ورېښمینې غڼې – Silk spider

د نسل نوم ېې نېفیلا ده، د اراکنیدا کلاس ټول غړي، د پلرنو نوم ېې ارتروپودا ده. ورېښمینه قوي ځاله جوړوي او د ځالې رنګ ېې زېړ وي. تقریبا تر یو متره پورې غټه ځاله جوړوي. خپله ځاله تل د ونو د خاښونو تر منځ جوړوي. 
۶۰ ډولونه لري او د نړۍ په ګرمو سیمو کې ژوند کوي. دښځې بدن ېې د نر په پرتله ډېر غټ وي او له ۲۵ تر ۵۰ ملي متره پورې ېې اوږدوالی رسیږي. د نر بدن ېې ډېر لنډ وي او اوږدوالی ېې تقریبا له ۴ تر ۶ ملي متره پورې رسیږي. د دې غڼو نران خپله ځاله نه جوړوي او د خپلو ښځینه غڼو په جوړو شو ځالو کې ژوند کوي. ډېر وخت کله چې له ښځینه غڼې سره د جنسي نزدیکت کوښښ کوي نو د ښځینه غڼو لخوا پرې برید کیږي او وژل کیږي. 
په دې غڼو کې تر ټولو غټې ښځینه غڼې د نیفیلا کوماسي ډول دي. دا غڼې د افریقا په ماداګاسکر سیمه کې پیدا کیږي. بل ډول ېې په امریکا کې د نیفیلا کلاویپس په نامه یادیږي چې ښځینه ېې ډېر غټ بدن لري.