اوریال پسونه (اوویس اریانتالیس) د درمیانه کچې وحشي پسونه دي. دغه پسونه په شمال شرقي هندوستان، پاکستان، افغانستان، روسیه او ایران کې ژوند کوي. ۹ ډولونه لري چې هر ډول ېې له رنګ او کچې پېژندل کیږي. د هر ډول د ښکرونو جوړښت ېې توپیر لري. دیو ډول پسونه له بل ډول پسونو سره او په یو ډول کې یو پسه له بل پسه سره ارثي توپیرونه لري او په همدې وجه په ډله وېشونکي د دې پسونو په ډلبندۍ نه دي توانیدلي. ځنې زولوجي پوهانو د اوویس وي ني ای او ځینو نورو د جي سي لیني نومونو وړاندیز کړی. د شرقي اوریال پسونو وزن تقریبا تر ۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي.
اوریال پسونه معمولا د وچو هیوادونو د ټیټې سطحې په لوړو کې ژوند کوي. د سمندر له سطحې تقریبا په ۴۰۰۰ متره لوړوالي کې پیدا کیږي. اوریال پسونه په هغو ځایونو کې چې ونې نه وي او یا کمې ونې شتون ولري ژوند کول خوښوي. خو مطالې ښي چې اوریال پسونه داسې حیوان ده چې د ګڼو ونو تر منځ ژوند کول خوښوي او دغه چلند ېې د یو بدلون په څېر په اوسني وخت کې غوره کړی. په مني کې نزدېکت کوي او له نزدیکت وروسته په ۵ مېاشتو کې یو یا دوه وریان زېږوي.خوراک ېې شنه واښه دي خو کله کله د ونو پاڼې هم خوري. د ځینو ډولون د نسل تعداد ېې زېات ده خو ځنې بیا په ټیټه سطحه کې له ابادیو سره نږدې ژوند کوي او که کورنیو پسونو مرض اخلي، د انسانانو او حیواناتو لخوا ښکار کیږي چې د نسل د کمېدو وجه ېې ګرځېدلې.