تلفظ یې (/ˈkweɪtən tə ˈkɛn/ KWAY-tən tə KEN) دی. په کټ کوپ غرونو کې له ناپېژندل شوې ژبې زېږېدلی نوم دی. همدې نوم ته راشېل یا ګریټ (Rachel or Griet) هم ویل کیږي. په سوېلې افریقا کې د سن خلکو د کلنۍ مجلې لیکواله وه. د (Specimens of Bushman Folklore) کتاب لیکلو کې یې هم ونډه اخیستې او په یاد کتاب کې یې د ښځې له نظره دسن خلکو عبادت، باورونه او ژوند بیان کړی. د ۱۸۷۴ په جون کې یې د سوېلې افریقا کېپ ښار ته له خپلې کورنۍ سره سفر وکړ او د ۱۸۷۵ کال تر جنوري پورې هلته پاتې شوه، په یاده موده کې یې له ویلهېم بلیک او لوسي لویډ سره مرکې کړي، دواړه د پورته یاد شوي کتاب لیکوالان دي.