په کار ځای، ټولنې او کورنۍ کې د نورو په اړه پوهاوی لرل اړین وي تر څوی له دوي سره اغیزمنې خبرې وکړای شو او د خبرو اترو له لارې ښې اړیکې ورسره جوړې کړای شو.
۱ – مستقیمه طریقه : د خبرو اترو مستقیمه طریقه قاطع، سیالي کوونکې، مستقله، په ځان باور لرونکې وي. دا ډول خلک متمرکز، د موخې تر لاسه کولو په لور تګ کوونکي او فعالیت کې بوخت وي. د نورو خلکو مخ کې ممکن ډېر غوښتنې کوونکی کس وي. کله چې ستړی وي ډېر بې صبره او نا ارامه ښکاري. دا ډول کسان غواړي تل د حالت کنټرول کوونکي واوسي خو که چېرې غیرې مستقله یا په نورو پورې تړاو لرونکی شي نو غسه احساس کوي. دا ډول کسان پرمختګ په لاسته راوړنو او بریا تر لاسه کولو باندې اندازه کوي او ننګونې انګېزه پکې پیدا کوي. په کار ځای کې د اړیکو په ځای په لاسته راوړنو تمرکز کوي او په اسانۍ خپل احساس او احساسات نه شریکوي او یا یې نه بیانوي. تل رسمي، جوړښت لرونکی، بوخت چاپېریال خوښوي.
په مستقیمه توګه خبرې کوونکی له تا دا هیله لري چې ژر او په مختصره توګه مطلب ترلاسه کړې. که چېرې له دې ډول کس سره مخ شوې نو له ډېرې تشرېح ډډه وکړئ، له تکرار ډډه وکړئ او په مختصره توګه د مطلب خبره ورته وکړئ. که تاسې خبرې کوئ نو پایله ورته ووایئ، تفصیل هغه وخت بیان کړئ کله چې پوښتنه درڅخه وشي.
۲ – پیلونکی یا بنسټ ایښودونکی : دا ډول کسان په ټولنه کې په اسانۍ د ورګډېدو لپاره ځانګړنې لري. له علاقې او انرژي ډک وي، چارې او خبرې یې بهرني محرک یا پارونکي ته غبرګون نه وي بلکې له داخل څخه سرچینه اخیستونکې وي، د تفریح خوښونکي وي. له نورو سره د ملتیا کولو د طبیعت او علاقې لرلو له امله خبرې ډېرې کوي او نورو ته کم وخت غوږ نیسي. د نورو خلکو نظر کې د ځان په اړه ډاډ لرونکی، نوښتګر او هڅونکی وي. د دې ډول کسانو خوښیږي چې اړیکو کې د مقابل کس له لوري منل شوی وي او له همدې امله اړیکې ورته د انګېزې سرچینه وي. د نورو لخوا ستاینې او تصدیق ته ځواکمن غبرګون ښي. ځینې وخت ممکن داسې ښکاره شي چې ځینې کړنې یې د فکر په ځای له احساساتو سرچینه اخلي. د ملګرتیا پر بنسټ جوړ، شخصي او هڅونکی کاري چاپېریال یې خوښ وي.
بنسټ ایښودونکی له نورو سره د کیسو شریکول خوښوي. له دوي سره د خبرو پیل کې دوي ته وخت ورکړئ تر څو له ګواښ خالي دوستانه چاپېریال جوړ کړي. خپل نظر او احساس بیانولو ته یې پیل کې وخت ورکړئ.
۳ – ملاتړ کوونکی : دا ډول خلک ارام وي، ثابت یا ناڅاپه ژر نه بدلېدونکي وي، ریښتیني او مهربانه وي. بدلون یې نه خوښیږي او له همدې امله ممکن نورو ته غیرې قاطع ښکاره شي. پام کوونکی، صبر لرونکی او دوستانه چلند لرونکی وي. د خبرو اترو پرمهال نورو ته په ټول پام سره غوږ ایښودونکی وي او له همدې امله د نور نظر کې همکار، غیرې مستقل او وفادار کس وي. د نورو لخوا ستاینه په شخصي توګه خوښوي. له فشار خالي، ارام او شخصي کاري چاپېریال خوښوي. مخالفت او شخړه نه خوښوي خو د دوه مخالفو کسانو ترمنځ د منځګړتوب ښه وړتیا لري.
ملاتړ کوونکی ستاسې له خوا ډېر اطمینان ورکولو ته اړتیا لري تر څو له تاسې سره باور جوړ کړي. کله هم چې د خپل نظر او احساس بیانول وغواړي د بیانولو لپاره یې تشویق کړئ. د پرېکړې کولو لپاره وخت ورکړئ.
څېړنیز : دا ډول خلک مختصر، مشخص، دقیق، څېړنیز او منطقي وي. دا ډول خلک سیستماتیک وي او ډېری وخت یې دنده او مسولیت لارښونه کوي. د نور خلکو فکر کې داسې کس وي کوم چې معیار نه مني او تر معیارونو د بشپړتیا په لور تګ کوونکی وي. دا ډول کس دیپلوماتیک، په ځان بسیا او موخې په لور تګ کوونکی وي. که چېرې ونه پوښتل شي نو خپل نظر نه ورکوي. یوه چاره ورو او په پام سره ترسره کوي. جوړښت لرونکی، منظم او له فعالیت ډک چاپېریال یې خوښیږي. خپل شخصي مالومات او احساسات نورو سره نه شریکوي.
د خبرو لپاره د څېړنیزې طریقې کارونکي په خبرو کې حقایقو او شکلونو ته کتنه کوي. په خبرو کې ورته په منظمه توګه مالومات وړاندې کړئ او د خبرو پرمهال د مالوماتو په اړه سوالونو ته چمتو اوسئ. کله چې د مالوماتو په اړه فکر کوي نو دې وخت کې صبر وکړئ.