اپنډکس ولې پړسوب پیدا کوي ؟

د اپنډکس پړسېدنه یو روغتیایي حالت دی په انګریزۍ کې دې حالت ته (appendicitis) وایي. پړسوب یې ممکن د بندېدنې له امله وي، پړسوب یې ممکن لنډمهاله یا اوږد مهاله وي. په متحده ایالتونو کې د ګېډې تر ټولو لوی لامل دی او پایله یې عملیات کېدنه وي. په ۱۰۰ کې تر ۹ پورې امریکایان یې د ژوند په اوږد کې تجربه کوي.
 
اپنډکس کوچنۍ کیسه یا کڅوړه ده او له کلمو سره نښتی وي. د ګېډې په لاندې ښي اړخ کې وي. کله چې اپنډکس بند یا بلاک شي نو داخل کې یې باکتریا تکثیر کولای شي، دا چاره یې د عفوني کېدنې او پړسوب لامل کیږي او ګېډه کې له درد سره مل فشار پیدا کوي. اپنډکس د وینې جریان هم بندولای شي. که چېرې د پړسېدلي اپنډکس درملنه ونشي نو د اپنډکس د چاودېدو لامل کیږي او ستاسې بطن کې یې باکتریا خپرېدی شي کوم چې جدي او ځینې وخت د مړینې لامل کېدونکی حالت دی.
 
لنډ مهاله د اپنډکس پړسېدنه
د اپنډکس نا څاپه او سخته پرسېدنه ده. ډیری وخت په هغو کسانو کې رامنځته کېدونکی حالت دی چې عمر یې له ۱۰ تر ۳۰ کالو پورې وي. همداسې د ښځو په پرتله ډېر زیات په نرانو کې پېښیږي. درد یې په ۲۴ ساعتو کې بې کچې ډېریږي. سملاسي درملنې ته اړتیا لري او که چېرې یې درملنه ونشي نو د اپنډکس د چاودلو یا څېرې کېدو لامل کیږي. لنډمهاله اپنډکس تر اوږد مهاله اپنډکس عام او زیات وخت پېښېدونکی دی.
 
د اپنډکس اوږدمهاله پړسېدنه
ډېر کم وخت پېښېدونکی روغتیایي حالت دی. علایم یې نرم وي، علایم د څو اوونیو، میاشتو او یا کلونو لپاره ښه کېدلی او بېرته را ګرځېدلی شي. تشخیص یې ستونزمنه چاره وي او ډېری وخت یې تر هغو تشخیص نه کیږي تر څو چې په لنډ مهاله د اپنډکس پړسېدنې باندې نه وي بدل شوی.

نښې او علایم
د اپنډکس د پړسېدنې درد ډېری وخت د ګېډې پاسه برخه کې پیل کیږي او وروسته د ګېډې لاندې ښي اړخ ته کوزیږي، درد یې :
– نا څاپه پیل کیږي
– کله چې ټوخیږی یا خوځښت کوی درد یې زیاتیږي
– درد یې دومره زیات وي که چېرې یو کس ویده هم وي له خوبه یې ویښوي
– د ګېډې له هر ډول درد سره توپیر لري
– په څو ساعتونو کې یې درد بې کچې زیاتیږي
 
نور ممکن علایم یې :
– بې اشتیا کېدل
– د خوړو نه هضم کېدل
– زړه بدوالی او کانګې
– د ګېډې پړسېدنه
– کمه تبه
 
په ډېرو کمو خلکو کې ممکن علایم :
– نس ناستی
– قبضیت
– د باد نه وتل
 
که چېرې تاسې فکر کوی چې اپنډکس مو پړسېدلی دی او قبضیت هم یاستی نو (laxatives or enema) مه کاروئ ځکه چې دا درملنه اپنډکس څېرلی یا چاودولی شي او په بطن یا ګېډه کې مو د اپنډکس باکتریا خپرولی شي. که چېرې مو پورته یاد علایم تجربه کړل نو سملاسي ډاکټر یا روغتون ته ولاړ شئ ځکه چې د اپنډکس پړسېدنه په ډېره چټکۍ د ایمرجنسي په روغتیایي حالت بدلېدلی شي.

لاملونه
په ډېرو حالتونو کې یې لامل نه دی مالوم چې څه د اپنډکس د پړسېدو لامل کیږي خو روغتیا پوهان وایي چې کله د اپنډکس یوه برخه بنده یا بلاک شي نو دپړسوب لامل کیږي. هغه څه چې یې د بندېدو لامل کیږي لاندې یاد شوي :
– د کلکو شوو غایطه موادو جمع کېدنه
– د کلمو چونجیان
– ټپي کېدنه
– تومورونه
– د لنفاوي فولیکولونو غټېدنه
 
د هر انسان اپنډکس پړسېدلی شي خو کوم کسان چې د ۱۰ او ۳۰ کالو تر منځ دي، جنسیت یې نر وي او یا کورنۍ کې د اپنډکس مخینه لري تر نورو د اپنډکس د پړسېدنې له خطر سره زیات مخ دي.

جانبي عوارض
که چېرې پړسېدلی اپنډکس څېرې شي نو باکتریا او غایطه مواد په ګېډه کې خپرېدی شي، د سخت درد لامل کېدای شي او لاندې یاد شوي د ژوند ګواښونکي روغتیایي حالتونه رامنځته کولای شي :
 
peritonitis
کله چې پړسېدلی اپنډکس وچاودیږي په بطن کې یې باکتریا خپره شي او له دې څخه د بطن پوښ یا (peritoneum) عفوني شي دې حالت ته (peritonitis) وایي. علایم یې :
– د زړه ضربان کې تېزوالی
– زیاته تبه
– تېزه ساه اخیستنه او ساه بندېدنه
– په ګېډه کې دوامداره درد
 
abscesses
په هغه سیمه کې چې د اپنډکس چاودنې توکي خپاره شوي وي مردار دانه پیدا کېدل یې اوبه کول، اوبه یې باید تخلیه شي او درملنه په انتیبیوتیک اړینه ده. د اوبو تخلیه د عملیات پر مهال یا له عملیات مخکې په پیچکاري کیږي. د تخلیې پر مهال ناروغ ته انستیزي ورکول کیږي او د بهیر د هدایت کولو لپاره الټراسونډ یا سي ټي سکېن کاریږي.
 
sepsis
کم وخت باکتریا کولای شي د وینې جریان ته داخله شي او د بدن نورې برخې عفوني کړي. خو که چېرې وینې ته داخله شي د انسان ژوند اخیستلی شي. علایم یې
– کمه یا زیاته تبه
– زهني ګډوډي
– بې کچې خوب ورتلل
– ساه بندېدنه
 
که چېرې دا حالت پېښ شي باید ناروغ سملاسي د روغتون اېمرجنسي ته ورسول شي. په هرو درې کسانو کې یوازې یو له دې حالته ژوندی پاتې کېدای شي.
 
د پورته یادو شوو حالتونو د مخنیوي لپاره ممکن ډاکټر د عملیات، انتیبیوتیک او بلې درملنې سپارښتنه وکړي. په ځینې حالتونو کې یې درملنه هم جانبي عوارض پیدا کولای شي خو په انتیبیوتیک یا عملیات یې درملنه کم جدي جانبي عوارض لري.

د اپنډکس پړسېدنې تشخیص څرنګه کیږي ؟
که چېرې مو ډاکټر د اپنډکس پړسېدنې شک وکړي له تاسې یې د علایمو په اړه پوښتنه کوي، ستاسې د روغتیا د مخینې په اړه پوښتنې کوي. له هغې وروسته مو د ګېډې لاندې ښي اړخ کې د درد لپاره فزیکي ازموینه کوي، د ګېډې په ښي اړخ کې مو پړسوب او سختوالی ګوري. له فزیکي ازموینې وروسته ممکن ډاکټر د نورو ازموینو سپارښتنه وکړي.
 
د وینې ازموینه
د عفونیت د نښو لپاره ډاکټر د (complete blood count CBC) ازموینې سپارښتنه کوي، د اپنډکس پړسېدنه ډېری وخت له باکتریایي عفوني کېدنې سره مل وي، همداسې په خالي ادرارو کې باکتریا هم د اپنډکس پړسېدنې ته ورته پایله لري. له دې پرته ډاکټر ممکن د (C-reactive protein test) ازموینې سپارښتنه هم وکړي تر څو په دې پوه شي چې ګېده کې پړسوب خو به کوم بل لامل نلري لکه ایمني سیستم کې د بې نظمي له امله ګیډه کې پړسوب یا اوږد مهاله روغتیایي حالتونه.
 
د خالي ادرارو ازموینه
ډاکټر ممکن په دې پوهېدل وغواړي چې د ګېډې درد خو به د خالي ادرارو د کانال د عفوني کېدنې له امله یا پښتورګو کې د تیږې له امله نه وي او د دې لپاره ممکن د (urinalysis) په نامه ازموینه وکړي.
 
که چېرې ښځه وي نو ممکن د اومیندوارۍ ازموینه یې هم وشي ځکه چې له رحم بهر د جنین وده ځینې وخت د اپنډکس پړسېدنې ته ورته درد لري. همداسې ښځو کې ډېری وخت د نورو ناروغیو لپاره ممکن ډاکټر د خاصره لګن لپاره هم ازموینه وکړي.
 
د ګېډې انځوریځې ازموینې
د ګېډې انځوریزې ازموینې لاندې یادو شوو روغتیایي حالتونو لپاره ترسره کیږي :
abdominal abscess
fecal impaction
inflammatory bowel disease
د ګېډې انځوریځې ازموینې لاندې یادې شوي :
abdominal ultrasound
abdominal X-ray
abdominal CT scan
abdominal MRI scan
abdominal ultrasound
د سینې ازموینې
که چېرې ستاسې د سږو په ښي اړخ کې نمونیا وي ټول علایم یې د اپنډکس پړسېدنې ته ورته والی لري، د دې لپاره ممکن ډاکټر د سي ټي سکېن یا د سینې د ایکس رې سپارښتنه وکړي.

درملنه
د درملنې لپاره ډاکټر انتیبیوتیک نسخه کوي، د عملیات له لارې مو اپنډکس پرې کوي دې چارې ته طبي ژبه کې (appendectomy) وایي. له دې پرته که چېرې داخل کې ریم وي د ریم تخلیه کوونکې پیچکاري باندې یې تخلیه کوي، د درد ارامولو لپاره درمل، د ورید له لارې مایع او د مایع شکل کې خواړه هم د درملنې برخه ده.

مخنیوی
فایبري خواړه لکه میوه، سبزي، نسک، کورخې یا لوبیا او نخود، نسواري وریژې، د بشپړ غلې ډوډۍ مو د اپنډکس پرسېدنې خطر کموي. کومو هیوادونو کې چې یاد خواړه ډېر کاریږي ډېر کم خلک یې د اپنډکس پړسېدنه تجربه کوي.
Stomach colon rectum diagram-en
drawing of the digestive system

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons