د پخوانیو وړو سپیانو نسل ده، بدن یې بې وېښتو خو په سر، لکۍ او د پښو په لاندې برخه وېښته لري. د نسل اصلي ځای یې مالوم نده خو ګمان کیږي چې اصلي ځای یې افریقا وي او د چینایانو سوداګریزو بیړیو په ټوله نړۍ کې خپاره کړي وي. کله چې بچیان زېږوي تل یې دوه بچیان د بې وېښتو جین له امله مړه پیدا کیږي.
قد یې له ۲۸ تر ۳۳ سانتي متره (۱۱ تر ۱۳ انچه) پورې لوړیږي او وزن یې له ۲ تر ۴.۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي. وېښته یې او د بدن بې وېښتو برخې یې مختلف رنګونه لري. د لمر له وړانګو او ډېرو سړو یې باید بدن وساتل شي همداسې یې پوستکی د پوستکي له ناروغیو وژغورل شي.
