علمي نوم یې کاپرا فالکونېري (Capra falconeri) ده، غټه وحشي وزه ده، د بوویدای کورنۍ (family Bovidae) غړې او ارتیو دکتیلا ډله (order Artiodactyla) کې شامله ده. پخوا د کشمیر او ترکستان له غرونو تر افغانستان پورې پیدا کېده خو اوس یې د پیدا کېدو سیمه محدوده او شمېر ډېر کم شوی. د (Capra falconeri falconeri) ډول یې په افغانستان، هند او پاکستان کې پیدا کیږي، د (Capra falconeri megaceros) ډول یې کوم چې سیده ښکرونه لري یوازې په افغانستان او پاکستان کې اوسي، همداسې بخاران مارخور یا د (Capra falconeri heptneri) ډول په افغانستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان کې شته دي. د ټولو فرعي ډولونو نسل یې له ورکېدو سره مخ ده او لامل یې د غوښې لپاره د وزو ښکار، د وحشې ژو د ژوند چاپېریال له منځه وړل دي.
د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۹۵–۱۰۲ سانتي متره (۳۷–۴۰ انچه) پورې لوړیږي؛ د بدن رنګ یې په اوړي کې سور نسواري او په ژمي کې یې وېښته اوږدیږي او رنګ یې خړ رنګ ته بدلیږي. نر یې غاړه کې ببر وېښته لري.
