ښه چلند ښې پایلې لري
ډېری خلک په خپل وخت کم کنټرول لري او ګمان کوي چې ژوند یې پېښو بوخت او کنټرول کړی. د دې خلکو ژوند په ریښتیا خلکو او پېښو نه وي کنټرول کړی بلکې یوازې دوي زهن کې په دې اند وي او له همدې امله په یوه موضوع زیاتې پوهې لپاره کتاب لوستلو ته هم وخت نلري. ډیری خلک د حقیقي حالت ناسم انځور زهن کې لري کوم چې په چارو کې د ماتې لامل کیږي او څوک چې حقیقي انځور ویني بریا ترلاسه کوي. ډیری خلک د وخت د مدیریت لپاره تخنیکونه، سیستمونه او نظرونه کاروي کوم چې دوېم ارزښت لري. د وخت د مدیریت لپاره لمړی ستاسې چلند دی کوم چې کار ځای کې ستاسې اړیکې ښې کولای شي، سټرس مو کموي، د مشري وړتیا درکې پیدا کوي، شخصي او مسلکي ودې کې مو چټکوالی رامنځته کوي، په روغتیا مو د بدو اغیزو مخنیوی کوي. چلند داسې څه نه دي چې تاسې یې لری یا یې نه لری، هر انسان کې موجود دی یوازې ستاسې د زهن ځواک وده ورکوي.
ډېری کوم خلک چې تخنیکي دندې لري ټولنیز چلند یې د نورو په پرتله کمزوری وي لامل یې یوازې تخنیکي دنده پر مخ وړل دي کومې کې چې د نظر شریکول نه وي شامل. بریالی مدیر په دې پوهیږي او خپل ټیم ته یې هم ور زده کوي چې تر پوهې او وړتیا مثبت چلند اړین دی. په ډېرو ټولپوښتنو کې کاري ټیم تر ۹۴ % پورې مثبت چلند ته رایه ورکړې او نور ۶ % یې پوهې او وړتیاو ته رایه ورکړې. چلند کې صبر، استقامت، ژمنه، جرات، خوشبیني، باور هیله او داسې نور ډېر څه شامل دي.
“زه فکرونه نه تولیدوم، زما فکرونه مې تولیدوي.”
– چارلز جکوبس
د پورته جملې مانا داده چې څه مې چې فکرونه دي زه هماغسې یم او هره ورځ د خپلو فکرونو په څېر کیږم، که ښه یم او که بد یم دا ځکه یم چې یا بد او یا ښه فکر لرم. که تاسې په خپل فکر کنټرول ولری نو خپل چلند کنټرول کولای شی. څومره چې تاسې د راتلونکې په اړه مثبت فکر ولری همدومره په ژوند کې خنډونه په اسانۍ مدیریت کوی.
ډاکټر ایډوارډ کریګن خپل کتاب کې لیکلي ته بد بینه به ولې زما ناروغ نه یې ؟ هرو مرو به یې ځکه چې تر خوشبینه کس ۱۹ % د مرګ له خطر سره ډېر مخ یې. ډاکټر بېرني همدا مطلب خپل کتاب داسې لیکلی چې زما هغه ناروغان چې د ژوند لپاره یې هیلې لرلې ۷۵ % د نا هیلو په پرتله د روغتیا چانس لره. مثبت چلند ستاسې د روغتیا او ژوند ساتنه کوي.
“مثبت کارونه له مثبتو فکرونو رامنځته کیږي.”
– جو اوېن
تاسې خوښه لری چې ووایی ګیلاس نیم خالي دی یا ګیلاس نیم ډک دی. فکر وکړئ ګیلاس مو ژوند دی، خالي برخه یې منفي فکر او نا هیلیتوب دی او ډکه برخه یې مثبت فکر او مثبت چلند دی. اوس نو دا ستاسې لاس کې ده چې د زهن تمرکز په خالي برخه کوی او که په ډکه برخه.
په انسان کې منفي چلند د دوامداره سټرس او کمزوري ایمني سیستم لامل کیږي. د هارورډ پوهنتون سروې ښي د منفي چلند لرونکو اکثریت له څلوېښت تر شپېته کلنۍ پورې ډېرې ناروغۍ نیسي. که له یوې ناروغۍ ښه شي بل روغتیایي حالت یې روغتیا ځپلې وي. منفي چلند له منفي تجربو رامنځته کیږي خو تاسې دا منفي تجربې په مثبت چلند هم بدولای شی. تر څو تاسې خپل استعداد نلری تر څو یې چې د لرلو فکر ونه کړی.
“ژوند یوه تحفه ده، دا به ډېره د خپګان خبر وي چې دا تحفه مو ترلاسه کړې وي خو د تحفې پوښ مو نه وي خلاص کړی او منځ مو نه وي کتلی.”
– کېوېن اېم سي کارتي
که چېرې مو فکر مثبت وي نو موخې ته د رسېدو لپاره تاسې کې انګېزه پیدا کیږي. خو یوازې مثبت فکر لرل موخې نه ترلاسه کوي بلکې د فکر په چلند او فعالیت بدلول یې تر لاسه کوي. یوازې د هر څه د پېښېدو په هیلو لرلو هېڅ نه پېښیږي بلکې تاسې یې پېښوی. که چېرې یې تاسې پېښ نه کړی نو هر څه به په خپلسر پېښ شي او په خپلسر پېښ شوي ستاسې د فکر او هیلې په څېر نه وي ډېری وخت ستونزې وي.
مثبت چلند تاسې کې دا وړتیا هم پیدا کوي چې نورو خلکو ته د دې اجازه ورنکړی چې په خپلو احساساتو مو کنټرول کړي او اغیزمنتوب ته مو ستاسې په احساساتو زیان واړوي. د بېلګې په توګه که مو یو څوک د تولید اخیستل رد کړي او یا هم شخصا په تاسې نیوکه وکړي نو نیوکه او یا رد کول په تاسې هېڅ اغیز نلري. نیوکې او رد کولو ته ستا خپل غبرګون په تا اغیز لري. نورو ته اجازه مه ورکوئ چې دا وټاکي چې ته باید څرنګه احساس ولرې.
څرنګه خپل ځان کې مثبت چلند پیدا کړو ؟
خپل زهن ته دا ووایئ چې تاسې څه غواړی. د نیورو ساینس څېړنې ښي چې مونږ خپل زهن کې په مثبتو خبرو بدلون راوستلی شو.
“یو کس هغه څه دی چې د ورځې اوږدو کې یې دا کس فکر کوي.”
– رالف والدو اېمېرسن
ستاسې زهن د ژوند په اوږدو کې باورونه جوړوي، دا باورونه له تجربو او د چاپېریال له نفوذ کولو جوړ شوي وي. که چېرې د یادو فکتورونو پایله منفي فکر او چلند وي تاسې یې د خپل زهن په مدیریت کولو په مثبت فکر او چلند بدلولای شی. تاسې د دې وړتیا لری چې د خپل مغز نیورولوجیکي سینګار کې بدلون رامنځته کړی. له همدې امله د فکر کولو لپاره خلک یوازېتوب اختیار کوي. یوازې مو زهني فکر په مغز اغیز نلري بلکې مغز مو په بدن خپل اغیز لري او بدن مو په مغز خپل اغیز لري. که چېرې مو زهن ستاسې مغز ته مثبت فکر ووایي نو بدن کې د منفي احساساتو حس کېدنه کمیږي او بدن مو خوښ پاتې کیږي.
فکر په فعالیت بدلول د موخې او بریا ترلاسه کولو اجزا ګڼل کیږي. د فعالیت لپاره په مغز تکیه کوو او روغتیا لرونکی مغز تل د موخې ټاکلو، د ترلاسه کولو لپاره فعالیت ته چمتو وي.
“مخکې تر دې چې یو څه وکړې لمړی یې باید له ځانه د کولو تمه ولرې.”
– مایکل جورډن
لکه څرنګه چې کمپیوټر د فعالیت لپاره په کارونکي تکیه کوي همداسې ستاسې مغز د فعالیت لپاره په تاسې تکیه کوي. که تاسې یې کارول ونغواړی او د فعالیت لپاره خپل فکر ورته بیان نه کړی نو مغز به هېڅکله هم ونه کاریږي. که چېرې یې ناسم وکاروی نو د کمپیوټر په څېر ویروس نیولی شي لکه ډېپرېشن، لکه غسه او داسې نور… که مو چېرې مغز کې باورونه زاړه او له کاره لوېدلي وي داسې به وي لکه په ۲۰۲۱ کې د ۱۹۹۸ وینډوز په لپ ټاپ کې کارول.
انسان د مثبتو پېښو په پرتله منفي پېښې ژر وریادوي او په یاد کې یې په اسانۍ ساتي. مثبتې پېښې هغه وخت په اسانۍ زهن کې ساتلی شي کله چې احساسات ورسره مل وي. لکه له داسې کس سره د واده لمړۍ ورځ چې تاسې مینه ورسره لری. کوم کسان چې په دوامداره توګه له منفي پېښو سره مخ وي او هر وخت یې تجربه کوي نو په زدکړې، حافظې، په پام او د هر څه په اړه په قضاوت یې اغیز لري. څېړنو موندلې چې هر ډول منفي دوامداره تجربې روغتیا ته زیان لري او هر ډول مثبت چلند د روغتیا ساتنه کوي. د انسان مغز د مثبتو پېښو په پرتله په منفي پېښو ډېر تمرکز کوي او ممکن لامل یې د بقا مېکانېزم یا د خطر پېژندل او ځان ترې ژغورل وي. څومره چې انسان خپل پام منفي پېښو ته اړوي همدومره ورته خطر ریښتینی ښکاري. که مو چېرې زهن ته اجازه ورکړی نو بې کچې زیاتو منفي پېښو ته به پروسېس ورکړي.
د مغز یوه برخه داسې پروګرام شوې چې فعالیت یې مونږ ژوندي ساتي. دا برخه خودمختاره ده او په خپلسر فعالیت کوي. لکه د خوب وخت کې ستاسې سږو ته د ساه اخیستنې امر کوي، زړه ته د ضربان د ادامې امر کوي. کله هم که تاسې خطر احساس کړی نو لمړی غبرګون ښیی او وروسته بیا فکر کوی. په دې پروګرام شوې برخه تاسې واک هم لری ؟ د دې پوښتنې په ځواب دې بېلګه کې ځان پوه کړئ : تاسې له مار سره مخ شوی د مغز دا برخه مو د امیګدالا له لارې لنډه لار خپلوي، که چېرې امیګدالا له دې حالت سره اشنا وي نو سملاسي د مغز ساقې ته خبر لیږي او په انسان کې دا چاره د تېښتې یا مقاومت غبرګون فعالوي او د خطر زنګ وهي. ته مخکې له دې فکر وکړې ولې؟ نو سملاسي وروسته ټوپ وهې. که چېرې وروسته له تا پوښتنه وشي چې ولې دې ټوپ ووهه نو ستا ځواب به دا وي چې یا مار وو او یا ما فکر وکړ چې مار دی. خو تا مخکې له دې ټوپ وهلی چې په دې پوه شې چې په حقیقت کې مار دی. همدې چارې ته چټک غبرګون وایي. ډېری خلک مخکې تر دې چې د یوه حالت په حقیقت ځان پوه کړي چټک غبرګون ښي او د ځان محفوظ ساتلو لپاره منفي حالت زهن کې انځور کوي. چټک غبرګون یې ممکن په حالت برید وي او یا له حالت تېښته وي. که چېرې په دې ډول طبیعي چټک غبرګون باندې خپل ژوند روان کړی نو تاسې به ډېر کم وخت مثبت فکر ولری، د مثبتو احساساتو مخه به په بشپړ ډول ډب شوې وي.
“ستا خوښې ستا تقدیر ټاکي، ستا قسمت یې نه ټاکي.”
– جین نېډېچ
ډېری خلک په ژوند کې د هر حالت لپاره یوازې په طبیعي توګه پروګرام شوې برخه کاروي او د مغز پریفرنټل کورتېکس برخې ته د منطقي فکر لپاره رجوع نه کوي. او یا هم مغز کې د مطالعې او تجربې له لارې کافي پوهه نه وي تر څو رجوع ورته وکړي او منطقي فکر ورڅخه جوړ کړي. لاندې د یو کس د ریښتیني ژوند تجربې ته کتنه وکړئ.
زه له ۵۰ کالو د خبرو اترو مسلک او د سیمینار لیډر شېپ کې دنده پر مخ وړم. کله به هم چې زما شیټونو یا پاڼو ته د رایې له لارې د بدې درجه بندۍ نرخ ورکړل شو نو زما ټوله ورځ او ماښام به یې خراب کړ. سره له دې چې نورو شیټونو کې به د خلکو نظر مثبت وو زما زهن به منفي رایو بوخت کړی وو. زما خبرې کول خوښیږي خو د خبرو پر مهال به مې زهن منفي نظرونه رایاد کړل. دې چارې تر هغو ادامه لرله تر کومې چې ما دا حقیقت ومانه چې زه په خپلو چارو ټول خلک نشم خوښولی. اوس چې کله هم په خپل ځان او یا وړتیاو د نورو د خبرو له امله شک وکړم نو زهن مې دا عادت اخیستی چې د نا ارامه کېدو په ځای په خپلو بریاو او لاسته راوړنو تمرکز کوي. له ژوند مې دا زدکړل چې څومره زهن د منفي فکر لپاره کاروې همدومره په ستونزه کې نښلې او څومره چې مثبت فکر کوې نویو فرصتونو ته دې پام کیږي. د منفي تجربې پر وخت زه خپلې لاسته راوړنې او بریاوې نه هېروم.
که چېرې نړۍ کې خوشبینه کسان نشته وای نو د بدبینه په ځان او ژوند او په هر حالت باندې د شک له بدبختي به پرده نه وای پورته شوې. څېړنو موندلې چې خوشبینه کس که چېرې چارو کې مقاومت وکړي تل بریا ترلاسه کوي. بدبینه کس له مقاومت سره هم د ماتې په لور ګام ایښی وي.
بیا ځلې چوکاټ کې اچول د یو مفهوم، نظر یا تولید په مختلفه طریقه بیانولو ته وایي. کله هم چې د یوه حالت په اړه خپل نظر بدل کړو نو حالت هماغسې پاتې کیږي، یوازې حالت ته زمونږ نظر کولو کې بدلون رامنځته کیږي. همداسې کله هم چې تاسې ننګونکي منفي حالت سره مخ شی، تاسې کولای شي حالت کې د زیان په ځای د ګټې لټولو فکر وکړئ. په دې مانا چې د حالت حقیقت هماغسې پرېږدی لکه څرنګه چې وي یوازې د حالت په اړه خپل فکر او نظر کې بدلون رامنځته کړی. که چېرې دا چاره زده کړی نو ژوند کې له ډېرو منفي چوکاټونو هیله بښونکي فرصتونه جوړولای شی.
“خوشبینه چلند ترلاسه کیږي، له مور او پلار څخه ارث نه وي، او ډېر خلک یې ترلاسه کولای شي.”
– الن لوی میک ګېنېس
مارکېټ کې د پلورل کېدونکو خوړو سوداګر په خوړو داسې نه لیکي چې ۱۰% غوړ یا وازده پکې کارېدلې بلکې لیکي چې ۹۰% بې وازدې یا بې غوړو خواړه دي. ډېر خلک همبرګر د دې لپاره اخلي چې ۷۵% خواړه پکې بې غوړو وي. پلورونکی یې په خوړو نه لیکي چې ۲۵ % غوړ پکې دي. تاسې هم هر حالت کې په خبرو او فکر ورته بدلون رامنځته کولای شی. خلک غوړو کې زیان ویني او که تاسې خلکو ته ووایی چې ۲۵ % غوړ پکې دي هر کس به له خوړو ډډه وکړي. ډېری سوداګر د توکو په پاکټونو لیکي چې څلور په ۸ ډالره دي، داسې پرې نه لیکي یو پاکټ په دوه ډالره دی. که چېرې دواړه ډوله لیکل پرې وکړل شي په حالت (قیمت) کې کوم بدلون نه رامنځته کیږي یوازې د پېرودونکي په نظر کې بدلون رامنځته کوي. پېرودونکی ممکن بیا یو پاکټ واخلي او یا هم ګمان وکړي چې قیمت یې زیات دی.
مارټین لېنډ سټروم خپل کتاب کې لیکي چې نیورو مارکېټینګ د انسان په زهن نظرونه تپل نه کوي او نه یې دې ته اړ کوي چې هغه څه واخلي کوم چې دوي اخیستل نغواړي، یوازې د دوي زهن کې له موجودو نظرونو پرده پورته کوي او د دوي ورپام کوي تر څو خپل نظر مارکېټ کې په عمل بدل کړي. ټول بازار موندونکي سوداګر درواغجن دي او هر څه بیا ځلې چوکاټ کې اچوي حتا ادبیات یې هم درواغ وي لکه د کثافاتو غونډونکي ته د حفظ الصحې انجنیران یا د روغتیا ساتونکي انجنیرانو نوم کارول.
“زه له اوږدې تجربې په دې پوهېږم کوم څه چې خلک وایي چې دوي یې کوي، څه چې وایي کړنې یې توپیر ورسره لري.”
