یوه ځانګړې موده وه په کومه کې چې !کورا خلکو برید کوه او بوور یا بویر چارواکو یې پر ضد نظامي اقدام کوه. د ۱۹ پېړۍ په نیمایي کې، د کېپ کالونۍ، د جګړې پولې پراخې شوې او پایله کې یې د سیمې خلک اړ شو چې کډوالي پیل کړي. په دې کډوالو کې خوی سن، خوی او د باسټر (د افریقایانو او اروپایانو اولادونه) شامل وو. د مستعمرې د چارواکو له لوري په دې ډله کې تر ټولو لوی غله !کورا خلک ګنل کیدل او هغه ټولنې به یې لوټ کولې کومې چې د نارنج سیند ( ګاریپ سیند) په اوږدو کې اوسېدلې.
د اتلمسې پېړۍ په منځ کې، د غلاو کچه زیاته شوه او پای کې د مستعمرې چارواکي اړ شول چې په ضد یې اقدام وکړي او بلاخره په ۱۸۷۹ کې یې د غلا پېښې په بشپړ توګه ختمې کړې خو دا چې له ګاریپ سیند (نارنج سیند) سره !کورا خلکو صمیمي اړیکه لرله نو وتوانیدل چې د سیند په اوږدو کې مېشتو استعمارګرو ته ځان په لوی ګواښ بدل کړي.
اوسنۍ مطالعې ښي چې !کورا خلک ډېر تیت او پرک پراته خلک دي. په بنسټیزه توګه دوه ګروپونه جوړوي : کوچنی کورانا او غټ کورانا. پکې رامنځته شوو خوځښتونو بیا دوه بنسټیزې ډلې په نورو وړو ډلو سره وېشلي، په وېشونکو فکتورونو کې څرځایونه، د اوبو سرچینې او څاروي هم شامل دي. !کورا خلک کوچیان وو او تر ډېره وخته پورې په یوه سیمه کې نه پاتې کېدل. ډېری !کورا خلکو په کېپ کالونۍ کې له ژوند کولو ډډه کوله ځکه چې اجباري او سخت کارونه پرې کېدل او هڅه یې کول چې شمال لور ته د ازاد ژوند لپاره تګ وکړي. په مستعمرو کې د ژوند د بقا لپاره د ټوپک کارول او په اس سپرېدل اړینې وړتیاوې ګڼل کېدې او دې چارې !کورا خلکو ته دا وړتیا ورکړه چې د استعمارګرو په رمو او پادو په بریالۍ توګه بریدونه وکړي.
د !کورا خلک تر ډېره د نارنج یا ګاریپ سیند په اوږدو کې اوسېدل. کله چې د ګاریپ سیند اوبه کمې شي نو په منځ کې واښه لرونکې وړې جزیرې راڅرګندیږي او !کورا خلکو یادې جزیرې او واښه د غلا پر مهال د پټنځای په توګه کارول. په ۱۸۳۰ لسیزه کې استعمارګر وتوانېدل چې د !کورا خلکو د یو څو بریدونو مخه ونیسي خو دا چې !کورا خلکو لوړه وړتیا لرله او په لویه کچه منظم ګروپونه یې لرل نو مخنیوی یې اسانه چاره نه وه.
په ګریکوالېنډ کې د ستورمان په نوم پخوانی غلام وو د کوم چې د کورنۍ او پلرونو په اړه کافي مالومات نشته د !کورا خلکو د ګروپ مشري یې کوله. په ۱۸۳۲ کې یې پنځه ټانګې، ۳۰۰۰ مېږې، ۷۰ اسان او ۲۰۰ غواګانې پټې کړې. ورپسې یې د کلن ویلیم، بوفورټ وېسټ او ګراف راینېټ ښارونو پولو ته هم غلا ورسوله. یاد ښارونه د کېپ کالونۍ دروازه ګڼل کېده او تګ را تګ پرې کېده. په سیمه کې پولیس هم ډېر کم او تیت پرک پراته وو. ستورمان د یوه سپین پوسته لخوا په مرمۍ وویشتل شو او د برید پایله کې ووژل.
د !کورا خلکو او د استعمارګر حکومت د چارواکو ترمنځ تر ټولو لمړۍ نښته په ۱۸۶۹ کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې د سکاټلنډ او ګریکوا سوداګر د نارنج سیند په سوېل اړخ کې ولوټل شول. د غلا مسول د !کورا خلکو د یوې ډلې مشر پیټ رووی وپېژندل شو. له نیول کېدو پس یې جزا درې میاشتې سخت کار وټاکل شوه خو دا چې کافي شواهد یې پر ضد نه وو موندل شوي نو جزا یې لغوه او بېرته پرېښودل شو خو سره له دې چې پرېښودل شو !کورا خلک یې په نیولو نا خوښ وو او پایله کې یې د سپین پوستو مالونو لوټلو ته مخه کړه.
د غلا له زیاتېدو سره سپین پوستو استعمارګرو د !کورا خلکو د دوه مشرانو کیویدو او پیټ رووی په ضد درې زره کمانډو وګمارل. په برید کې کیویدو ووژل شو. د استعمارګرو عملیات له ماتې سره مخ شو، پایله کې یې چارواکو د نورو ګروپونو مشرانو لوکاس کوپیډو پوفاډر ته رشوت ورکړ تر څو د !کورا خلکو په اړه مالومات ورکړي، لوکاس وتوانیده چې پیټ رووی پیدا کړي او په استعمارګرو یې ونیسي.
له نیول کېدو وروسته د ۴۰۰ کسانو جزا روبن ټاپو ته وړل او هلته پرېښودل وټاکل شوه. ځینې نیول شوي !کورا یې اړ کړل چې په زوره د سپین پوستو په فارمونو کې وړیا کار وکړي، ځینې مشران یې لسګونه کاله زندان کړل شول او کله چې له زندان ازاد شول نو ډېر زاړه او کمزوري شوي وو او همداسې پاتې !کورا خلک هم سره تیت او پرک شوي وو. او له همدې امله نور ونه توانېدل چې د استعمارګرو مالونه لوټ کړي.