د “تل” او “هېڅکله” له کارولو کلکه ډډه وکړئ. که چېرې تاسې کار ځای کې غیرې مناسبې کلیمې وکاروئ نو له نورو سره خپلې اړیکې به مو خرابې کړې وي او د نورو منفي غبرګون به مو پارولی وي. که چېرې “تل” وکاروئ نو اورېدونکی یې د برید په توګه درک کولای شي. که چېرې تاسې د یوه حالت بدلول غواړئ نو خبرې او چلند مو نرم وساتئ. همداسې د “باید” په ځای ځواک بښونکې کلیمې وکاروئ لکه هڅه کول، که یې امکان لرلای، ممکن که، …
د “مګر” کلیمه ممکن بل ته منفي مانا ولري او زهن کې یې ټول مثبت اړخونه پاک کړي او یوازې په منفي اړخ تمرکز وکړي. د بېلګې په توګه دا دواړه جملې یوه مانا لري خو یوې کې یې مګر کارېدلی : تاسې جوړه کړې الوتکه نامتو ده مګر ساعت کې ۳۵ کیلو متره سفر کوي ؛ ستاسې جوړه کړې الوتکه نامتو ده او ساعت کې ۳۵ کیلو متره تګ کوي. په دې دوه جملو کې مانا یوه ده خو چلند کې توپیر دی. یوه یې ډېره منفي اړخ باندې تمرکز کوي. په ځینو ځایونو کې ممکن اړین وي چې د “مګر” کلیمه وکارول شي خو له منفي پیغام لېږنې یې ځان خبر ساتئ.
که چېرې تاسې ژمنه کول غواړئ نو کمزورې کلیمې لکه “ممکن، کېدای شي، امکان لري” مه کاروئ. یادې کلیمې د قاطیعت ښودنه نه کوي، د نامالومه، نا څرګنده، غیرې یقیني ژمنې ښودنه کوي. غوښتنه کوونکې کلیمې لکه “ته باید، هرو مرو، په هر قیمت چې کیږي” مه کاروئ ځکه چې مقابل کس فکر کوي چې هغه خپله خوښه نه لري او ته پرې تحمیل شوی یې. منفي جملې لکه “مه کوه، نشې کولای، نه” مه کاروئ ځکه چې د منفي احساس پارولو لامل کیږي.