په خبرو اترو کې بایلونکی او ګټونکی

فعال اوسېدل دې ته وایي چې ته د خپل ژوند مسولیت په خپله واخلې. دا داسې مانا لري لکه غویی چې له ښکرونو را ونیسې او د کنټرول لپاره یې باید ته بشپړ ځواک ولرې. دا ځواک ستا پوهه، وړتیاوې او تجربه ده. د ژوند مسولیت په غاړه اخیستل او فعال اوسېدل دې ته وایي چې ته خپلې کیشتۍ کې خپله په سفر روان شې. تا سره به دې کیشتۍ کې وروسته د منفي او مثبت فکر خلک، ستا جنتیک او ښې او بدې پېښې هم ناستې وي او ته به د موخو، لاسته راوړنو او بریاو په لور روان یې.

وروسته سپاره به هڅه کوي چې د موخې په لور تګ کې ستا د ژوند کنټرول خپل لاس کې واخلي خو ته به دوي ته غبرګون نه ښیې کنه نو د موخې په لور له کړنو به دې پام خلکو ته په غبرګون ښودلو کې بوخت شوی وي. ته خپل وخت او ژوند د موخې او بریا په لور تګ کې په دوامداره کړنو بدلوې. په دې سفر کې یو شی له تا هیڅوک نشي اخیستلای او هغه ستا د خوښې لرلو یا انتخاب وړتیا ده. د ژوند مسولیت په غاړه اخیستونکی فعال وي او هره ورځ یې کړنې چارې ترسره کوي او د پښېمانیو بوجۍ نه وي چې هر وخت وایي چې کاشکې مې داسې کړي وای، کاشکې مې هغسې کړي وای.

دا ژوند لوبه ده. پایله کې یې یو په روښانه توګه بریالی او بل ماته خوړلی تعریف کیږي. د بریالي کېدو لپاره له لوبې مخکې تاسې بې کچې چمتوالي او سختیو ګاللو ته اړتیا لرئ. لکه سوداګري کې، د سوداګر موخه د تولید او خدماتو وړاندې کول وي تر څو خپله ګټه زیاته کړي او مارکېټ کې خپلو سیالانو ته هم ماته ورکړي. دا نړۍ همداسې ځای دی چې که ته یې وبایلې نو ما ګټلې ده. خبرې اترې هم لکه د لوبې په څېر ګټونکی او بایلونکی لري، کوم کس چې د اغیزمنو خبرو اترو په وړتیاو ترلاسه کولو خواري کړې وي پایله کې د بحث او وینا له لارې د نورو د پام خپلونکی او ګټونکی وي.

Share
Hide Buttons