ټولې لیکنې

د الوتکې برخې

د الوتکې د هرې برخې نوم د انتقال لپاره هره وسیله که هغه بېړۍ وي که کیشتۍ، که ټریکټر وي، که چورلکه، الوتکه او یا راکټ له مختلفو برخو جوړ وي. ځینې برخې او پرزې په ډېرو د انتقال وسیلو کې کارېدای شي او ځینې بیا د ځانګړې وسیلې او ځانګړي د تولید د ډول… read more »

Cachena – کاشېنا یا کاچېنا غوییز

د غوښې، شیدو او کار لپاره د پرتګال، ګالیسیا او هسپانیا نسل دی. په پرتګال کې ورته غوییز شته کومو ته چې باروسا نوم اخلي او تر کاچېنا غوییزو تنه کې غټ دي. ځینې خلک کاچېنا او باروسا دواړه د یو نسل دوه ډولونه ګڼي. نسل یې د پرتګال په شمال او کالیسیا کې له… read more »

Buša or Busha cattle – بوسا یا بوشا غوییز

د غوییزو د نسل ګروپ دی. د سوېل ختیځې اروپا په زیاتو هیوادونو کې پیدا کیږي. تر ټولو زیات په البانیا کې دي. په بوسنیا، کرواېشیا، کوسو، مکدونیا او سربیا کې هم زیات ساتل کېدونکی نسل دی. په هر هیواد کې یې نوم، کچه، رنګ توپیر لري. له ۱۵۰ تر ۲۵۰ کیلو ګرامه پورې یې… read more »

Burlina – بورلینا غوییز

د ایټالیا په شمال ختیځ کې، د وېنېتو سیمې غرني غوییز دي. په ترېویزو، وېرونا او وېچېنزا ولایتونو کې خپاره شوي. په بنسټیزه توګه یې نسل د شیدو لپاره ساتل کیږي خو غویان یې د غوښې لپاره کاریږي. د وړې کچې غوییز دي. تور او سپین رنګ کې وي. د کمو وښو لرونکو غرنیو سیمو… read more »

American Brown Swiss – د امریکا سویس نسواري غوییز

د شیدو لپاره د امریکا د غوییزو نسل دی. د درې موخو لپاره د سویس نسواري نسل څخه دوه رګه شوی. د امریکا نسل کې لکه د پلرونو په څېر یې د کار او غوښې کیفیت نشته او یوازې د شیدو لپاره غوییز دي. له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې تر ۱۰۲۳۱ کیلو ګرامه… read more »

Brown Caucasian cattle – قفقازي غوییز

په قفقاز کې د ارمنیستان، داغستان، جورجیا او ازاربایجان د غوییزو نسل دی. نسل یې له کوستروما او د سویس له نسواري غوییزو له سیمه اییزو غوییزو سره اخیستل شوی. غواګانې یې د شیدو لپاره او غویان یې د غوښې لپاره ساتل کیږي.

Brown Carpathian cattle – نسواري کارپاتین غوییز

په یوکرایني ژبه کې یې نوم (бypa кapпaтськa) لیکل کیږي. نسل یې د یوکراین په لویدیځ کې، په کارپاتین سیمه کې اخیستل شوی. نسل یې له سیمه ایزو او د سویس له نسواري غوییزو د غوښې او شیدو لپاره دوه رګه شوی. نسل یې په رسمي توګه له ۱۹۷۲ کال څخه پېژندل شوی.

British White cattle – د انګلستان سپین غوییز

په طبیعي توګه بې ښکرو غوییز دي. په سپین رنګ کې تور یا سره خاپونه لري. نسل یې یوازې د غوښې لپاره اخیستل کیږي. د نسل په اړه یې مستند مالومات له ۱۷ پېړۍ موجود دي. په خپل رنګ کې د سره رنګ لرلو لامل یې د سره رنګ الېل لرل دي. مخکې یې نسل… read more »

Brava cattle – براوا غوییز

بل نوم یې د جګړې نسل (Race de Combat) دی. نسل یې د فرانسې په سوېل کې اخیستل شوی. اوسمهال تر ډېره د فرانسې په رون، دېلتا او کمرګ کې ساتل کیږي. نسل یې د جګړې لپاره اخیستل شوی. له یادو غوییزو سره جګړه د پرتګال په طریقه (په اس ناست کس) او یا هم… read more »

Swiss Brown – د سویس نسواري غوییز

په جرمني ژبه کې ورته (Braunvieh) نوم اخلي مانا یې “نسواري غوییز” ده. د غوییزو د نسل یو ګروپ دی، نسل یې په سویس کې اخیستل شوی. په ټوله الپین سیمه کې شته دي. نسل یې د درې موخو لپاره اخیستل شوی وو : غوا ګانې د شیدو لپاره او غویي د غوښې او کار… read more »

Brangus – برانګس غوییز

د غوښې لپاره په امریکا کې اخیستل شوی نسل دی. په نسل اخیستنه کې یې د امریکا انګس او براهمن غوییز کارېدلي. برانګس غوییز ۵/۸ انګس او ۳/۸ براهمن دی. له ۱۹۵۰ کال څخه په استرالیا کې هم د ورته غوییزو نسل اخیستل شوی کوم ته چې د استرالیا انګس نوم اخلي. مخینه په کال… read more »

Braford – برافورډ غوییز

د هېرفورډ او براهمن غوییزو دوه رګه شوی نسل دی. برافورډ غوییز ۳/۸ براهمن او ۵/۸ هېرفورډ دی. د دواړو نسلونو ځانګړنې په ځان کې لري. رنګ یې لکه د هېرفورډ غوییزو په څېر سور وي، سر، د ګېډې لاندې برخه او پښې یې سپینې وي. د بدن څورب والی یې براهمن ته ورته دی…. read more »

Boran cattle – بوران غوییز

په ختیځه افریقا کې د زېبو غوییزو د ګروپ ډېر پېژندل شوی د غوښې لپاره نسل دی. جنتیک کې یې ۶۴% بوس اندیکوس، ۲۴% اروپایي بوس توروس، ۱۲% د افریقا بوس توروس دی. له سیمه ایزو پرازیتونو سره مقاومت لرونکي دي. ارام طبیعت لري او د نورو زېبو غوییزو په پرتله ژر خپل نسل زیاتوي…. read more »

Bonsmara – بونسمارا غوییز

د سوېلې افریقا د غوییزو نسل دی. د سیمه ایزو ناروغیو سره د بې کچې زیات مقاومت او د غوښې د ښه کیفیت له امله ډېر ساتل کېدونکي غوییز دي. نسل یې د پروفیسور جان بونسمارا د تجربې پایله کې رامنځته شوی. بونسمارا د افریکنر غوییزو (سانګا د غوییزو ګروپ) هېر فورډ او لنډ ښکرو… read more »

Bohuskulla – بوهوسکولا غوییز

د سویډن د بې ښکرو غوییزو غرنی نسل دی. په مختلفو رنګونو کې شته دي. د غویي وزن یې تر ۶۰۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۴۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي.

Blue Grey cattle – نیله خړ غوییز

د غوییزو دوه رګه نسل دی. نسل یې له ګالوې غواګانو او له لنډ ښکرو غویانو په سکاټلنډ کې اخیستل شوی. د لوړو سیمو له څرځایونو او سړې هوا سره بلدتیا لري. غواګانې یې بدن کې بې کچې زیات شحم لري. په ډېرو کمو خوړو هم د مناسبې کچې شیدې کوي. د یارک شېر په… read more »

Blue Albion – نیله البیون غوییز

د انګلستان د غوییزو نسل وو. په ۱۹ پېړۍ کې یې نسل د دوه موخو لپاره اخیستل شوی وو. غویان یې د غوښې لپاره او غواګانې یې د شیدو لپاره ساتل کېدې. په ۱۹۶۷ کال کې، په انګلستان کې د غوییزو د خولې او پښو ناروغي ګډه شوه او د دې غوییزو نسل یې له… read more »

Blonde d’Aquitaine – د اکیتېن بلاند / د اکیتېن سرو زرو ته ورته زېړ غوییز

د فرانسې د غوییزو نسل دی. په ۱۹۶۲ کې یې نسل د سوېل لویدیځې فرانسې له درې کاري نسلونو د پېرینې بلاند، د کیورسي بلاند او ګارونېز اخیستل شوی. له ۱۹۷۰ کال څخه د فرانسې درېم تر ټولو زیات د غوښې لپاره ساتل کېدونکی نسل دی د غوښې لپاره نور تر ټولو زیات ساتل کېدونکي… read more »

Bleue du Nord – د شمال نیله غوییز

د دوه موخو لپاره د فرانسې د غوییزو نسل دی. نسل یې د فرانسې په شمال کې یا نار په دو کالې (Nord-Pas-de-Calais) سیمه اخیستل شوی. د بلجیم نیله غويي په څېر د مایوسټاټېن له کمي سره مخ دی خو د کنټرول کچه یې د بلجیم نیله څخه زیاته ده. غویی یې تر ۱۱۵۰ کیلو… read more »

Bianca Modenese – بیانکا مودېنېزې

د ایټالیا په شمال کې، دلومبارډي سیمې، د ایمیلیا روماګنا په پو دره کې د دوه موخو لپاره د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. غویان یې د غوښې لپاره او غواګانې یې د شیدو لپاره ساتل کیږي خو مخکې د کاري موخې لپاره هم کارېدل. نوم یې له مودېنا ولایت اخیستل شوی. په ۱۹ پېړۍ… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons