هر انسان وخت نا وخت غسه کیږي. غسه د انسان ځانګړنه ده خو انسان له مور په غسه نه دی پیدا شوی بلکې همدې نړۍ کې یې غسه زده کړې او لکه د نورو زدکړو په څېر یې د کارولو او نه کارولو خوښه لرلای شو د بېلګې په توګه انسان په ښي لاس خوراک کول زده کړی خو په چپ لاس هم خوراک کولای شي او د ښي لاس له کارولو ډډه کولای شي.
څرنګه غسه کس ارامولی شو ؟
– غسې ته یې په ټول پام غوږ کېږدئ او که چېرې اړتیا وي چپتیا غوره کړئ
– خبرو کې یې مداخله مه کوئ
– غسه کس ته هېڅ کله مه وایئ چې اوس نوره غسه مه کوه برعکس د غسې تصدیق وکړئ
– غسه کس ته له نصیحتونو کولو ډډه وکړئ
– د غسه کس د پیغام په تایدولو او تصدیق کولو ځواب ویونکی اوسه
– د خپلې مرستې په اړه مشخص اوسه او بې ځایه وعدې مه کوه
– غسه کس ته له غسې د وتلو لار پرانیستې پرېږده او د غسې حال کې یې په ګډو وډو تمرکز مه کوه