موفلون – Mouflon
موفلون (اوویس اریز) واړه وحشي پسونه چې د کورنۍ نوم ېې بوویدای او د ډلې نوم ارتیو دکتیلا ده. د ایټالیا په سردینا ټاپو او قبرص کې ژوند کوي. ۲۸ انچه پورې ېې قد لوړیږي. د ملا رنګ ېې نصواري او د خېټې رنګ ېې سپین ده. د نر پسه ملا ېې د مېږې تر ملا ډبله وي. ګمان کیږي چې د دې نسل پلرونه زرګونه کاله وړاندې له کوچنۍ آسیا د نیولیتیک په دوره کې د ساتنې لپاره را انتقال شوي وي. په دې ټاپوګانو کې د دې پسونو کوم فوسیلي اثار نه دي موندل شوي.
د کورسیکا سیمې پسونه واړه ښکرونه لري خو دنورو سیمو بې ښکرو دي. د نزدیکت وخت ېې د سپتمبر او اکتوبر میاشتو کې وي او په مارچ میاشت کې ډېر وخت یو خو کله کله دوه وریان زېږوي. خوراک ېې واښه دي خو کله کله د وړو بوټو او ونو پاڼې هم خوري.
Comments
So empty here ... leave a comment!