– پاکو انډر هېل
د وخت په مدیریت کې، د بیا ځلې چوکاټ کې اچولو مفهوم
یو لیکوال لیکي چې په ۱۹۵۶ کې کله چې د وخت د مدیریت مفهوم باندې شرکتونو خپل کار کوونکي پوه کول نو کار کوونکو له دې سره مخالفت وښود. ځکه چې کار کوونکو فکر کوه چې د وخت د مدیریت مانا “په لږ وخت کې ډېر کار کول” ده او شرکت غواړي له مونږ څخه ډېر کار واخلي. لیکوال زیاتوي چې ما دا نظر بیا ځلې چوکاټ کې واچوه او “په لږ وخت کې ډېر کار کولو” په ځای مې ولیکل داسې طریقه چې “لږ چارې خو اړینې چارې” په دې مانا چې نا اړینو چارو کې وخت نه ورکول د وخت مدیریت دی. موخه دا وه چې اړینې چارې پېژندل او وخت کې لمړیتوب ورکول تر څو د موخې په لور تګ کې، په نا اړینو چارو د وخت ضایع کېدو مخه ډب شوې وي. په بله مانا د سخت کار کولو په ځای له کار سره د فکر ملتیا باندې چارې اسانه کول او د وخت ژغورل.
“په ادارو کې چې څومره تاسې لوړ مقام ته ترویج کیږی همدومره مو د نرمو وړتیاو او چلند رول ډیریږي – څرنګه چې تاسې د نورو په حضور یا موجودیت کې فکر، احساس، او چلند کوی اړین رول لري.”
کوم خلک چې مثبت فکر او چلند لري ورځنې ژوند کې هر وخت سټرس کوونکی حالت بیا ځلې په چوکاټ کې اچوي تر څو خپل زهن کې منفي فکر په یو فرصت بدل کړي، په حالت کې د زیان لیدلو په ځای ګټه وویني. د دې لپاره چې بیا ځلې چوکاټ کې اچوونه یې په مناسبه توګه ترسره کړې وي له خپلې رشتې پرته په نورو موضوع ګانو هم کتاب لولي او زدکړې ته پکې لیواله وي.
“خوشبینه کس په دې پوهیږي چې څرنګه انګېزه ځان کې ژوندۍ وساتي، د انګېزې ژوندۍ ساتلو لپاره زه یې کولای شم فلسفه کاروي.”
الن لوی مک ګېنېس
څرنګه د یو څه یا یو حالت بیا ځلې چوکاټ کې اچولی شو ؟ د دې چارې لپاره تاسې د خلاقیت وړتیا ته، د فکر کولو طریقې کې بدلون ته، د ځان کنټرول ته، مثبت فکر او چلند ته، د مغز پریفرنټل کورټیکس برخې کارونې ته او په دې برخې د منطق بیان ته، احساساتي کنټرول او مدیریت ته، په ژوند او کار کې د موخې لرلو ته اړتیا لری.
د هرې چارې لپاره ډېره اړینه ده چې ستاسې زهن او فزیکي بدن حال کې واوسي. که مو بدن کار کې او زهن مو د کور کومې چارې کې بوخت وي نو ستاسې د وړتیا کارولو مخه نیسي. ساینس پوهان په دې اند دي چې په اوسمهال کې اوسېدنه د مغز فعالیت لوړوي او د سټرس کچه کموي. کله هم چې زهن له یوې چارې بلې باندې چاره پیل کوي په دې دوران کې یې د خلاقت او نوښت وړتیا کمه وي. زهن مو په دې عادت کړی چې په اوسمهال کې کړنې تجربه کړي او د تېر وخت تجربې او یا د راتلونکې پېښې تصور نه کړي. د بېلګې په توګه تاسې شنه سیمه کې یاستی هڅه وکړئ زهن مو د سیمې ښکلا درک کړي، له کورنۍ سره یاستی، د کورنۍ له خبرو اترو خوند واخلئ، کار ځای کې یاستی، د خپلو وړتیاو له کارولو خوند واخلئ.
په نورو ستاسې د چلند اغیز
په سوداګرۍ کې، که تاسې مدیر، د کار مالک او یا کار کوونکي یاستی نو اړینه ده چې مثبت چلند ولری. ستاسې چلند په چارچاپېره کسانو خپل اغیز لري. ستاسې زهن د هیندارې په څېر د نورو د خبرو، کارونو، چلند او هر بل څه منعکس کوونکی دی. کله چې یو بل کس درد احساس کوي او تاسې یې وینی نو تاسې کې هم د مغز هماغه برخه فعالیږي کومه چې د درد احساس کوونکي کې فعاله شوې وي. همداسې که چېرې ستاسې چلند منفي وي، د کړنو سرچینه مو سټرس وي، کاري چاپېریال کې مو د منفي احساساتو بیان وي نو ستاسې په همکارانو خپل اغیز لري. په بله مانا ستاسې چلند ساري بڼه لري.
Comments
So empty here ... leave a comment!