پواینټر – Pointer

پواینټر سپیان د سپورتي سپیانو پلرونه دي چې له دې سپیانو د هونډ، سپانیال او سیټر سپیانو نسلونه اخیستل شوي. په انګلستان کې د ا نسل په لمړي ځل په کال ۱۶۵۰ کې پېژندل شوی. په پخوا وخت کې انګریزانو دا سپیان د صحرايي سوی نیولو لپاره کارول. په ۱۸ پېړۍ کې دا سپیان د مرغانو د نیولو لپاره وروزل شول. د دې سپیانو د نسلونو قد له ۲۳ تر ۲۸ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۲۰ تر ۳۴ کیلو ګرامه پورې رسیږي. تل اوږده اوربوزونه لري د بدن وېښتان ېې لنډ وي، لاندې زوړند غوږونه لري او رنګ ېې معمولا سپین او تور وي خو نور رنګونه هم شته.
دا نسل په جرمني کې هم اخیستل شوی چې د جرمن پواینټر په نامه یادیږي. چې ډېرې لوبې په وچه او اوبو دواړو کې پرې کیږي.