د بطن غړي او پوښتۍ

په بدن کې ځیګر د فلټر کولو دنده لري بدن له زهري توکو خالي او صفرا تولیدوي. صفرا په هاضمه کې مرسته کوي، د شحمو په جذب کې او د هغو ویټامینونو په جذب کې کوم چې په شحمو کې حل کیږي لکه اې، ډي، اي او کې.
 
د صفرا کیسه (gallbladder) له ځیګر لاندې کوچنۍ کیسه ده، په ځان کې اضافي صفرا تر هغو ساتي تر څو چې وړو کلمو ته نه وي پمپ شوي.
 
معده (stomach) په خپل ځان کې خواړه ساتي او هاضمې ته یې چمتو کوي، په معده کې خواړه د هاضمې له جوس سره ګډیږي، مخکې تر دې چې خواړه وړو کلمو ته ولاړه شي د معدې عضلې یې میده کوي، په معده کې د هاضمې جوس هایډروکلوریک اسید (hydrochloric acid)، الیکټرولیټونه (electrolytes) او انزایمونه لکه (pepsin) دي.
 
لوز المعده (pancreas) یو مرغړی دی او انزایمونه ترشح کوي کوم چې د پروتینونو، کاربوهایډرېټونو او شحمو په هاضمه کې مرسته کوي. همداس اینسولین او ګلوکاګان (insulin and glucagon) هورمونونه هم ترشح کوي کوم چې د بورې په شمول د خوړو ویش تنظیم کوي.
 
وړې کملې تقریبا له ۲۱ تر ۲۲ فټه اوږد کانال دی کوم چې شحم، کاربوهایډرېټونه او پروتینونه په غوړو اسیدونو (fatty acids) بدلوي کوم چې وروسته بدن ته جذب کیږي. له درې تر پنځه ساعتو پورې په خوړو کار کوي.
 
غټه کلمه ( large intestine) تقریبا پنځه فټه اوږدوالی لري د هاضمې د کانال وروستۍ برخه ده او له درې برخو (cecum, colon, and rectum) جوړه ده.
 
پښتورګي (kidneys) تقریبا یو میلیون فلټر کوونکي یونټونه لري کومو ته چې نفرون (nephron) نوم اخلي. هره دقیقه تقریبا ۱۲۰۰ ملي لیتره وینه له پښتورګو تېریږي او پروسس ورکول کیږي. له زړه څخه د (renal artery) په ذریعه وینه پښتورګو ته پمپ کیږي یاد رګ له (abdominal aorta) څخه څانګه شوی.
 
اډرینال مرغړي suprarenal (adrenal) glands د اینډوکراین سیستم برخه ده. په دوه برخو (adrenal cortex and the adrenal medulla) ویشل شوي مرغړي دي. هره برخه یې د هورمونونو مختلف سیټ ترشح کوي. دا مختلف هورمونونه له پښتورګو سره مرسته کوي چې سوډیم وساتي او په دې طریقه د اوبو ساتنه ممکنه کړي. یاد هورمونونونه د جنسي فعالیت ملاتړ کې هم ونډه اخلي.
 
د (ureter) په نامه دوه کانالونه له پښتورګو مثانې ته خالي ادرار انتقالوي. د دواړو کانالونو پای بندیږي تر څو له مثانې خالي ادرار بېرته د پښتورګو لور ونه بهیږي.
 
پوښتۍ (ribs) یا د سینې قفس (rib cage) په انسان کې ۱۲ جوړه پوښتۍ موجودې وي، له شمزي سره ضمیمه شوې وي پورتینو اووه جوړه پوښتیو ته یې ریښتینې پوښتۍ (true ribs) نوم اخلي ځکه چې د سینې له هډوکي (sternum) سره وصل دي، ، اتمې، نهمې او لسمې جوړې ته غیرې ریښتینې پوښتۍ (false ribs) نوم اخلي ځکه چې د سینې د هډوکي په ځای د پوښتیو له اوومې جوړې سره نښتي، د پوښتیو یولسمې او دولسې جوړې ته لامبو وهونکې پوښتۍ (floating ribs) نوم اخلي ځکه چې یوازې یو طرف یې له شمزي سره وصل دی. د سینې له هډوکي سره پوښتۍ د (costal cartilage) په نامه کرپندوکي نښلولي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons