادو سیمه کې اخیستل شوی. د منځنۍ کچې څوربه تنه لري. رنګ یې سور یا نسواري او خپل کې رنګ سپین… read more »

Baoulé cattle – باوولې غوییز

د لوبي او مېرې په نومونو هم یادیږي. د مالي په سوېل کې د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. درې (Bouaké, Bouna, and Dabakala) ډولونه یې کره غوییز ګڼل کیږي. د فولا په نوم پاده پیونکي یې ساتي. لنډي غوییز دي، د مخکینیو پښو په ولیو کې یې د غوا قد له ۹۰ تر ۱۰۰… read more »

Balancer – بېلېنسر غوییز

له ګېلبوي او انګس غوییزو اخیستل شوی دوه رګه نسل دی. د دوه رګه کولو موخه د زیات وزن غوییزو رامنځته کول او د غوښې کیفیت کې ښه والی وو.

Bakosi cattle – باکوسي غوییز

د باکوري او کوسي په نومونو هم یادیږي. د کامېرون نسل دی. د باکوسي په نوم قوم یې نسل اخیستی او د نسل ساتنه یې کوي. د نسل غوییز یې د زوم لخوا ناوې ته ورکول کیږي، د غوښې او پوستکي لپاره ساتل کیږي. رنګ یې له سپین تر تور پورې هر رنګ کې وي… read more »

Baherie cattle – باهري غوییز

د اېرېتریا په ختیځ کې، د مساوا سیمې په سمندر غاړو کې اخیستل شوی نسل دی. په دوه نومونو یادیږي : د باهري نوم مانا یې “د سمندر غوییز” ده او د بېربېرا نوم مانا یې د سومالیا، ادېن او یمن غوییزو ته وایي. دوېم نوم یې د دې غوییزو د پلرونو د ځای ښودنه… read more »

Baggara cattle – باګارا غوییز

د لنډ ښکرو زېبو غوییزو د ګروپ برخه ده. په ختیځه افریقا کې د سوډان نسل دی. د کینیا او ایتوپیا له بوران غوییزو په تنه کې ډنګر دي. نوم یې په مرکزي چاډ او د سوډان لویدیځ کې د باګارا قوم نوم دی. باګارا قوم یاد غوییز د غوښې لپاره فارمونو کې ساتي. باګارا… read more »

Bachaur cattle – باکور غوییز

د هند د غوییزو نسل دی. نسل یې د میتیلا د بیهاري سیمې په شمال کې، په سیتاماري، دربانګا او مدوباني ولسوالیو کې ساتل کیږي. څورب کوچنی بدن لري. له هاریانوي غوییزو سره ورته والی لري.غویی یې د کار لپاره ساتل کیږي، غواګانې یې لکه د نورو کاري غوییزو په څېر د کار لپاره نه… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons