په بطن کې عام روغتیایي حالتونه

د تنې لاندې برخه ده. پاسه دیافراګم پردې له سینې جلا کړی، لاندې د خاصرې لګن باندې پای ته رسېدلی او وروسته یې د شمزی تیر او د پښتیود هډوکو وروستۍ برخه ده کوم چې د لګن خاصره له هډوکو سره څو انچه فاصله لري. یو څنګ او بل څنګ د بطن غړي هډوکو محفوظ کړي، مخې خوا ته یوازې نرم نسجونه دي کوم کې چې پوستکی، مختلف ډوله شحم، پراخې شوې عضلې، د شحم بله طبقه، پېریټونیم یا پریتون شامل دي.
 
کله چې خواړه معدې ته ولاړ شي نو د بطن غړي په خوځښت پېل کوي کوم چې بطن ته مختلف شکلونه ورکوي. په ماشومانو کې دا شکل ممکن د پام وړ بهر ته وتلی شکل وي. کوم غټ وګړي چې ښه روغتیا لري ممکن بطن یې له خوړو وروسته داخل ته ننوتی شکل ولري او عضلاتي طبقه وښي. په زړو خلکو کې بطن بهر او داخل کې شحم لري. په اومیندواره ښځو کې له ۱۲ اوونیو وروسته بطن غټیږي.
 
د بطن د جوف اساسي غړي د هاضمې غړي دي. لکه معده، کولمې
، ورسره تړلي مرغړي، ځیګر او پانقراس. کله چې یو انسان سیده څملي نو معدې موقیعت پاسه او چپ اړخ ته وي, که ودریږي نو موقیعت یې ډېر لاندې وي. ځیګر پاسه او ښي اړخ ته وي چې ډېره برخه یې د پوښتیو هډوکو پوښلې وي. پښتورګي دواړو اړخونو ته د شا دیوال سره وي.
 
بطن کې مختلف ډوله ناروغۍ رامنځته کیږي چې په دې کې زخم یا ټپ (ulceration)، عفوني کېدنه (infection) او پړسوب هم شامل دی. د بطن ناروغۍ ممکن په پېل کې چټکې او لنډمهاله (acute) وي او یا ممکن اوږدمهاله (chronic) وي. لنډمهاله چټکه ناروغي یې ډېر وخت په پریتون پرده کې پړسوب پیدا کوي.
بطن کې درد: په بطن کې درد ډېر وخت ناروغي تعریف شوې او په انګرېزۍ کې ورته (visceral pain) وایي مانا یې د ګېډې درد ده. د ګېډې درد ډېر وخت پاسه له معدې سره نږدې وي او سرچینه یې هم له معدې یا اثناعشر کولمې
(duodenum) وي. کوم درد چې له نو سره سیمه (umbilicus region) کې وي سرچینه یې له وړو کلمو (small intestine)، اپنډېکس (appendix)، او د غټو کلمو (large bowel) له پېل څخه وي. له دې لاندې برخه کې درد دغټو کلمو له پاتې برخې سرچینه اخلي. که چېرې د بطن ناروغ غړی د بطن پریتون پرده عفوني کړي او په پریتون پرده کې د سوځي پیدا کېدو لامل وګرځي نو درد ډېر سختیږي.
 
د درد مشخصات هم اړین دي ممکن درد ثابت وي کوم چې په سوزي پیدا کوونکې ناروغۍ کې او عفوني کېدو کې وي او یا هم غېرې ثابت درد وي کوم چې کلمو کې د ګاز جمع کېدو له وجې رامنځته کیږي.
پړسوب (swelling): په ښځو کې د بطن د پړسوب تر ټولو عامه وجه اومیندواره کېدل دي؛ په ناروغیو کې د بطن پړسوب ممکن په کلمو کې د موادو جمع کېدو له امله وي؛ په بطن کې جمع شوې مایع، جمع کېدو او پړسوب ته یې (ascites) وېل کیږي؛ بل لامل یې د بطن یو یا څو غړو غټېدنه ده کوم چې د پړسوب لامل ګرځي.
قبضیت (Constipation): په کلمه کې د غایطه موادو ناسمه یا نا بشپړ تېرېدنه ده. ځینې وخت یوازې د خېټې باد (flatus) تېرېدلی شي او غایطه مواد بهر نه وځي. قبضیت ډېر وخت د بطن پړسوب هم پیدا کوي.
زړه بدوالی او کانګې (Nausea and vomiting) : ممکن د معدې د نا ارامۍ له وجې وي او یا هم کلمو ته د بندېدو له وجې او په دوامداره توګه ناپاکه وي. له دې پرته که بدن سخت درد ولري او یا هم د سفر له امله د معدې غبرګون کانګې کول او یا زړه بدوالی وي
نس ناستی یا اسهال (Diarrhoea): د عامو مکروبونو له امله پیدا کیږي. کله چې خواړه چټل وي د اسهال یا نس ناستی لامل ګرځي. خو که چېرې دوامداره وي او یا هم له ځان سره وینه ولري نو د سختې ناروغۍ ښودونکی دی.
زېړ زېړی (Jaundice): د سترګو او پوستکي زیړ رنګه کېدو ته وایي او لامل یې ممکن په ځیګر یا هم هغه ټیوبونو (bile duct) کې ناروغي وي کوم چې له ځیګر او پانقراس څخه صفرا اثنا عشر کولمې
(duodenum) ته لېږدوي. اثنا عشر کلمه د وړې کولمې
پېل ته وایي.
تشخیص او درملنه (Diagnosis and treatment): ډېر وخت د بطني ناروغیو تشخیص ستونزمن وي او لامل یې په خېټه کې زېات بطني غړي، د غړو بې ثباته موقیعت او مبهم علایم دي. سم تشخیص یې تجربې ته اړتیا لري او د تشخیص لپاره یې ډېر وخت ازموینې تر سره کیږي لکه الټراسونډ (ultrasound) او له همدې امله کوم خلک چې بطني ناروغي پیدا کړي باید سم دلاسه یې درملنه وکړي په ځانګړې توګه هغه ناروغي چې دوامداره او سخته وي او یا هم له ساده درملنې سره مقاومت کوونکې وي. د ښوونځي په ماشومانو کې دا وضعیت لږ توپیر لري او تقریبا ۱۰% ماشومان ډېر وخت د خېټې له درد څخه شکایت کوي که چېرې لامل یې پیدا نشي نو ممکن د تشویش او سټرس له وجې درد وي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons