د ویروسي تبې درملنه څرنګه وکړو ؟

د باکتریا په څېر ویروس په انتي بیوتیک درملو له منځه نه ځي. ډېری وخت ویروسي ناروغۍ یوازې خپل کورس پوره کوي. د ډېرو ویروسي ناروغیو لپاره یوازې د تبې کمونکي درمل، مایع څکل او ارام کافي وي.

ویروسي تبه هره هغه تبه ده کومه چې د ویروسي عفونیت له امله رامنځته کیږي. ویروسونه واړه مکروبونه دي کوم چې په ډېره اسانۍ له یو کس بل ته انتقالیږي. کله هم چې ویروس تاسې ته در انتقال شي نو ایمني سیستم مو غبرګون ورته ښي، د غبرګون یوه برخه د بدن د تودوخې لوړېدل هم دي تر څو بدن ویروس ته نا مناسب ځای کړي. د بدن نورمال تودوخه ۹۸.۶°F یا ۳۷°C ده که چېرې له دې یو ډیګري سیلسیز تودوخه لوړه شي نو تبه ګڼل کیږي. تبه کولای شي تر یوې ورځې، څو ورځو، یوه اونۍ او یا هم تر دې اوږدې مودې کې پاتې شي، د پاتې کېدو موده یې د مکروب یا ویروس له ډول سره تړاو لري.

کله چې ویروس خپل کورس پوره کوي تاسې کې مختلف ډوله علایم راڅرګندیږي او د علایمو د ارامولو لپاره یې لیکنه ترپایه ولولئ.

تبه کوم داسې څه نه دي چې اندیښنه باید ورته وکړو خو که چېرې د بدن تودوخه ډېره لوړه شي ځینې خطرونه پېښولی شي. د لویانو په پرتله تبه د کوچنیانو لپاره خطرناکه وي.

ماشومان باید کله ډاکټر ته یوړل شي ؟
– که چېرې یې عمر تر درې میاشتو پورې وي او د مقعد تودوخه یې ۱۰۰.۴°F یا تر ۳۸°C او یا تر دې لوړه وي نو باید سملاسي ډاکټر ته یوړل شي.
– که چېرې د ماشوم عمر درې تر شپږ میاشتو پورې وي، د مقعد تودوخه یې ۱۰۰.۴°F یا تر ۳۸°C او یا تر دې زیاته وي، له تبې سره نا ارامتیا ولري او یا هم بې وخته خوب ورسره کوي سملاسي یې ډاکټر ته وړل اړین دي.
– که چېرې د ماشوم عمر له شپږ تر څلورویشت میاشتو پورې وي، د مقعد تودوخه یې ۱۰۰.۴°F یا تر ۳۸°C پورې او یا تر دې زیاته وي، تبه یې تر یوې ورځې دوام وکړي، نور علایم هم ورسره وي لکه بخار، نس ناستی، ټوخی نو څومره چې ژر امکان لري ډاکټر ته یې یوسئ.

که مو ماشوم دوه کلن او یا تر دې زیات عمر لري تبه یې دومداره یا تلونکې او بېرته راګرځېدونکې وي او لاندې یاد شوي علایم هم ورسره ولري نو ډاکټر ته یې بیول اړین دي
– تبه یې تر درې ورځو پورې ادامه وي
– تبه یې د تبې په درملو نه ښه کیږي
– له تاسې سره د سترګو اړیکه یې کمزورې وي

د لویانو لپاره
که چېرې له تبې سره لاندې یاد شوي علایم ولرئ نو هرو مرو ډاکټر سره وګورئ
– سر درد
– بخار
– له رڼا سره حساسیت
– غاړه کې شاخک
– کانګې
– په سینه یا ګېډه کې درد

ویروسي تبه مو د بدن تودوخه ډېره زیاته لوړوي، د تودوخې د کمولو لپاره مو بدن خوله کوي، خوله مو بدن کې اوبه کموي. د ویروسي تبې پرمهال اړینه ده چې د بدن اوبه پوره وساتئ او د پوره کولو لپاره یې یوازې اوبه لازمي نه دي بلکې د میوې جوس، اوبه، چای، سوپ هم ستاسې د بدن اړتیا پوره کوي. د ماشومانو لپاره د پېډیا لایټ په څېر د الیکټرولایټ لرونکی څښاک شته.

د ویروسي تبې پر مهال بدن له مکروب سره جګړه کې بوخت وي نو اړینه ده چې څومره ارام امکان ولري ارام وکړئ. که ټوله ورځ هم په ملاسته نشئ تېرولی بیا هم د دې هڅه وکړئ چې د فزیکي فعالیت څومره چې امکان لري مخه ونیسئ. د شپې لخوا تر اووه ساعتو کم خوب مه کوئ.

د تبې د کنټرول لپاره لاندې درمل کارولی شئ :
– اسېټامېنوفېن (ټیلېنول) د ماشومانو او لویانو لپاره جلا وي
– ای بروفېن (اډوېل) د ماشومانو او لویانو لپاره جلا وي
– اسپیرین
– ناپروکسېن

ماشومانو ته هېڅکله اسپېرین مه ورکوئ ځکه چې د (Reye’s syndrome) پیدا کوي، یاد روغتیایي حالت کم پېښېدونکی دی خو د ژوند ګواښونکی دی.
د تبې لپاره درمل تر هغې زیات مه کاروئ څومره چې ډاکټر هدایت کړی وي او یا درملو سره د لارښونې کاغذ کې سپارښتنه شوې وي، تر خپلې کچې زیات یې کارول معده ټپي کولای شي، ځیګر کې ستونزه پیدا کولای شي او یا د پښتورګو په فعالیت اغیز لرلای شي. تر ۶ ساعتو مخکې دوېمه ګولۍ مه خورئ.

د ځینې ویروسونو لپاره اړینه ده چې ډاکټر درمل نسخه کړي لکه د کورونا ویروس، د اېنفلوینزا ویروس او یا سېن سې شیل ویروس.

د ویروسي تبې لپاره مورینګا وکاروئ، که چېرې اومیدواره ښځه وي نو مورینګا دې نه کاروي، که چېرې تاسې لووسټاټین (الټوپرېف)، فېکسوفیناډین (الېګرا)، یا کېټوکونازول (نیزورال) درمل کاروئ نو د مورینګا له کارولو ډډه وکړئ.

د ویروسي تبې پاره د کوډزو ریښه وکاروئ، کوم کسان چې ټاموکسي فېن کاروي د کوډزو ریښې له کارولو دې ډډه وکړي. له هورمون سره حساس سرطان ولري نو د کوډزو له ریښې کارولو دې ډډه وکړي، که چېرې مېتو ټریکزېټ (راسوو) درمل کاروي نو کوډزو دې نه کارو. که چېرې د شکر لپاره درمل کاروئ نو د کوډزو د ریښې له کارولو مخکې مو له ډاکټر سره خبرې پرې وکړئ.

Sidebar



Share
Hide Buttons