پیکاس سویان – Pikas

د نسل نوم ېې وچوتونا، وړې لنډې پښې لري، بې لکۍ، هګۍ ته ورته ګرد ډوله شکل لري. طی لرونکي حیوانات دي چې د اسیا په ډېرو سیمو کې، په شمالي امریکا کې ژوند کوي. د لاګو مورف سویانو له ډلې دي ۲۹ ډوله لري. 

بدن ېې اوږده نرم وېښته لري او د بدن رنګ ېې خړ ټېز نصواري وي. لکه د نورو سویانو په څېر ېې وروستۍ پښې له مخکنیو اوږدې ندي. مخکنۍ پښې ېې ۵ پنجې او وروستۍ پښې ېې ۴ پنجې لري. د ډېرو پیکاس سویانو وزن د ۱۲۵ تر ۲۰۰ ګرامو تر منځ وي او اوږد والی ېې تر ۱۵ سانتي متره (۶ انچه) پورې رسیږي. دا سویان معمولا په لوړو غرونو کې ژوند کوي. دوه ډوله ېې په شمالي امریکا کې پیدا کیږي او نور ټول ډولونه ېې په منځنۍ اسیا کې ژوند کوي. له دې ډولونو ۲۳ ډوله په چین کې پیدا کیږي په ځانګړي ډول د تبیت په لوړه هواره کې خورا زیات دي. په دې سویانو کې توپیر لرونکي ایکولوژیکې ځانګړتیا لیدل شوي یو ډول ېې د ماتو تیګو او ډبرو تر منځ ژوند کوي او بل ډول ېې په شنه سیمه کې چېرته چې واښه او شنه زیات وي ژوند کوي او په دې شنه سیمه کې خپل ځان ته سمڅې باسي. د همالیا په ۶،۱۳۰ متره لوړوالي کې هم لیدل شوي.
کوم پیکاس سویان چې په تیګو او ډبرو کې ژوند کوي تر ۷ کالو پورې عمر کوي خو کوم چې په هوارو شنو سیمو کې ژوند کوي تر یو کال پورې عمر لري. په ډبرو کې پیکاس سویان دکال تر دوه بچیانو پورې زېږوي مګر د هوارو شنو سیمو پیکاس سویان تر ۱۳ پورې بچیان زېږوي چې دغه دیارلس بچیان په یو کال کې په ۵ ځلې کې پوره کوي. 
د دواړو تر منځ ټولنیز چلندهم توپیر لري: کوم چې په ډبرو کې ژوند کوي غېرې اجتماعي دي. او د خپلو د بوي غدواتو په ذریعه د پراخې سیمې ادعا کوي په کومو ډبرو چې د سوی بوي پاتې شي نور سویان هلته نه داخلیږي او د بل سوی سیمه ېې ګڼي. د خپل ځان د موجودیت لپاره یو ډول اواز کوي چې بل سوی پوهیږي دلته بل سوی شته. کوم سویان ېې چې ګاونډیان وي په ورځ کې یو یا دوه ځلې په مستقیم ډول سره ویني او ملاقات کوي چې ډېر وخت دا ملاقات په جګړې پای ته رسیږي او بل سوی له دې سیمې تیښته کوي. مګر په هوارو شنو سیمو کې پیکاس سویان د کورنۍ په څېر ژوند کوي او دا کورنۍ خپل منځ کې د شریکې سیمې ادعا کوي او له نورو حیواناتو ېې ساتنه کوي. ټوله ورځ له یو بل سره ویني او لیده کاته ېې هم لکه د ملګرو په څېر وي. خپلې پوزې له یو بل سره موښي او د یو بل تر څنګ کیني. په یو بل باندې هغه وخت حمله کوي کله چې د یوې کورنۍ سوی د بلې کورنۍ سیمې ته داخل شي. د شنو هوارو سیمو پیکاس سویان هم چې له یو بل ورک شي یو بل پسې غږ کوي. همداسې ټول پیکاس سویان چې کله خطر حس کړي یو ډول لنډ غږ کوي. د پیکاس سویانو یواځې یو ډول ېې ( پوزیلا) د شپې لخوا ژوند کوي نور ټول ډولونه ېې د ورځې لخوا ژوند کوونکي دي. پیکاس سویان له یخ موسم سره بلدتیا لري او ګرمي نشي تحمل کولای. پیکاس د ژمي خوب نکوي، ګیاه خوړونکي دي، له واورې ورېدو مخکې ځانته د خوړو ذخیره برابروي چې په ژمي کې ېې خوري. پیکاس له انسانانو په لرې پرتو سیمو کې ژوند خوښوي. ډېر وخت د شنې سیمې لپاره ګواښ ګڼل کیږي او ګمان کیږي چې چین دې سویانو ته زهر ورکړي تر څو ېې نسل له منځه ویسي او د چین د غرونو شینوالي ته زیان وانړوي مګر داسې شواهد نه دي تر لاسه شوي چې دا غېرې انساني عمل ثابت کړي.