د سرطان وروستی پړاو د درملنې وړ وي ؟

د درملنې موخه یې د ناروغ په درد کې دومره ارام ساتل دي څومره چې امکان لري. ځینې هیوادونو کې یوازې د ناروغ مړینې ته انتظار کوي او ځینې هیوادونو کې هڅه کوي چې که امکان ولري ژوند یې یو څو ورځې اوږد شي. د سرطان وروستی پړاو او پر مختللی پړاو یو بل سره توپیر لري. لکه د وروستي پړاو په څېر د سرطان پرمختللی پړاو هم د درملنې وړ نه دی خو په پرمختللي پړاو درملنه اغیز کوي او د سرطان وده کې وروالی رامنځته کوي خو د سرطان په وروستي پړاو درملنه کوم اغیز نه لري او د سرطان وده هم نشي ورو کولی او له همدې امله ډاکټران هڅه کوي چې څومره د ناروغ ارام ساتل امکان ولري همدومره یې ارام وساتي.

د سرطان وروستی پړاو د انسان ژوند ډېر لنډوي خو د ژوند لنډوالی یې له ځینې فکتورونو سره هم تړاو لري لکه :
– د سرطان ډول
– د انسان نوره روغتیا
– د بل روغتیایي حالت لرل یا نه لرل

کله چې ډاکټر د ژوند په اړه خپله وړاندوینه کوي تر ډېره یې اټکل یوازې خوشبیني وي. څېړونکو او ډاکټرانو په وروستیو کې هڅه کړې چې د تومور متخصصانو او د درد ارامونکو سره مرسته وکړي چې د سرطان په وروستي پړاو کې د ناروغ د ژوند د اوږدوالي په اړه سمه وړاندوینه او اټکل وکړای شي او ناروغ ته یې ځواب ریښتینی وي. په دې کې لاندې یاد شوي شامل دي :
– لمړی (Karnofsky performance scale) دی په دې کې د سرطان د ناروغ د معمولي چارو د تر سره کولو معیاري کچه ده، په دې ډول کچه کولو ډاکټر د یو کس ورځنی فعالیت او د ځان خیال ساتنه اندازه کوي. نمرې په فیصدي ورکول کیږي او څومره یې چې نمرې کمې وي همدومره یې د سرطان په وروستي پړاو کې ژوند لنډ وي.
– دوېم (Palliative prognostic score) دی په دې کې له صفر نیولې تر ۱۷.۵ پورې نمرې دي، نمرې یې د سپینو حجرو او لنفوسیټ د شمار له مخې ورکول کیږي څومره یې چې نمرې زیاتې وي همدومره یې د ژوند اټکل اوږد وي.

پورته اټکلونه او ارزونې هر وخت دقیق نه وي خو نورې اړینې موخې لري، لکه د خلکو او ډاکټرانو پرېکړو کې مرسته، موخې ټاکل او د ژوند د پای په لور خپل پلان جوړول. ډېری خلکو ته په دې وخت کې هم درمل ورکول کیږي خو ځینې یې بیا د نه کارولو پرېکړه کوي ځکه چې درملو کې ډېر جانبي عوارض وي. ځینې خلک بیا پرېکړه کوي چې نوي جوړ شوي درمل وکاروي تر څو یې بدن کې ډاکټران د درملو اغیز مطالعه کړي او د سرطان د نورو ناروغانو لپاره یې تصدیق یا رد کړي په دې مانا چې ډاکټرانو ته اجازه ورکوي چې بدن یې د ازموینو لپاره وکاروي.

Sidebar



Share
Hide Buttons