د ځوانۍ دانې کله او څرنګه پیدا کیږي ؟

په پوستکي کې واړه سوریان موجود وي، دې سوریانو ته په انګریزۍ کې (pores) نوم اخلي، باکتریا، دوړې، د پوستکي مړې شوې حجرې او غوړ کولای شي دا سوریان بند کړي، کله چې د پوستکي سوریان بند شي د وړې سپینکۍ دانې پیدا کېدو لامل ګرځي، سپینکۍ دانې ته په انګریزۍ کې (pimple, zit or blemish) نومونه اخلي. که چېرې ستاسې په بدن کې هر وخت سپینکۍ دانې پیدا شي مانا داده چې تاسې د ځوانۍ د دانو ستونزه پیدا کړې.
 
د ټولې نړۍ په نفوس کې تقریبا ۹.۴ % خلک د ځوانۍ دانې لري او یا یې تجربه کړي. په متحده ایالتونو کې د ځوانۍ دانې یا ځوانکۍ د پوستکي تر ټولو عام روغتیایي حالت ګڼل کیږي. ځوانکۍ یا د ځوانۍ دانې د بدن روغتیا ته کوم جدي زیان نه اړوي خو که چېرې ډېرې وي د وخت له تېرېدو سره د درد او پوستکي کې د ټپ لامل کیدای شي.
 
ځوانکۍ انسان کې نا ارامه احساس پیدا کولای شي، په مخ او د بدن په نورو څرګندو برخو د ځوانۍ دانې او یا د دانو ټپ په انسان کې خپل ځانته احترام کمولی شي، په خپل ځان باور ته یې زیان اړولی شي، په انسان کې د تشویش یا ډېپرېشن لامل کیدلای شي.
 
که چېرې تاسې په خپل مخ باندې ځوانکۍ لری نو ځانته د احساساتي زیان اړولو په ځای یې درملنې ته مخه کړی ځکه چې په اسانۍ یې درملنه شونې ده او د درملنې لپاره یې ګڼ شمېر طریقې او درمل شته دي.

د ځوانۍ دانو مختلف ډولونه
که چېرې په پوستکي ځوانکۍ ولری نو ممکن په بدن مو مختلف ډوله دانې پیدا شي. ممکن د سپین سر لرونکې سپینکۍ وي، ممکن د تور سر لرونکې دانه وي او یا هم د دواړه وي. د سپین سر او تور لرونکې دانې ته انګریزۍ کې (comedones) نوم هم اخلي.
 
– د تور سر دانه پرانیستې دانه وي، د پوستکي په سطحه پیدا کیږي، او هوا کې اکسیجن یې سر ته د تور رنګ ورکولو لامل کیږي
– سپینکۍ یا د سپین سر لرونکې دانه بنده دانه وي، د پوستکي لاندې پیدا کیږي.
 
کومې دانې چې پړسوب پیدا کوي او پوستکي کې د ټپ لامل کیږي :
 
د (Papules) دانې سور بخار ته ورته والی لري، د پیدا کېدو لامل یې د وېښتو د فولیکولونو میکروبي کېدل وي
د (Pustules) په نامه دانه سره دانه وي او سر کې ریم لري
په انګریزۍ کې (Nodules) زخې ته وایي او یو ډول دانې هم زخې ته ورته والی لري، کلکې وي، درد کوي، د پوستکي سطحې لاندې وده کوي
سیسټ (Cysts) د بدن هره برخه کې پیدا کیدلی شي په ځانګړې توګه د ښځو په رحم کې، که چېرې د بدن د پوستکي لاندې وي نو ګرد مرغړي ته ورته شکل لري، داخل کې یې اوبه کړې وي او درد کوي.

د ځوانۍ د دانو علایم
د ځوانۍ دانې د بدن په هره برخه کې پیدا کیدلی شي خو ډېر وخت په مخ او څټ کې، په ملا، ولیو او سینه کې وي. دانې یې د پوستکي هواره سطحه په لوړو ژورو بدلوي.
 
