د غټې کولمې له پړسوب او ټپ سره د مقاومت لارې چارې او د درملنې بد اغیز

د کولمې د پړسوب ناروغي ده. په دې ډول کسانو کې ایمني سیستم بې کچې زیات فعال وي او په غټې کولمې یې برید کوي. د پړسوب علایم یې د ګېډې نیول کېدنه، نس ناستی او ستړیا وي. درملنه نه لري خو درمل یې علایم ارام ساتلی شي او د بېرته راګرځېدو مخنیوی یې کولای شي. ځینې درمل یې کولمه کې پړسوب اراموي او نور یې بیا د نس ناستي او درد په څېر علایم ښه کوي. کوم درمل چې ډاکټر نسخه کوي بېلګې یې لاندې وګورئ

– د نس ناستي ښه کوونکي درمل : لوپېرامیډ (ایموډیم)
– د درد ارامونکي درمل : اسېټامینوفېن (ټیلینول)، د اسپېرین په شمول غیرې سټېرویډي د پړسوب ضد درمل، ای بروفېن (اډوېل، موټرین)، ناپروکسین
– امینوسیلېسېلېټونه : سولفاسالازین، بالسالازایډ، مېسالامین، اولسالازین
– کورټي کوسټېرویډونه : پرېډنیزون، پرېډنیزولون، مېتل پرېډنیزولون، بیوډسونایډ
– د ایمني سیستم تعدیل کوونکي درمل : ازاتایوپرین، سایکلوسپورین، ټاکرولیموس، ۶-اېم پي (۶-مېرکاپتوپیورین)، مېتو ټرېکسیټ
– بیولوجیکي درمل : اډالي مماب (هومیرا)، انفلیکسي ماب (ریمي کاډ)
– (janus kinase inhibitors) : ټوفا سیټي نیب (زېلجانز)
– انتي بیوتیک : سیپروفلاکسېسېن (سیپرو)، مېټرونایډېزول (فلاګل)، ریفاکسېمین (سیکفاکسن)

پورته یاد شوي درمل خپل بد اغیز هم لرلای شي. ډاکټر د درملنې تر څنګ د داسې درملو موندلو هڅه هم کوي د کومو چې په تاسې کې د بد اغیز کچه کمه وي. علایمو کې بدلون مو له ډاکټر سره هرو مرو شریکوئ تر څو مو درملو کې د وخت له تېرېدو سره بدلون راولي.

ځوانکۍ یا د ځوانۍ دانې
د ایمني سیستم تعدیلونکي او کورټي کوسټېرویډونه ځوانکۍ پیدا کوي. که چېرې ډېرې وي نو له ډاکټر سره خبرې وکړئ چې د درملو ډوز مو تنظیم کړي.

بې اشتیا کېدل
د ایمني سیستم تعدیلونکي او کورټي کوسټېرویډونه، انتي بیوتیک، امینوسیلېسېلېټونه مو بې اشتیا کوي. د غټې کولمې د پړسوب او ټپ له امله او د درملو له امله زړه بدوالی مو بې اشتیا کوي. د دې لپاره چې بدن مو سم تغذیه کړی وي داسې خواړه وخورئ کوم چې کافي کالوري لري.

د ګېډې درد او نیول کېدنه
امینوسیلېسېلېټونه، انتي بیوتیک، بیولوجیکي درمل، د ایمني سیستم تعدیلونکي درمل ګېډه کې درد پیدا کوي. له ډاکټر پوښتنه وکړئ چې درمل په مړه ګېډه او که له ډوډۍ سره یو ځای وخورئ تر څو مو د ګېډې نا ارامتیا ارامه کړئ.

قبضیت
امینوسیلېسېلېټونه او د ایمني سیستم تعدیلونکي قبضیت پیدا کوي. لاندې لارې چارې مو قبضیت کمولی شي :
– اضافه اوبه څکل تر څو مو غایطه مواد نرم وساتي
– هره ورځ سپورت تر څو مو غټه کولمه کې غایطه مواد خوځښت وکړي
– د خوړو له متخصص سره مو د خوړو په اړه خبرې وکړئ تر څو ستاسې رژیم کې قبضیت پیدا کوونکي خواړه در په ګوته کړي
– له ډاکټر سره مو د غایطه موادو د نرمونکي تولید په اړه خبرې وکړئ

نس ناستی
انتي بیوتیک، امینوسیلېسېلېټونه او د ایمني سیستم تعدیلونکي نس ناستی پیدا کوي. که چېرې مو نس ناستی پیدا کړ نو له ډاکټر مو درمل وغواړئ. کافي مایع څکل مه هېروئ. له هغو خوړو کوم چې شحم او مسالې لري، زیات فایبر لري لکه د بشپړ غلې اوړه، ځینې میوې او سبزي، د شیدو تولید او کافې مو نس ناستی نور هم زیاتولی شي.

د سر ګرځېدل
امینوسیلېسېلېټونه، کورټي کوسټېرویډونه، د ایمني سیستم تعدیلونکي او بیولوجیکي درمل ناروغ کې د سر چکر پیدا کولای شي. که چېرې مو سر چکر کوه نو لاندې چارې ترسره کړئ :
– په تیاره کوټه کې کیناستل یا څملاستل تر څو مو چې د سر چکر ښه کیږي
– د ملاستې پر وخت مو سر ته داسې بالښت کېږدئ چې لوړ وي
– د موټر له چلولو او ماشین له کارولو ډډه وکړئ

که چېرې مو د سر چکر ادامه پیدا کړه نو له ډاکټر سره مو خبرې وکړئ چې درمل مو بدل کړي.

