د سپیانو ټول هغه نسلونه چې د ډېرو نسل ېې په انګلستان کې اخیستل شوی او د مګو، مګګ، ګیدړې او یا ورته حیواناتو د ښکار لپاره کارول کیږي د دې تر څنګ خپل منځ کې جنګول کیږي ټېرایر دي. د دې نسل ډېر سپیان واړه دي او د بدن وېښتان ېې دتار په څېر وي. اوږده سرونه لري، مربع ته ورته اوربوز لري. دا سپیان ډېر غاپي او د مقابلې په وخت کې تر انسان مخکې د مخامخ کېدو لپاره ځي. ډېر نسلونه ېې په کومو ځایونو کې چې اخیستل شوی د هماغه ځایونو په نامه یادیږي.