معلولیت او مثبت فکر
معلولیت یوه بې نظمي ده، ممکن د پېژندلو بهیر کې بې نظمي وي، ممکن په وده کې بې نظمي وي، ممکن فکري بې نظمي وي، زهني، فزیکي او یا حسي بې نظمي وي او یا له یادو شوو څخه د څو بې نظمیو ترکیب وي کوم چې د ورځني ژوند لپاره په فعالیت اغیز لري. که چېرې معلول کس کې د مثبت فکر په وده کار وشي نو په اروایي روغتیا یې مثبت اغیز لري همداسې یې د معلولیت په اړه منفي فکرونه کموي، سټرس ته یې د زړه او د وینې د رګونو د سیستم غبرګون کموي او دا چاره یې د روغتیا ترلاسه کولو کې مرسته کوي.
کوم کسان چې په لمړي ځل ژوند کې معلولیت احساس کړي نو بې کچې سټرس تجربه کوي، د ژوند له بدلون سره مقاومت پیل کوي، ارزښتونو کې یې بدلون رامنځته کیږي، له کلتوري مسایلو سره مخ وي، په ټولیزه توګه د معلولیت پایلې احساس کوي، په کورنۍ او کار ځای کې د خپل ځای موندلو په لټه کې وي. د ځان ارزونه کې او د ژوند له بدلون سره د ځان تطابق کولو کې بوخت وي. اروا پوهنه له دې ډول خلکو سره د معلولیت په هر پړاو کې له مخ کېدونکو ستونزو سره په هوارولو کې مرسته کوي پایله کې ځانته احترام کې لوړوالی او په ځان باور رامنځته کیږي.
په کومو ښونځیو کې چې معلولین له نورو سره په ګډه زدکړې کوي روغتیا لرونکو زدکړیالانو کې د معلولینو په اړه پوهاوی استادان رامنځته کوي او د معلولینو د قدرداني، ستاینه او مثبته هڅونه پرې زده کوي. همداسې معلولینو ته استادان دا ورښي چې معلولیت یې د هیلو مخنیونکی نه دی.
ډېری خلک له معلولینو دا پوښتنه کوي چې “څه مرسته درسره وکړم”. دا اړینه ده چې داسې چلند ورسره ونشي چې ستاسې چلند یې له نورو سره توپیر وکړي ځکه چې معلولین اوس هم هماغه کسان دي کوم چې مخکې وو او یوازې جوړښت کې بدلون یې کوم بل څه نه ترې جوړوي. د یو انسان فکري بهیر د هغه انسان د شتون لپاره یو بنسټیز عنصر دی او د ارګانونو په څېر یې اړین رول لري او که چېرې فکر یې له چاپېریال او ټولنې سره په شخړه کې بوخت شي نو ژوند نشي کولای نو دا اړینه ده چې له ټولنې او چاپېریال سره یې فکر په مثبته توګه تطابق کې شي. د هر څه روښانه اړخ ته پام وکړي په خبرو، چلند او احساس کې دې روښانه اړخ ته ځای ورکړي.
مثبت فکر داسې فکري چلند دی کوم چې د خوښې وړ ښې پایلې پام کې نیسي. د داسې فکرونو جوړولو بهیر دی کوم چې خپله انرژي د لاسته راوړنو په حقیقت بدلوي. مثبت فکر د هرې کړنې بریالي پای ته منتظر وي. که چېرې تاسې له هر بریالي او موخو ته له رسېدلي کس د رسېدنې د راز پوښتنه وکړی نو تاسې ته به یې راز مثبت فکر یاد کړي.
کوم خلک چې منفي فکر لري د بې وخته مړینې چانس یې تر مثبت فکر لرونوکو ۱۹ % زیات وي. د بدن ایمني سیستم یې کمزوری وي. د نشه اي توکو په لور مخه کوي او په کارونه کې یې تر مثبت فکر لرونکي ډېر افراط کوي. همداسې د منفي فکر لرونکي فزیکي روغتیا هم ستونزې لري.
Comments
So empty here ... leave a comment!