پخوانی متل دی وايي چې سړیان د مریخ دي او ښځې د زهرې سیارې دي. د جنسیتونو د توپیرونو په اړه، د نر او ښځې تر منځ د ناسم پوهاوي په اړه تر اوسه ممکن تر لسګونو زرو زیاتې مقالې، مجلې او کتابونه چاپ شوي وي. ځینې خلک بیا د عمر توپیر ته کتنه نه کوي خو دې یوې خبرې ته مو هم پام وي چې هر انسان جلا شخصیت لري او دا اړینه نه ده چې د یو کس چلند به هرو مرو له هغه عصر سره تړاو لري په کوم کې چې زېږېدلی. په ورته وخت کې ډېری څېړنې دا ښي چې له کار سره مو تړاو او کار ځای کې مو اړیکې له عصر څخه اغیزمنې دي.
۱ – له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته زېږېدلی، د ۱۹۴۶ – ۱۹۶۴ کلونو ترمنځ زېږېدلی او یا داسې وخت کې زېږېدلی چې د نړۍ نفوس په چټکۍ سره په زیاتېدا وو. همدې کسانو ته په انګرېزۍ کې (Baby Boomers) وایي. دې نسل یو انقلاب رامنځته کړ. د دوي وخت کې په ډېر تدریجي شکل کار ځای ته ښځې او هغه توکمونه داخل شو چې سیمو کې لږکي وو. یادې دندې مخکې یوازې د سپین پوستو حق ګڼل کېده.
د دې نسل خلکو کې چلند مخکې له مخکې یوې چارې ته چمتوالی دی، سیالي کوونکي دي، خپل کار ته دومره ارزښت ورکوي لکه له خپلې کورنۍ سره ژوند ته یې چې ورکوي. دا خلک په داسې وخت کې زېږېدلي چې ټولنیز بدلون رامنځته کېده او له همدې امله په ټولواکي بې باوره دي خو دا په دې مانا نه ده چې دوي له مدیرانو سره کار نشي کولای. دا خلک له واک لرونکو پوښتنه کوي او ځواب ترې غواړي او همداسې د مغرور مدیر او د کار مالک لپاره وخت نه لري. داسې خلکو ته کار کول غواړي کوم چې د هر کس په نظر د پوهېدو هڅه کوي. په دې کسانو کې ډېری له واټن څخه کار کول او یا عصري کاري چاپېریال نه خوي. د دې نسل خلک ګمان کوي چې په کار ځای کې سیالي یوه سالمه چاره ده او کار ځای ته وفاداري باید جایزه ولري. په ټیم کې کار کول خوښوي او ملاقات کول یا ناستې کول ګټور ګڼي.
که چېرې دې خلکو ته په تفصیل سره وویل شي چې کار ځای کې یې ګډون په پایله کې کوم ډول بدلون رامنځته کوي نو پرې خوښیږي او قدر داني یې کوي. که چېرې یوې اداره کې یې د اوږدې مودې لپاره کار کړی وي د چارو په ستاینه او جایزې له نورو خوښیږي او له همدې امله دوي د ټیټ پوړو په ځای لوړ پوړو ته ارزښت ورکوي.
دا خلک په داسې عصر یا وخت کې زېږېدلي په کوم کې چې مخامخ لیدنه کېده او اړیکې د ټکنالوجي له لارې نه نیول کېدې. که چېرې تاسې د دې عصر له خلکو سره خبرې کول غواړئ نو د لیدو لپاره یې وخت ورسره واخلئ. ډېری یې ایمیل، مبایل او کمپیوټر هم کارولی شي خو مخامخ لیده کاته غوره ګڼي.
دا خلک د چارې دوامداره څارنه او له نورو نیوکه او وړاندیز نه خوښوي، دوي فکر کوي چې چاره پر مخ وړلی شي او د چارې د پرمخ وړلو لپاره واټن غواړي. کله نا کله دا اړینه وي چې دې خلکو ته وویل شي چې د چارې دوامداره څارنه، نیوکه او وړاندیز په دې مانا نه ده چې مدیر ګمان کوي چې ته په کار نه پوهېږې او یا واک نه لرې بلکې ډېر ماهر کس هم ورته اړتیا لري چې چارې یې په دوامداره توګه وڅارل شي او وړاندیز ورته وشي.
۲ – اېکس نسل، ډېری خلک یې د ۱۹۶۵-۱۹۸۰ تر منځ زېږېدلی د امریکا نسل ګڼي خو ځینې خلک ورته خپل تعریفونه لري. تر پورته یاد شوي نسل زیات کاروباري فکر لري، د ګټې لپاره مالي خطر په غاړه اخلي. د اېکس نسل خلک په داسې مالي او اقتصادي فرصتونو کې را لوی شوي کوم چې محفوظ نه وو. دا خلک د شخصي ژوند او کاري ژوند ترمنځ د توازن په لټه کې وي، همداسې د استقلال په لټه کې وي.