وچه خوله
امینوسیلېسېلېټونه مو خوله وچولی شي. د مخنیوي لپاره یې مصنوعي لاړې واخلئ تر څو مو خوله لنده وساتي. د درملو ډوز کې بدلون او یا درمل بدلول یې هم یوه حل لار ده.

ګاز
امینوسیلېسېلېټونه او د ایمني سیستم تعدیلونکي په ګېډه کې ګاز پیدا کوي. لاندې یاد شوي خواړه مو نور هم ګېډه کې ګاز زیاتولی شي.
– هغه سبزي کومه چې زیات فایبر لري لکه د بروکسل غوټۍ، کرم او بروکولي
– د غنمو پوستکی
– د شیدو تولید
– شحم لرونکي یا سره شوي خواړه
– بوره لرونکي خواړه
– مصنوعي خوږونکي

سر درد
امینوسیلېسېلېټونه، انتي بیوتیک، کورټي کوسټېرویډونه، د ایمني سیستم تعدیلونکي، بیولوجیکي درمل او (janus kinase inhibitors) سر درد پیدا کولای شي. په دې ډول ناروغانو کې میګرېن یا نیم سری درد ډېر عام وي خو د درملنې له پیل سره یې سر درد کې کموالی رامنځته کیږي. که چېرې وخت نا وخت سر درد بېرته راوګرځي نو د درد ارامونکي لکه اسیټامینوفین یې ارامولی شي. که چېرې مو سر درد دوامداره او سخت وي نو درملو کې مو بدلون راولئ.

د معدې تېزاب
انتي بیوتیک، امینوسیلېسېلېټونه او د ایمني سیستم تعدیلونکي مو د معدې تېزاب زیاتولی شي. لاندې یاد شوي مو د معدې د تېزابو مخنیوی کولای شي :
– لیمویي خواړه، چاکلېټ نه خوړل
– سګرټ نه څښول
– خوړل او ورپسې ویدل کېدل مه کوئ
– له خوړو پس څملاستل مه کوئ

بیولوجیکي درمل په ناروغ کې بخار، د پوستکي بې رنګه کېدل، د شونډو او مرۍ پړسوب پیدا کولای شي. له تذریق سره یې ممکن سینه کې درد، د وینې لوړ فشار، په عضلو کې درد، زړه بدوالی، سردرد هم پیدا شي. غبرګون یې په درملو مدیریت کېدای شي. د تذریق ځای مو هم ممکن غبرګون وښي خو په خپله ښه کیږي او که چېرې ښه نه شو نو له خپل ډاکټر سره ووینئ.

د عضلو او مفصلونو درد
امینوسیلېسېلېټونه، د ایمني سیستم تعدیلونکي او بیولوجیکي درمل په عضلو او مفصلونو کې درد پیدا کولای شي. درد یې په ټکور کمېدای شي خو که چېرې یې ادامه پیدا کړه له ډاکټر سره مو د درملو ډوز او یا د درملو د بدلون په اړه مشوره وکړئ.

کانګې او زړه بدوالی
انتي بیوتیک، د ایمني سیستم تعدیلونکي، کورټي کوسټېرویډونه اوبیولوجیکي درمل د زړه بدوالي او کانګو لامل کېدای شي. د مخنیوي لپاره یې لاندې لارې چارې ترسره کړئ :
– درمل مو له خوړو سره وخورئ
– د درې وختو خوړو په ځای کم خو څو ځلې د ورځې اوږدو کې خواړه وخورئ
– خواړه ورو وخورئ او له خوراک پس فزیکي فعالیت مه کوئ
– سره شوي، غوړ او بوره لرونکي خواړه مه خورئ
– له اوبو سره د ادرکو اوبه وڅکئ تر څو مو بدن کې اوبه کمې نشي

عفونیت
امینوسیلېسېلېټونه، انتي بیوتیک، د ایمني سیستم تعدیلونکي، کورټي کوسټېرویډونه، بیولوجیکي درمل او (JAK inhibitors) مو بدن کې د عفونیت لامل کېدای شي. یاد درمل مو ایمني سیستم ارام او یا کمزوری ساتي. همداسې مو انتي بیوتیک هم د ښو او بدو باکتریا په توازن کې بدلون راولي. دا چاره ستاسې په تنفسي جهاز، په کولمو او د خالي ادرارو په کانال کې عفونیت پیدا کوي. د عفونیت د مخنیوي لپاره واکسین مه هېروئ په دې کې د نمونیا، زکام چرګانو د تڼاکو ضد واکسینونه هم شامل دي.

په خوب کې ستونزه
انتي بیوتیک، کورټي کوسټېرویډونه او د ایمني سیستم تعدیلونکي په خوب کې ستونزه پیدا کولای شي خو خپله د کولمې د پړسوب ناروغي مو هم خوب کې ستونزه پیدا کوي. لاندې یادې شوې لارې چارې مو خوب کې ستونزه هوارولی شي.
– هره ورځ فزیکي فعالیت او سپورت
– هره شپه په یوه وخت ویده کېدل
– په شپه کې د دروند خوراک مخنیوی

د هډوکو کمزورتیا یا اوستیوپوروز (انګریزي تلفظ یې اوسټیوپوروسېس دی)
کورټي کوسټېرویډونه ناروغ کې اوستیوپوروز پیدا کولای شي. لاندې لارې چارې یې مخنیوی کولای شي :
– د ویټامین ډي او کلسیم لرونکي خواړه
– قدم وهل او نور سپورت
– سګرټ او مخدره توکي نه کارول

د وزن زیاتېدل
کورټي کوسټېرویډونه مو وزن زیاتولی شي. ډېری وخت مو مخ، ملا، ګېډه او څټ کې څوربوالی پیدا کوي.

Sidebar



Share
Hide Buttons