ایسکیمو سپیان – Eskimo Dogs

ډېر خلک ورته د کاناډا ایسکیمو وایي. په واوره کې د کراچۍ کش کولو او ښکار لپاره ساتل کیږي. ډېر خلک ګمان کوي چې د لیوانو او سپیانو ګډ نسل ده او زرګونه کاله زوړ ده. بدن ېې ډېر قوي جوړښت لري، درانده هډوکي لري، او ډېر هغو سپیانو ته ورته والی لري چې د نړۍ په نورو سیمو کې په کراچې پسې واوره کې تړل کیږي. د وېښتانو لاندې برخه ېې نرمه او پاسه برخه د اوبو نه جذبونکی خاصیت لري. د دې سپیانو قد له۲۰ تر ۲۷ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۳۰ تر ۴۷ کیلو ګرامه پورې رسیږي.