د زیړې تبې واکسین څه دی ؟

زیړه تبه د ژوند ګواښونکې ناروغي ده او فلاوي ویروس یې رامنځته کوي. له یو کس څخه بل ته نه انتقالیږي بلکې یوازې یې میاشي نورو ته انتقالوي. ډېری کسان یوازې زکام ته ورته علایم پکې تجربه کوي او تر څلورو ورځو پورې بېرته ښه کیږي، تر ۱۵ % پورې ناروغانو کې یې له لمړي پړاو پس زهري پړاو وده کوي کوم چې د ژوند ګواښونکی دی. کومو کسانو کې چې زهري پړاو وده وکړي له ۱۰۰ تقریبا ۷۰ ناروغان مړه کیږي. د زېړې تبې درملنه نشته خو په ځینو درملو او طریقو باندې یې د علایمو کنټرول کیږي.

د زېړې تبې واکسین د همدې ویروس کمزوری شوی ډول دی، انسان کې د فلاوي ویروس ضد انټي باډیز د تولید لامل کیږي. واکسین یې د لس کالو لپاره د معافیت رامنځته کوونکی ګڼل شوی وو خو اوسمهال ادعا کیږي چې د ټول عمر لپاره معافیت یا مصونیت رامنځته کوي.

له واکسین پس ځینې کسانو کې تبه، د مفصلونو درد او د عضلو درد پیدا کیږي. یاد علایم له واکسین لږ وروسته رامنځته کیږي او تر ۱۴ ورځو پورې ادامه لرلای شي. ځینې کسانو کې تر یوې اونۍ پورې علایم ارام شوي وي. په هرو څلورو کسانو کې په یوه کس کې د واکسین جانبي عوارض نرم وي.

په ۵۵۰۰۰ کې یوازې یو کس له واکسین سره جدي حساسیت ښي، په ۱۲۵۰۰۰ کسانو کې یوازې د یوه کس عصبي سیستم جدي غبرګون ښي، په ۲۵۰۰۰۰ کسانو کې یوازې یو کس کې سخته ناروغي او د بدن د غړو فعالیت کې ستونزه پیدا کوي.

د حساسیت نښې یې لاندې یادې شوي او که چېرې مو له واکسین پس لاندې یاد شوي تجربه کړل نو د بېړنیو روغتیاي مرستو په هڅه کې شئ
– چلند کې بدلون
– بخار
– سا اخیستنه کې ستونزه
– د لوړې تودوخې تبه
– د مخ، ژبې یا مرۍ پړسوب
– د سر چکر
– کمزورتیا
– ټوخی
– د مړۍ تېرولو کې ستونزه
– د زړه تېز ضربان
– غوږ کې ضربان
– کانګې
– د بدن ستنه ستنه کېدل

که چېرې تاسې افریقا او یا سوېلې امریکا ته سفر کوئ نو له ۹ میاشتیني پورته ټول باید ځان واکسین کړي. که چېرې هغه هیواد ته سفر کوئ کوم چې د یاد ویروس لپاره د واکسین تصدیق غواړي نو هم واکسین اړتیا ده. اومیدواره ښځې دې یوازې هغه وخت کې واکسین وکړي کله چې د زېړې تبې د نیول کېدو له خطر سره مخ وي.

هغه کسان کوم چې باید واکسین نشي :
– تر ۶۰ کالو د زیات عمر لرونکی کس
– تر ۹ میاشتو کم عمر لرونکی
– هغه کسان چې ایمني سیستم یې کمزوری وي لکه د کېمو تېراپي اخیستونکی او یا اېچ ای وي ویروس لرونکی
– له هګیو، جېلاتین او یا د واکسین له کوم جز سره حساسیت لرونکی
– کوم کسان چې تایموس مرغړي کې بې نظمي لري

Sidebar



Share
Hide Buttons