علایم یې :
– ممکن د پوستکي بې رنګه کېدل وي، په دې کې پوستکی تور خاپونه پیدا کوي، د پوستکي رنګ زیاتېدنه وي او پوستکي کې سوروالی ورسره پیدا شي
– په پوستکي کې پړسوب
– د دواړو لمس کولو یا نه لمس کولو پر وخت درد

څه د ځوانۍ دانې پیدا کوي ؟
کله چې د پوستکي واړه سوریان په باکتریا، غوړو، د پوستکي په مړو حجرو بند شي ځوانکۍ پیدا کوي. هر فولیکول ته پوستکي کې یو سوری وي، فولیکول له ویښته او د (sebaceous) په نامه د غوړو له مرغړي جوړ وي. د غوړو مرغړی غوړ (Sebum) پرېدي کوم چې پورته وېښته لور ته خیژي، د پوستکي سطحې ته په پوستکي کې د سوري له لارې راوځي. دا غوړ پوستکی نرم ساتي.
 
که چېرې د دې غوړو لیږد د پوستکي تر سطحې پورې بریالی نشي نو د ځوانۍ د دانې لامل کیږي. هغه وخت یې لیږد بریالی نه وي کله چې فولیکول کې مرغړی زیات غوړ تولید کړي، همداسې کله چې د پوستکي مړه حجرې د غوړو ویستونکی سوری بند کړي او یا هم باکتریا دا سوری بند کړي او سطحې ته د غوړو د راوتلو مخه ډب کړي د ځوانکیو د پیدا کېدو لامل کیږي.

هغه عوامل چې ځینې خلکو کې ځوانکۍ پیدا کولی او یا زیاتولی شي :
 
– د اومیندوارۍ او او بلوغ ته د رسېدو له امله هورمونونو کې بدلون
– په هګیو کې پولي سیستیک سېنډروم او د اېنډوکراین نور روغتیایي حالتونه
– د سګرټو څښول
– خراب خوب
– سټرس
– پاکونکي تولیدونه، کریمونه، نرمونکي تولیدونه، د سینګار لپاره هغه تولید چې ډېر غوړ لري
– د لیتیم په شمول ځینې درمل، هغه ګولۍ او یا بل شکل کې درمل چې هورمون لري او د اومیندوارۍ د مخنیوي لپاره کاریږي، د اېپي لیپسي په نامه د زهني تکلیف لپاره درمل، سټېرویډونه
– په کورنۍ کې د ځوانکیو مخینه لرل
 
ټول نه خو ځینې کسان د بلوغ ته رسېدو پر مهال ځوانکۍ پیدا کوي. بلوغ ته د رسېدو پر وخت ستاسې بدن کې ډېر هورموني بدلونونه رامنځته کیږي. دا بدلونه د غوړو تولید کې زیاتوالی راوستی شي او د زیاتو ځوانکیو لامل ګرځېدای شي. کله چې انسان بلوغ ته ورسیږي دانې ممکن په بشپړ توګه ښې شي.
 
په ۲۰۲۱ کې څېړنو موندلې چې د ځینې خوړو نه خوړل یا یې خوړل په ځینې خلکو کې ممکن د ځوانۍ دانې کمې کړي :
 
– هغه غوښه نه خوړل چې په پروسېس شوې وي او یخچال کې ساتل شوې وي د ځوانۍ دانې له دې ډول پرهېز سره کمیږي
– په ځینې خلکو کې له شیدو جوړ تولید لکه ایسکریم د ځوانۍ دانې پیدا کوي خو ځینې وخت پنیر د ځوانۍ دانې کموي
– فټي اسید یا شحمي اسید لکه اومېګا ۳ د ځوانۍ دانې کموي
– سبزي خوړل ډېرې روغتیایي ګټې لري خو د ځوانکیو لپاره یې د ګټې او تاوان په اړه کوم کره مالومات نشته
– د ګټورو مایکرواوګانېزمونو لرونکي خواړه لکه مستې او نور خمیره شوي خواړه د ځوانۍ دانې کموي

تشخیص
که چېرې فکر کوی چې د ځوانۍ دانې مو پوستکي کې پیدا شوي تر ټولو غوره د پوستکي له متخصص سره د تشخیص لپاره وخت اخیستل دي. د پوستکي متخصص د تشخیص لپاره د پوستکي ازموینه کوي، ازموینه د ځوانۍ د دانو د ډول په پېژندنه کې مرسته کوي او د ډول پېژندنه یې د مناسبې درملنې په انتخاب کې مرسته کوي.
 
په درملنه کې یې عام ترکیبي اجزا :
بېزویل پېروکسیډ (Benzoyl peroxide) د دانې وچېدو کې مرسته کوي، د نوې دانې د جوړېدو مخنیوی کوي
سالیسي لیک اسید (Salicylic acid) له پوستکي د توکو په توېدو کې مرسته کوي تر څو د پوستکي د سوریانو د بندېدو مخنیوی وکړي
 
که چېرې د درملو کارولو څو اوونیو وروسته بیا هم تاسې کې د ځوانۍ دانې را پیدا شي ممکن د پوستکي متخصص د پوستکي د ټپي کېدو د مخنیوي لپاره تاسې ته درمل نسخه کړي په نسخته کې ډېری وخت انتیبیوتیک لکه (erythromycin or clindamycin) رېټینویډ لکه (retinol) او (benzoyl peroxide) وي.
 
خو که چېرې بې کچې زیاتې دانې وي نو لاندې درمل درته نسخه کولای شي – درمل په خپلسر مه کاروئ – په خپلسر درمل د مړینې یا جدي روغتیایي ستونزې پیدا کېدو لامل کیدای شي
oral antibiotics
benzoyl peroxide
topical antibiotics
topical retinoids
 
کومې دانې چې زخې ته ورته والی لري درملنه یې ډېری وخت په ویټامین اې کیږي. ویټامین اې زیات بد اغیز لري او ډاکټر یې هغه وخت نسخه کوي کله چې نور درمل کار ونکړي.
 
که چېرې دانو پوستکی ټپي کړی وي نو ممکن د پوستکي متخصص تاسې ته د طبي پروسیجر سپارښتنه وکړي تر څو د پوستکي مړه شوې برخه لرې کړي او د غوړ زیات تولید کم کړي. طبي پروسیجر یې په لاندې توګه دی :
 
– فوټوډاینامیک تېراپي (Photodynamic therapy PDT) په دې کې لایزر یا وړانګې او درمل د غوړو د زیات تولید دکنټرول لپاره کاریږي او باکتریا وژني
– ډېرما برېژن (Dermabrasion) په یوه تاوېدونکي بورس باندې د پوستکي د سطحې برخې لرې کول وي، موخه یې له دانې د پیدا شوي ټپ ښه کول وي د دانې په درملنه کې مرسته نه کوي
– په کیمیاوي طریقه سپینول (Chemical peel) په دې کې د پوستکي زیان لیدلې سطحه لرې کیږي تر څو ورلاندې برخې ته زیان وا نه وړي خو دا طریقه چې کله دانې کمې وي کاریږي
– د کورټیزون تذریق (Cortisone injections) د پړسوب مخنیوی کوي، د درملنې په چټکتیا کې مرسته کوي، که چېرې د ځوانۍ دانو کې غټ سیسټ هم ملتیا کوي له نورو درملو سره کورټیزون تذریق کیږي

په کور کې درملنه
په کور د ځوانۍ د دانو درملنه ممکن دانې نورې هم زیاتې کړي. ډیری خلک د ځوانۍ په دانو د غاښونو کریم کاروي کوم چې دانې ټپي کولی، په پوستکي د دانو د ټپ نښان پاتې کولی او دانې زیاتولی شي. لاندې یاد شوي د دانو په ښه کولو او مخنیوي کې مرسته کوي :
 
– د چای د ونې تیل
– د الوی ویرا جیل په مخ کارول
– شات په مخ کارول
– شین چای باندې مخ لندول
– په هېڅ وجه په مخ لاس نه وهل
– د دانې نه شکول، نه زبېښل، نه ګرول ځکه چې د ټپ زیاتېدو کې مرسته کوي د باکتریا په خپرېدو کې مرسته کوي

مخنیوی
په بشپړ ډول مخنیوی یې ناشونی دی خو که لاندې چارې عملي شي ممکن د پیدا کېدو خطر یې کم شي :
 
– په داسې پاکوونکي تولید د مخ او لاس مینځل چې غوړ نلري
– د سینګار لپاره داسې توکي وکاروئ چې بنسټیز جز یې د غوړو په ځای اوبه وي
– د پوستکي د خیال ساتنې او نرم ساتنې لپاره هغه تولید مه کاروئ چې غوړ لري
– له سینګار سره نه ویده کېدل له ویده کېدو مخکې سینګار شوی مخ مینځل
– له سپورت یا دروند فعالیت وروسته مخ او لاس مینځل
– که مو وېښته اوږده وي د وېښتو له مخ سره د اړیکې مخنیوی او د مخنیوي لپاره شاته تړل
– کافي اوبه څکل، مناسب د بدن اړتیا پوره کوونکي خواړه خوړل
– د سټرس مدیریت
Acne vulgaris on a very oily skin
Acne vulgaris on a very oily skin By Roshu Bangal

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons