د اسمان څکالي بګ حشرې – Bat bug

د کورنۍ نوم ېې پولیکتېنیدای (family Polyctenidae) ده. د وینې زبېښونکو حشرو ۲۰ ډولونه دي. د ډلې نومې یې هېتېروپتېرا (order Heteroptera) ده. دا حشرې بهرنی پرازیت ګڼل کیږي او ډېر وخت د ګرموسیمو د اسمان څکالي په غوږونو کې ژوند کوي. اوږدوالی ېې تر ۵ ملي متره پورې رسیږي. سترګې او وزرونه نلري، مخکینۍ پښې ېې لنډې او ډبلې دي، منځنۍ او وروستۍ پښې ېې اوږدې او نرۍ دي.
Share
Hide Buttons