فاکس هونډ – Foxhound

دا نسل هم د انګلستان او هم د امریکا ده چې د ګیدړو د ښکار لپاره ساتل کیږي او ډېر وخت یو نه وي بلکه د مېږو د رمې په څېر وي تر وکولای شي په وحشي حیواناتو برلاسي شي. 
د انګلستان د فاکس هونډ قد له ۲۱ تر ۲۵ انچه پورې لوړیږي او زن ېې له ۲۷ تر ۳۲ کیلو ګرامه پورې رسیږي. بدن ېې لنډ وېښتان لري او د ویښتانو رنګ ېې له څو ګډو رنګونو جوړ وي (تور، سور او سپین) سره ګډ وي. 
دامریکا فاکس هونډ سپیان هم په کچه او شکل کې د انګلستان سپیانو ته ورته دي خو بدن ېې سپک جوړ شوی. د امریکا دفاکس هونډ نسل هم له انګریزي فاکس هونډ نه اخیستل شوی کوم چې په کال ۱۶۵۰ کې امریکا ته انتقال شوی وو.