ډېری وخت د کار مالک ته وفادار نه وي. هغه څه چې مور او پلار یې بنسټ ایښی نه خوښوي او له ټکنالوجي سره تر خپلو پلرونو ډېره بلدتیا لري. کار ځای کې مشرانو ته احترام لري، په کار ځای کې سختو پوښتنو ته په ځواب ویلو کې ستونزه نه لري. خپلې دندې او کار ځایونه په اسانۍ بدلوي او یوه کار ځای ته لکه د خپلو پلرونو وفادار نه پاتې کیږي.
اېکس نسل له دوامداره وړاندیز سره کومه ستونزه نه لري او د رغونکې نیوکې قدر داني کوي. تل هڅه کوي چې خپلې وړتیاوې او نیمګړتیاوې وپېژني، تر څو خپلې وړتیاوې د چارو پرمخ وړلو لپاره وکاروي او نیمګړتیاو کې سمون راولي. اېکس نسل په دې باور دی چې بریالي خلک د ژوند په اوږدو کې تل زده کوونکي وي. دا نسل د خلاقیت وړتیا لري او هر ډول بدلون سره د برابرۍ لپاره ځان چمتو کوي. لکه د پلرونو په څېر مخامخ لیده کاته ورته هرو مرو نه وي او د ټکنالوجي له لارې اړیکې نیولو کې ستونزه نه لري.
وای نسل یا د ۱۹۸۱-۱۹۹۷ کلونو ترمنځ زېږېدلی نسل، په انګرېزۍ کې ورته (Millennials) نوم هم اخلي. لمړی نسل دی کوم چې له کمپیوټر او انټرنټ سره را لوی شوی. د تېر نسل په پرتله په یوه وخت کې څو چارې پر مخ وړونکی نسل ګڼل کیږي. په مختلفو پروژ د کار وړتیا او د انعطاف وړتیا لري.
د دې نسل خلک دا خوښوي چې کار ځای کې کوم بل سکتور کې کار وکړي او یا خپلې وړتیاوې بل سکتور کې وکاروي. د خوښي لټولو لپاره تل دنده بدلوي. د مخامخ لیدو کتو په پرتله ډېره اړیکه د انټرنټ او مبایل له لارې نیسي. دنورو لخوا وړاندیز خوښوي او کار ځای کې د کار په اړه خپلو مشرانو ته خپل نظر د مشورې په توګه بیانوي.
زېډ نسل یا له ۱۹۹۸ کال را په دیخوا پیدا شوی نسل. دا نسل په داسې وخت کې را لوی شوی چې دوه مخیتوب خپل اوج ته رسېدلی او ټولنیز عدالت، خوځښتونه او نظرونه یوازې د سپین پوسته اروپایانو او له دوي څخه امریکا او او استرالیا او افریقا ته د ګډوالو شو حق ګڼل کیږي او نورې نړۍ کې د وراني لپاره یاد شوي کاریږي د بېلګې په توګه د ګدړه ګانو حقونه، د جنسیتي تبعیض مخنیوی، ټولنیزه برابري.
ډېری یې له واټن څخه او یا انلاین کار کوي. هر وګړی یې دا وړتیا لري چې د مختلف ډوله پېرودونکو او مختلفو شرکتونو لپاره کار وکړي. ډېر کم وخت د اوږدې مودې لپاره په یوه ځای کې کار کوي. د شخصي حریم ماتولو او له نورو امنیتي خطرونو سره بلدتیا لري. ټولنیزې رسنۍ کارول یې خوښیږي او تل زیرک ټیلیفون یا مبایل ورسره وي او خپلې ستونزې پرې هواروي. د نړیوالتوب له امله په ډېره اسانۍ هر ډول مالوماتو ته لاسرسی لرلای شي. نوښت، خلاقیت او مستقله اوسېدل غوره ګڼي.
د دې نسل خلک زده کول خوښوي او له نورو د دې تمه لري چې د نظر په اړه یې پوښتنه وکړي. په انلاین نړۍ کې که له چا سره اړیکه نیسي نو بې نومه پاتې کېدل غواړي او یا هم له مستعار نوم اړیکه نیول خوښوي. که چېرې موضوع حساسه وي نو په انټرنټ او ټیلیفون باور نه کوي او د بیان لپاره مخامخ لیده کاته کوي.