له بل سره د ګډ احساس لرلو ښودل

د انسانانو یوه لویه اړتیا دا ده چې نور یې احساس درک کړي او پوهاوی ورسر رامنځته شي خو ډېری خلک ډېره کمه هڅه هم نه کوي چې په دې ځان پوه کړي چې بل څرنګه احساس لري. له بل سره د ګډ احساس لرلو د ښودلو لپاره باید لمړی د هغه په احساس ځان پوه کړئ. د ګډ احساس ښودل او په غم یا درد کې شریکېدل دواړه یوه مانا نه لري. په غم یا درد کې شریکېدل د بل درد او غم درک کولو ته وایي.

له بل سره د ګډ احساس لرلو ښودل دې ته وایي چې د مقابل کس احساس، فکر او احساسات په ارادي توګه له ویلو پرته تجربه کړې. ډېری خلک له بل سره د ګډ احساس د بیان په ځای خپل ریښتینی احساس بیانوي. له بل سره ګډ احساس لرلو ښودل د هغه کس اوسنی حالت او ترې جوړ شوی احساس درک کول دي. د دې لپاره چې رغونکې اړیکې له نورو سره جوړې کړو نو دا اړینه ده چې له خپلو احساساتو وروسته قدم اخیستل زده کړو.

Share
Hide Buttons