هغه شنه شوي واښه یا چمن ده چې قلبه شي او د قلبې په ذریعه د ځمکې لاندې شي. تر قلبه کېدو مخکې په دې پټیو کې څاروي څرول کیږي. په عضوي یا اورګانیک کرنه کې دا یوه بیولوژیکي طریقه ده د کومې له لارې چې ځمکې ته نایتروجن ورکول کیږي تر څو ځمکه حاصلخېزه شي. دغه چمن په مني کې کرل کیږي، په پسرلي کې قلبه کیږي او په اوړي کې پرې فصل کرل کیږي.