د ډسمبر په ۲۶ نېټه، کال ۱۹۵۴ د امریکا په مساچوسېت کې زېږېدلی او د اګسټ په ۵ نېټه، کال ۲۰۰۶ د امریکا په واشنګټن کې مړ شوی.
سوزان د امریکا په سپیانو د منډې وهلو لوبغاړې ده چې یوه لسیزه په دې لوبه کې اتله پاتې شوې. همداسې د دې لوبې لپاره د سپیانو روزنکې هم وه. په الاساکا کې ېې ۴ لوبې ګټلي.
سوزان بچر په کال ۱۹۷۲ کې کله چې ۱۶ کلنه وه د سپیانو روزل پېل کړل. د خپل پوهنتون لپاره کلوراډو ته ولاړه او هلته ېې په اول ځل ۵۰ هوسکي سپیان چې په کراچۍ پسې تړلي وو او د ځایي یوه لوبغاړي وو لوبه پرې وکړه. په کال ۱۹۷۵ کې الاسکا ته ولاړه چې هلته خپل د سپیانو لپاره روزن ځای جوړ کړي. په کال ۱۹۷۹ کې ېې یوه لوبه وکړه چې ایم سي کینلي غونډۍ سر په سپیانو پسې تړلې کراچۍ باندې وخته او د دې لوبې په ګټلو سره ېې نړیوالو لوبو ته لار وموندله. دوه ځلې ېې دوېمه لوبه (۱۹۸۲، ۱۹۸۴) وګټله او په کال ۱۹۸۵ کې ایډیټاروډ لوبو ته ځان چمتو کړ مګر د دوه سپیانو د وژلو په تور او د ۱۳ خپلو سپيانو زخمي کولو په تور له لوبو پاتې او قانون سره لاس ګریوان شوه. خو یو کال وروسته د ایډیټاروډ لوبې ګټلو وروسته په دې لوبه کې اولنۍ ګټونکې مېرمن شوه. دغه لوبه ېې ۴ ځلې په دوېم په کال ۱۹۸۷ کې، په درېم ځل په کال ۱۹۸۸ کې او په څلورم ځل په کال ۱۹۹۰ وګټله.
په کال ۱۹۹۴ کې له دې لوبو تقاوت شوه او د الاساکا په ایورېکا کې ېې خپل د سپیانو روزن ځای جوړ کړ او په دې روزن ځای کې ېې تقریبا ۱۵۰ سپیان د روزنې لپاره وساتل. ډېر خلک فکر کوي چې سوزان بچر د ۲۰ پېړۍ تر ټولو ښه ډیسیپلین لرونکې ښځینه لوبغاړې وه.