Abhinavagupta – ابینوا ګوپتا

په کشمیر کې زېږېدلی. ابینوا ګوپتا یو فیلسوف (philosopher)، صوفي (mystic)، ښکلا پېژندونکی (aesthetician) او یو اغیزمن شاعر، د موسیقۍ هنرمند، ډرامه لیکونکی (dramatist)، تفسیر لیکونکی (exegete)، خدای پېژندونکی یا د الهیاتو متخصص (theologian) او منطقي یا منطق پوه (logician) وو. ابینوا ګوپتا یو پولیماتیک (polymathic) شخصیت ګڼل کیږي چا چې د هند پر کلتورپیاوړی اغیز لرلای. (پولیماتیک یونانۍ کلیمه ده او داسې کس ته وایي چې د څو مضمونونو په مختلفو برخو کې یې زدکړې کړي وي، پېچلې او ځانګړې ستونزې حل کولای شي).
 
د کشمیر د پوهانو او صوفیانو په یوه کورنۍ کې زېږېدلی او د هماغه وخت د فلسفې او هنر په مکتب کې یې له پنځلس او یا له دې زېاتو استادانو او ګورو ګانو څخه زده کړې کړي. د خپل ژوند په اوږدو کې یې ۳۵ چارې تر سره کړي چې یوه له دې چارو یې تانترالوکا (Tantrāloka) ده، تانترالوکا یوه علمي رساله ده په کومه کې چې د تریکا او کاولا (Trika and Kaula) ټولې فلسفي او عملي طریقې راغونډې شوي او اوسمهال د کشمیري شیوایزم (Shaivism) په نامه یادیږي. بله تر ټولو اړینه چاره یې د بهاراتا موني (Bharata Muni) د ناتیازسترا (Nāṭyaśāstra) تفسیر وو چې د ابینوابهارتي (Abhinavabhāratī) په نامه یادیږي او موضوع یې د فلسفې برخه کې د ښکلا پېژندنه ده. د ابینوا ګوپتا په فکر د بودایزم منطق ډېر زېات اغیز کړی وو.
 
ابینوا ګوپتا یې خپل نوم نده بلکې یو لقب ده چې د خپلو استادانو لخوا ورکړل شوی او مانا یې صلاحیت او اقتدار یا اعتبار ده په دې مانا چې مسولیت او واک لرونکی ده. یو بل کس چې د جایا راتا (Jayaratha) په نامه وو او د ابینوا ګوپتا مفسر وو د دې نوم درې نورې مانا ګانې هم ښودلي: په هر وخت کې تر هر چا هوښیار، هر ځای کې حاضر او په ستایلو محفوظ. همداسې رانیرو ګنولي (Raniero Gnoli) یوازینی د سنسکریت عالم وو چې تانتراکا (Tantrāloka) ژباړه یې په اروپایي ژبو کې مطالعه کړی او هغه د ابینوا ګوپتا مانا نوی ښودلې کوم چې داسې نوي د خلاقیت ځواک ته رجوع کوي چې مخکې موجود نه وو. ابینوا ګوپتا له دې پرته مذهبي سندرې، فلسفي او اکادمیکې لیکنې هم کړي.
 
ابینوا ګوپتا خپل ځان یوګینیبو (yoginībhū) معرفي کړی مانا یې له یوګیني (yoginī’) پیدا شوی ده او یوګیني د یوګي (yogi) مونث سنسکریت لفظ ده او د یوګا ښځینه متخصصې یا استادې ته وایي. مور یې ویمالا (ویمالاکالا) نومیده (Vimalā or Vimalakalā) او هغه وخت مړه شوې چې ابینوا ګوپتا دوه کلن وو او له همدې امله یې ژوند له نورې نړۍ ګوښه کړی او خپل ټول تمرکز یې په روحانيت باندې کړی وو. پلار یې ناراسیما ګوپتا نومېده او کله یې چې ښځه مړه شوه نو د زاهدۍ په لور یې مخه کړه خو په ورته وخت کې یې د درې بچیانو پالنه هم کوله. ابینوا ګوپتا لیکلي چې پلار یې د هغه لمړی د ګرامر، منطق او ادبیاتو استاد وو.