له سټرس سره مقاومت
۱- سټرس او د سټرس لامل کېدونکی یا سټرېسور
سټرس د نورمال ژوند برخه ده. وخت نا وخت یې هر انسان تجربه کوي. خو ځینې خلک له دوامداره سټرس کړیږي او په ژوند یې منفي اغیز لرلای شي. سټرس زیاتې سرچینې لري لکه :
– اړیکې
– له مسلکي چارو سره تړلې مسلې
– زدکړې
– له اوږد مهاله ناروغي سره مقاومت
– په ژوند کې بدلون لکه له مجردي خلاصون او متاحل کېدل، تقاوت کېدل، له دندې لرې کېدل، نوې دنده، …
– ورځنۍ چارې
– مثبت فعالیت لکه په رخصتي تلل
– په یوه وخت کې ډېرې چارې ترسره کول
ځینې خلک په دې پوهیږي چې څه یې سټرس کوي او دا چاره دې خلکو ته د سټرس د مخنیوي یا کمولو او یا هم په اغیزمنه توګه د مدیریت وړتیا ورکوي. ځینې خلک سټرس وي خو دې ته یې په اسانۍ نه پام کیږي چې څه سټرس کړي او څرنګه یې مدیریت کړي. که چېرې تاسې تل سټرس احساس کوی نو ځانته وخت ورکړئ او ژوند کې دې ته پام وکړئ چې څه مو سټرس کوي.
۲ – د سټرس علایم
– نا ارامي او بد خلقي
– نا ارامه خوب
– اندېښنه او تشویش کول
– څټ او ولیو کې د فشار او نا ارامي احساس
– دوامداره کم یا زیات سردرد
– نا ارامه معده
– د وینې لوړ فشار
– په اشتیا کې بدلون (زیات یا کم خوراک کول)
– په ملا او د بدن نورو برخو بخار
– سینه کې درد
پورته یاد علایم مو د ژوند رنګ پیکه کوي. کوم خلک چې د سټرس علایم لري مسلکي ژوند کې یې کاري تولید کم او ناسم وي، شخصي ژوند کې یې له هر چا سره اړیکې له ستونزو ډکې وي.
۳ – د سټرس د مدیریت لپاره ګامونه
– تر ټولو لمړی خپل سټرېسور یا د سټرس لامل کېدونکی وپېژنئ. په حالت یا وضعیت کې هغه څه ته پام وکړئ چې تاسې بدلون پکې راوستلی شی. په ژوند کې تاسې هر څه نشی بدلولای لکه مسلکي ژوند کې داسې دنده چې د چارو ترسره کولو لپاره پکې ضرب الاجل ټاکل کیږي، تاسې دا ډول پېښې تر هغو نشی بدلولای تر څو مو چې دنده نه وي بدله کړې.
– دوامداره سپورت او مناسب خواړه تاسې ته مثبته انرژي درکوي، د مسلکي او شخصي ژوند ترمنځ توازن مود احساساتي روغتیا، د زهني او فزیکي روغتیا ساتنه کوي او د سټرس مدیریت اسانه کوي.
– د کورنۍ، ملګرو، ټولنې، بوټو او ژو سره د وخت تېرولو لپاره وخت ټاکل هم سټرس کمېدو کې مرسته کوي.
– د ستونزو د حل لپاره د تخنیک پیدا کول د دې لپاره ګټور دي چې ستونزه وپېژنئ او له پېژندلو وروسته حل لار ورته ولټوئ. که چېرې ستونزه نا پېژندل شوې پاتې شي نو د حل لار نشی ورته موندلی او د حل لار نه موندل د ستونزې د دوام لامل کیږي او دوام یې تاسې کې د سټرس د ادامې لامل کیږي او د سټرس ادامه ستاسې اروايي روغتیا ځپلی شي.
– منفي فکر تاسې کې اندېښنه پیدا کوي او اندېښنه د سټرس تر ټولو لویه سرچینه ده. که مو زهن منفي فکرونو ونیوه نو په مثبتو خبرو زهن ته ډاډ ورکړئ.
Comments
So empty here ... leave a comment!