اولیور ایوانز – Oliver Evans

د سپټمبر په ۱۳ نېټه، کال ۱۷۵۵، د متحده ایالتونو د ډېل په نیوپورټ سیمه کې زېږېدلی او د اپرېل په ۱۵ نېټه، کال ۱۸۱۹، په نیویارک کې مړ شوی. د امریکا مخترع او د لوړ فشار سټیم ماشین (high-pressure steam engine) مخکښ وو. (سټیم ماشین د بخار انرژي کاروي تر څو د ګرمۍ د ایجنټ له لارې میخانیکي کارونه ترسره کړي). په کال ۱۷۸۴ کې ېې لومړۍ د تولید کرښه (production line or Assembly line) جوړه کړه چې پر له پسې کار ېې کوه.
 
په ۱۶ کلنۍ کې له بل چا سره شاګرد وو او له لرګي څخه ېې د څرخونو جوړولو طریقه زده کوله. په دې کم عمر کې ایوان د یو پښ یا لوښه (blacksmith) چا چې د سټیم محرکه ځواک کاروه, کار ته کتل تر څو د هغه تخنیک کارونه زده کړي. له همدې تخنیک څخه په زده کړې ایوان وتوانېده چې د نساجي لپاره ماشین جوړ کړي.
 
په کال ۱۷۸۴ کله چې ۲۹ کلن شو د غلې د اوړه کولو په ماشین ېې کار پېل کړ. په فیلادیلفیا کې ېې یو میل جوړ کړ او په دې میل کې ېې پنځه ماشینونه وکارول چې د غلې انتقالونکی، د غلې پورته کوونکی، یوه د تللو لپاره تله وه. د میل ټوله د تولید پروسه ېې اتوماتیک وه. د ځواک لپاره ېې په اوبو تاوېدونکی څرخ کاروه. په دې کار سره ایوان وتوانېده چې د غلې په قیمت کې ۵۰% کموالی رامنځته کړي.
 
وروسته د امریکا په ډېرو نورو میلونو کې هم دا ماشین کاپي شو او په پراخه توګه وکارېده. په کال ۱۷۸۷ کې ایوان د امتیاز د ساتنې دفتر (U.S. Patent Office) ته چې په امریکا کې نوی جوړ شوی وو د خپلو اختراع ګانو د امتیاز د ساتنې لپاره وړاندیز وکړ او په دې دفتر کې ېې خپله درېمه اختراع چې سټیم ماشین وو ثبت کړ. په کال ۱۸۰۶ کې ېې (Mars Iron Works) تاسیس کړ او لسو کالو کې ېې تقریبا له ۱۰۰ زېات سټیم ماشینونه تولید کړل. دا ماشینونه د پنبې په میل کې، کاغذ جوړونه او د تمباکو په تولید کې وکارېدل.
 
د ۱۸۱۲ کال په جګړه کې د امریکا (The Navy Yard in Washington) د ایوان یو ماشین واخیسته او له جګړې وروسته ایوان وړاندیز وکړ چې یو قوی ماشین چې توپه هم پرې نصب وي جوړ کړي خو دا وړاندیز ېې ونه منل شو. په کال ۱۸۱۷ کې ېې ۲۴ هارس پاوره د لوړ فشار ماشین د اوبو د لېږدونې لپاره جوړ کړ.په کال ۱۸۱۷ کې د ایوان په (Mars Iron Works) کې اور ولګېده او د هغه هر څه ېې له منځه یوړل.