شېزوفرېنیا ته لنډه کتنه

شېزوفرېنیا یا شېزوفرېني، په انګرېزۍ کې یې تلفظ سکیتسو فرېنیا او یا سکیتسوفرینیا (skit · suh ·free · nee · uh) کیږي، املا یې انګریزي کې (schizophrenia) لیکل کیږي.
شېزوفرېنیا اوږد مهاله زهني بې نظمي ده، په احساساتو، فکر او چلند اغیز کوي.

څه په شېزوفرېنیا د اخته کېدو خطر زیاتوي ؟
تر اوسه په دقیقه توګه نه ده مالومه شوې چې څه د شېزوفرېنیا لامل کیږي، ځینې یې په دې اند دي چې مغز کې د کیمیاوي توکو د توازن د نشتوالي له امله رامنځته کیږي. لاندې فکتورونه یې د ودې خطر ګڼل کیږي :
– په کورنۍ کې د شېزوفرېنیا مخینه لرل
– د نر جنسیت لرل، له ۳۰ کالو کم عمر لرل
– له زېږېدو مخکې د مور په ګېډه کې ځینې کیمیاوي توکو ته څرګندېدل کوم چې ستاسې د مغز جوړښت کې ونډه اخلي
– په ځوانې کې داسې درمل کارول کوم چې زهن کې بدلون رامنځته کوي

د شېزوفرېنیا علایم څه دي ؟
سټرس، بې خوبي، د مخدره موادو کارونه، د الکولو څکل یې ممکن علایم بېرته راوګرځوي، علایم یې ممکن ښه شي خو بېرته راوګرځي او د وخت له تېرېدو سره جدي شي. علایم یې لاندې یاد شوي :
– غیرې ریښتیني نظرونه او باورونه (Delusions) : ناسم نظرونه دي، ممکن ناروغ فکر کوي چې نور یې جاسوسي کوي، ممکن ناروغ فکر وکړي چې ډېر پېژندلی او نامتو یا مشهور کس دی.
– د نشته درک کوونه او احساس کوونه (Hallucinations) : ناروغ داسې څه ویني، اوري، احساس کوي، داسې بوي او خوند احساس کوي کوم چې نورو ته نشته وي، په دې مانا چې ناروغ غیرې حقيقي درک او احساس لري.
– غیرې منظم فکرونه او خبرې : د خبرو وخت کې موضوع په داسې طریقه بدلوي چې منطقي نه وي، ناروغ په خپله طریقه اواز تولیدوي او په خپله طریقه کلیمې جوړوي.
– غیرې نورمال خوځښتونه : بدن یې بې کچې زیات داسې خوځښتونه کوي کومو ته چې هېڅ اړتیا نه وي.
– بې علاقې اوسېدل : له ملګرتیا او خپلوي لرېوالی کول، کار نه کول، ورځني فعالیت کې ستونزه لرل.

د شېزوفرېنیا تشخیص څرنګه کیږي ؟
په پیل کې ممکن ډاکټر په کورنۍ کې د شېزوفرېنیا د مخینې په اړه پوښتنه وکړي، ممکن ډاکټر له تاسې د جنسي، فزیکي او اروایي زورونې په اړه پوښتنې وکړي، ډاکټر ممکن له تاسې د نشه اي توکو د کارونې په اړه پوښتنې وکړي، ډاکټر ممکن له تاسې پوښتنه وکړي چې ته د ځان یا بل چا وژل غواړې که نه. دا ټولې پوښتنې که سمې ځواب شي ډاکټر سره مرسته کوي چې تاسې ته مناسب درمل نسخه کړي.

د شېزوفرېنیا درملنه څرنګه کیږي ؟
– درمل : په درملو د ناروغ بې کچې نا ارامتیا او ډېپرېشن ارام ساتل کیږي.
– پاملرنه : د ناروغ کورنۍ ته د شېزوفرېنیا د مدیریت په اړه لارښوونه کیږي. کورنۍ ته یې دا ورزده کیږي چې د ناروغ غیرې ریښتیني نظرونه او باورونه، د نشته درک کوونه او احساس کوونه څرنګه مدیریت کړي. ناروغ ته دا ور زده کیږي چې څرنګه په اغیزمنه توګه له خلکو سره فعل او انفعال وکړي. ناروغ د دندې موندلو او په دنده کې د پاتې کېدو طریقه ورزده کیږي او په ځان د باور جوړونې طریقه ور زده کیږي.

لاندې یاد شوي درمل د شېزوفرېنیا د درملنې لپاره کاریږي

Seroquel
Abilify
Latuda
Vraylar
Zyprexa

ناروغ څرنګه د شېزوفرېنیا مدیریت کولای شي ؟
د علایمو د مخنیوي لپاره یې لاندې چارې اغیزمنې دي :
– د درملو خوړل مه بس کوئ : که چېرې درملو سره مو ستونزه پیدا کړه سملاسي خپل ډاکټر سره ووینئ تر څو مو درمل بدل کړي
– خپله درملنه مه بس کوئ : درملنه مو باید دوامداره وي
– هره شپه تر اته ساعتو پورې خوب کوئ : که چېرې مو خوب تر اته ساعتو زیات او یا کم وي خپل ډاکټر سره یې په اړه خبرې وکړئ.
– له چرسو، د چرسو له پاڼو او د نورو مخدره موادو له کارونې ډډه وکړئ.

که چېرې مو زهن د ځان وژنې یا د بل د وژنې فکر تولید کړ سملاسي مو کورنئ ته خبر ورکړئ او روغتون د بیړنیو مرستو ترلاسه کولو لپاره ولاړ شئ. همداسې که تاسې خوب نشئ کولای، ډېر خوب کوئ، بې اشتیا یاستی او یا له معمول څخه زیاته اشتیا لرئ، علایم مو بېرته را وګرځېدل نو له ډاکټر سره مو بیا وخت واخلئ.

Sidebar



Share
Hide Buttons