تشویش د پیغام په توګه کارول
تشویش د ویرې له احساس کولو پیدا کیږي او تاسې ته د یوه حالت په اړه مالومات درکوي، د مالوماتو پر بنسټ تاسې پرېکړه کوی. که چېرې د خپل ځان داخل کې فکر ته غوږ شو، که خپل ځان سره تر پخوا مختلفه اړیکه جوړه کړو نو بهر تاسې د خپل چلند اختیار کولو کنټرول او خوښه لرلای شی. په دې مانا چې خپل احساس ته نږدې کېدل او غوږ ورته کېښودل باید زدکړئ. تشویش هم یو احساس دی او تاسې ته پیغام درکوي. په تشویش برلاسه کېدل او د نوي احساس په توګه پیغام ترې جوړول تمرین ته اړتیا لري د کوم له لارې چې تاسې په ډېره اسانۍ تشویش له خپلې روغتیا ځپلو راګرځولی شی. که چېرې تاسې تشویش څخه نوی احساس او پیغام جوړ کړئ نو ستاسې په خپل ځان باور زیاتیږي، خپل زهن کې د خپل ځان داسې انځور جوړوی کوم چې د وړتیا لرونکي کس وي او په دې پوهیږی چې د ډېر څه وړتیا لری. خو که چېرې دې احساس ډوب کری نو د تشویش په بې نظمي اخته کېدای شی او خپله زهني او فزیکي روغتیا پرې ګواښلی شی.
ډېری خلک د تېر وخت د تجربو له امله تشویش لري. خلک خپلمنځ کې خپل احساسات د بیانولو له لارې شریکوي، ځینې خلکو کې د نورو لخوا بیان شوي احساس تشویش پیدا کړی وي. ځینې خلکو کې خپل چلند تشویش پیدا کوي. انسان په کم عمر کې د نورو په څېر د ژوند کولو طریقه زده کوي، د نورو په څېر چلند کول زده کوي، د نورو له نظر څخه خپل نظر جوړوي او په لوی عمر کې ګمان کوي چې د نورو نظر، د نورو په څېر د ژوند طریقه او چلند یې خپل دي. که چېرې انسان خپل ځان وپېژني نو د نورو لخوا پکې رامنځته شوی نفوذ په ګوته کولای شي او له دې لارې د نوې او تر پخوا د مختلفې خوښې لرل زده کولای شي.
که چېرې له تاسې څوک له خپل ملګري سره د اړیکې په اړه پوښتنه وکړي ممکن تاسې یې د اړیکې بیانول په ډېره اسانۍ وکړی. بیان ته ممکن رنګینې تشرېح ګانې هم پیدا کړی لکه ښه کس دی، ما سره ښه دی، زه ورسره ښه یم، هر ځای کې حساب پرې کولای شم، دا یې خوښ دي، دا یې نا خوښ دي او داسې نور… خو که چېرې له تاسې پوښتنه وشي چې داخل کې له خپلو اروایي برخو سره یا له خپل ځان سره اړیکه تشرېح کړئ نو دا به ډېرو ته ستونزمنه چاره وي. لامل یې په عصري نړۍ کې خپور شوی لوېدیځ کلتور دی کوم چې تل په بهرني چاپېریال باندې د انسان زهن متمرکز ساتي، په دې کلتور کې انسان زده کوي چې مخکې د لاسته راوړنو لپاره زهن وکاروي، بهر نورو ته وګوري او خپل زهن نورو سره د سیالي لپاره وکاروي، د زهن تول تمرکز یې په مادي توکو وي. د دې چارې دوام انسان ته دا ورزده کوي چې په خپل ځان کم تمرکز وکړي او یا تمرکز کولو ته کم ارزښت ورکړي. کوم خلک چې دې ډول ټولنو کې ژوند کوي خپلو اروايي برخو سره د اړیکې جوړول د ټولنې له تمو بهر او یا له دوده بهر ګڼي، تر څو چې سټرس، ډېپرېشن، زهني ستړیا او یا داسې نور حالتونه تجربه کوي او پای کې د حل لارې لټه کوي او بلاخره دې ته اړ کیږي چې بهر چاپېریال سره د اړیکې جوړولو تر څنګ له خپل ځان سره هم اړیکه جوړه کړي. کله چې له ځان سره اړیکه جوړه کړي نو بهر چاپیریال ته فکر او چلند کې یې هم سمون رامنځته کیږي.
تشویش مو داخل کې اروایي برخه ده. تاسې هغه وخت له دې برخې سره اړیکې جوړولی او د پیغام ګمان ورته کولای شی چې خپل ځان وپېژن او له پېژندلو وروسته اړیکه ورسره جوړه کړئ.
ویرې مو تاسې ته څه ویل یا یې د څه ویلو هڅه کوله ؟ ته د همدې حالت په اړه د خپلې پوهې تجربې پر بنسټ څه نظر لرې ؟ دا هم په یاد کې ولری چې ډېر تشویشونه ستاسې د ژوند تر پایه په حقیقت نه بدلیږي ځکه چې حقیقت نلري یوازې ستاسې داخل کې ویره او تشویش وي. ستاسې دا تشویش یا ویره د حقیقي حالت په اړه پیغام دی او که ستاسې د اروایي برخې کومه چې تاسې له پامه غورزولې د دې برخې اوتومات تولید دی ؟
که وېره مو خیالي وي همدومره کافي ده چې تاسې زهن ته په مثبتو خبرو ارام ورکړئ، ډوبه ساه واخلئ، د ټول بدن شخي وباسئ، زهن ته پرې ارام ورکړئ. که چېرې د حقیقي حالت په اړه پیغام وي نو دلته ویره او تشویش احساسات دي، تاسې ته د حالت په اړه د خطر زنګ دی او ستاسې د ځان ساتنې غوښتنه ده. د دې لپاره د منفي احساساتو مدیریت باندې پوهېدل او له پوهېدو وروسته یې پلي کول اړین دي.
Comments
So empty here ... leave a comment!